www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:26.08.2007

موسکا
داګست ۲۶ مه ۲۰۰۷

مـځـکــه هـغـه سـوځـي چــې اور ور بـانـد بـل وي !

زمـــوږ خـــلـګ پـه چـاپـسې ولاړســي؟

   نن ورځ زموږ په وينو لژنده هيواد ګران افغانستان کې ددې دريو لسېږو ناتار داسې يو  حالت ته ځان راورساوه چې زموږ  د دربدرو، مظلومو، ځپل سوي او واقعاً  ﻻر ورکو خلکو لخوا دا پوښتنه را پورته کوي چې ها ای خلکو،

 ای سرغنه وو،

 ای نامردو،

 ای نا افغانو،

 دا تاسو موږ چيرې بياياست؟

 دا تاسو په دې وطن  څه وکړه ؟

    ددې ټولو مرداريو باوجود، دا اوس خو بايد  زموږ وطن  ددې مردابه څخه را وايستل سي اوبايد يوې خواته ئې رهي کړئ .   دا خو ستاسو درايت او لارښوونه وه چې زموږ دولس دغه ورځ  په نصيب سوه.   دا خو ستاسو عالمانه درک وو  چې نن د ټولو څخه لاره  ورکه ده او پته نه ورته لګيږي چې موږ چېري وﻻړو، موږ چيري روان يو،   په چا پسې  ولاړ و، او نن چيرې  او  په چا پسې روان يو؟

   زموږ په څه پوهو  پر هېواد باندي مينو زامنو چې دوطن د خدمت او ددې شرمناکې وضعې نه د راوتلو مټي را و نغښتلې نو ان په هماغه لومړيو شېبو کې پر لسهاو ډلو ووېشل سوې .   داچې چا ووېشلې څنګه ووېشل سوې څه هدفونه يې تر شا پټ  و، په هغه وخت کې د دموکراسۍ د لومړنيو مخکښانو په توګه را ميدانته سوه،  ډغرې ئې ووهلې او دخپل بذر و ثمر ته کښېناستله.   د خلق ګوند سو، پرچم پکښې وزيږید.   مساوات سو، شعله سوه اخوانيان سول، افغان ملت سو، صداي عوام سو او په لسهاوو نور.   زموږ  خلکو  هم خپله غريبي کوله او هم يې ددې ښاغلو و خبرو ته غوږ نیوه او کتل يې چې ته ودرېږه  دغه ښاغلي څه کوي .   ظاهر  چې دبابايی ډنډوره يې را خپره کړه، هغه وخت چې بابايی یې بايد کړې وای نو هغه يې په لغته وواهه .  دوطن دزامنو دمرګ ننداره يې کوله خو کله چې انګريزي قواوې وطن و نیوه  نو دغه ناسپاسه بابا خوانده په ارګ کې  د رهنمای معاملات دفتر  و پرانيست.   پر خپل حق و ناحق جايداد يې د ګور پر غاړه خېټه واچوله او په خرڅلاو ئې لاس پورې کړ .  هغه وخت چې د پاچاهي جوغه يې د خپل تره زوی  داود  لخوا  را نسکوره سوه او د خلکو  د خشم  څخه  وډار سو چې ګني لېونې داود  د ګېره وتلی دی بايد ټوله په ده پسې وﻻړ سي نو هغه وخت يې استعفا وکړه د مشروعيت او نامشروعيت خبره نه وه مطرح !   په هغه وخت کې خلک  په دې باور  و  چې دا لېونې داود  د کار سړی دی او ددې وطن دپاره به ضرور  يو  څه وکړيخلکو چې د پخوانۍ وضعې نه په رښتیا  پزې ته را رسېدلي و، نو دې بدلون ته يې هرکلې ووايه او ورسره خوښي  يې هم و کړه.  و ناڅېدل، هغه يې ومنه، بدلې او ترانې يې  پر جوړې کړې او دې  اغاز ته  ئې  د نېک انجام خوبونه وليدل !

   څه موده باد هغه پر خپلو خبرو او وعدو پښېمانه او عربو او ايران ته يې مخه کړه.   دسترګو په رپ کې په خونړۍ کودتا کې را چپه سو.  سره خلقیان  دسرو لښکر سره هم ږغي او دکارګرو او بزګرو د انقلاب جنډه يې پورته کړه.   د څو مياشتو په موده کې ئې د اتو فرمانو په وسيله  يوه تاريخي د څو پېړيو فيوډالي مرحله ئې  په ارګ کې د کار  د ميز تر شا  پاې ته ورسوله.   په دنيا کې خير او خيرت سو.  ترکي اعلان وکړ چې ملګرو سړک مو ډامبر کړی دی بالا اوس نو ستاسو وار دی تر څو کولای سئ بس پر ځغلوئ یې !  خلکو چې را وروسته د وعدو تطبيق او د خلکو خشم او وژنې وليدلې نو په ظاهره ئې دل ونادله ورسره خوښه  کړه.   هغوی دا سوچ وکړ چې همدغه شېوه  به د وطن بېنوايان پر  پښو  ودروي.  ظلم به له مينځه ځي او دا وطن به نور د کارګرانو  او د بزګرانو وي .  هغوی د خپل باور  پر  اساس ومنل چې داخو هم د خداي ﻻر ده او هم د رسول .

   څه موده لا نه وه تېره سوې چې په دننه کې کارمل په هر نامه چې وو ورباندې راپورته سو، په ایران کې اته ګوني او په پاکستان کې اوه ګوني ورته وزیږدول سول !  کارګري انقلاب په دننه کې او د افغانستان اسلام په ايران او پاکستان کې په خطر کې ولوېد.  توره دلعنت ورځ ددواړو خواوو څخه پر وطن باندې خپره سوه.   ددې ورځې شاهدان موږ  ټوله يو.   د شورويانو سور لښکر  را مات سو.  انترناسيوليزم و ميدان ته راووت !  اته ګونو هم هر څه چې ورته ويل کېدل او هر څومره روپۍ چې به ور کېدلې د خداي  دبندګانو د غولولو دپاره به يې وژني کولې، سرونه به يې پرې کول، پلونه، مکتبونه او عامه شتمنۍ به يې الوزولې او هر څه چې اسلام او انسان ورباندې شرمېده نو هغه به يې د اسلام په نامه په نره کول.  پاکستاني اوه ګوني به هم  د آی ايس آي لخوا پرشا باندې ټکېدل او د اسلام په خطر کې دی او ازادي په خطر کې ده وطن ته د راکټ او سټنګرو سره را لېږل کېدل.  هغه مرګونه، ظلمونه او کارونه چې  وسول موږ  ټوله پرې شاهدان يو چې انسان او  مسلمان ورباندي شرميږي خو پنجابي پاکستانې هغه د ځان وياړ ګڼي .

    زموږ د خلکو نه ﻻر  ورکه سوه، هغوی د ځانه سره ويل چې وه خدايه موږ  د يوه اسلام او يوه هېواد په خاطر په چاپسې ولاړسو!

   د شورويانو په موجوديت کې  د کارمل پر ګوډاګي رژيم  باندې د ګوزار پله ډېره درنه وه.  خلک يوازې د همدې عيني دليل په خاطر  د دې اېراني او پنجابي ګوندونو د غړو سره د اسلام په نامه، د وطن په نامه او د هغوی د وحشت او بربريت له ډاره  څخه هغه څه چې کول د مجبوريت او د خپل ژوند د ساتلو دپاره يې ملاتړ کاوه.

   دډاکټر نجيب الله دوره  را مينځته سوه.  هغه په ټول ګوند کې يواځنې با مسئوليته ملي کس وو چې هم يې شاته وکتل او هم يې مخته، ميانه لاره يې غوره کړه، بله لاره وه نه.  و ټولو پرچمي، خلقي، زرغوني، ستمي، شعله ای، اخواني  و ګبر او نصارا ډلو  ته يې لمن ونيوله چې اوس تير هر څه چې وه هغه يوې خواته پرېږدئ، دوطن راتلونکې مطرح دی، بايد هغه ته نجات ورکړو او بايد نور دغه لانجه حد اقل په خپلو کې سره حل کړو.  یه خلکو، موږ خو وليده چې هماغو چې ددې وطن مخکښه و  ددې وطن د اصلي او لومړنيو غوښتنو په سر کې  چې سوله او پخلاينه وه، هغه هم دوطن په نامه وهغه ته ئې  نه  وئیل او د خير  پر غونډۍ کښېنستل، سترګې يې و غرب ته ونيولې چې ګوندي راساً به دهغوی څخه يو پر کښېنوي !   داځکه چې پخپله خو يې په ولس کې وس نه درلود او اوس يې هم نلري .

   د پردو ډيکټه او ملي ضد تمايلات بلاخره د ډاکټر نجيب الله پر ملي او تاريخي وياړلې دورې باندي د کارمل اوبريالي د فرکسيون لخوا د جنرال عظيمي او رشید دوستم او مسعود لخوا ملي ضد خیانت وشو او د هغه  ملی دولت له مینځه لاړ او ور سره د ملګرو ملتو د سولي پروسه هم د خاورو خاکه شوه .

   د کارغانو، دغلو، د سقاويانو توره دوره حاکمه شوه.  تنظيمي جګړو يوازي دکابل اتيازره ملکي بېګناه ښاریان تباه او ښار يې په کنډواله واړاوه.   ښار  ديوه سره د خدای او وطن په نامه په واقعي توګه لوټ شو او د خلکو پر ناموس ګڼ تیري سرته ورسیدل .   دا هغه څه دي چې زه، ته، هغه او ټول ئې شاهدان يو.   ددې خبري د اثبات دپاره د جنرال غظيمي و افسانو او د نورو نامرده جنرالانواو لېډرانو وخبرو ته ضررت نشته.   د خرو حکومت چالان شو، د حل او عقد اسلامي ډرامې پلې اود دې زمانې شيطانی پروفيسرانو خپلې شومې کارنامې پرېښودلې.  دوطن هر ولايت تجزیه او هره برخه ئې  ديوه غله او اوباش په لاس کې ولوېده.   د ټولو اوباشانو مشر  بيا مسعود، دوستم، بريالی، او عظيمي وو .   دې وضعی تر هغه دوام وکړ چې طالبان رامخته سول يا ئې رامخته کړه او د خپلو نړۍ والو مامله ګرانو په امر ئې دغه اوباشان غله او بېناموسان جارو کړه او د کولاک په غارو ئې ننه ايستل.   بې ننګه رباني هم خپله چوکۍ په ځان پورې وتړله، دلته او هلته په غارو کې به يې د غلو د پاچاهی نارې وهلې .

   د طالبانو سخت درېزه توري دورې هم څو کاله دوام وکړ. د هغوی سرټمبه ګي او دبادارانو ډيکټه وه چې وامريکا ته ئې دا بهانه پيدا کړه ترڅو د ترهګرو په نامه دهغوی د ځپلو په خاطر زموږ وطن ته زموږ د تاريخي دښمن انګليس سره يوځای را مات او د سي. آی. اې. نازولی کرزی  د لاسکوسي نانځکې په توګه پرقدرت  کښېنوي .   پنځه کاله کيږي چې د چور فساد او د نړۍ والي مافیا اداره په کابل کې نصب ده . اتيا ګوندونه پر وطن پرستۍ باندي تجارت کوي  او پر  ولس باندي ئې نخرې را شروع کړي دي.   د شمال ائیتلاف ملي ضد د پښتنو  پر ضد باندي د خپلو شمالي ګاونډيانو تاريخي دښمنيو ته پکې وهي.  فکر کوي چې دا وطن داصلي بچيانو څخه خالي سوی دی.   فکر کوي چې د هغوی د تجزيې خوبونه رشتيا کيږي.   په همدې اوميد د ناټو و بمبارويو ته ايشلي کوي او ټنکيو ټنکيو ورته وایی .

    پاکستان هم خپلي ورځي ته ګوري، شمال ته وایی غلا دي کوه طالب ته وائې مه  ئې پرېږده !

پاکستان پر طالب باندي څو قسمه تجارت کوي :

مهار ئې په خپل لاس کې دی هر څه چې غواړي هغسي ئې استعمالوي،

وسلې او پيسې ورکوي،

په تربیه کولو کې يې د اسلام د سرښندويانو په نامه د عربانو څخه پيسې اخلي،

په ځپلوکې يې بيا د امريکايانو څخه د ټروريسټانو  په نامه پيسې اخلي !،

په داخل کې خپل مخالفان هم په وهي،

 اوپه نامه ئې خپل موافقان هم  ورباندي روزي ،

په افغانستان کې لانجې  ورباندي زېږوي ،

 مکتبونه  ور باندي ورانوي، سرونه ور باندي پرې کوي او ډېر  نورڅه ور باندي کوي  .

 وروسته بيا د پښتنو سره د غمخورۍ په نامه هغه ددولت سره اچوي او د چنې وهلو په خاطر ئې هم را مخته  کوي، د ډيورنډ خط هم  دهغوی په نامه   مطرح کوي!   د امن په جرګو کې هم برخه ور باندي اخلي او هم ناز و نخرې ورباندي کوي .

   اوس خبره داده چې هغه ښاغلي او ددې وطن راتلونکې لېډران چې دې جګړې ته  آزادي بخښونکی مقاومت وایی اود هغه و ملاتړ ته روشنفکران رابولي نو لطفاً  دي دغه ښاغلی چې ځانته اکاډيمسین يا کانديد اکاډيميسن هم وایی موږ ته دي عمومي وضعه په رياليسټکه  او  علمي توګه تحليل کړي چې روشنفکران په دغه اوسني حالت کې څه وکړي :

آيا هغوی  دطالبانو سره ولاړ سي ؟

د امريکايانو او ناټويی ځواکونو ملاتړ دی وکړي؟

 د رباني تر مشری لاندي د  ملي جبهې ملاتړ وکړي،

د کابل ددولت ملاتړ دي وکړي

او که لاس تر زني لاندي کښېني سوسيال خور  دي  اوسي،  او معطله دي سي چې ته ودرېږه څه کيږي بيا به يې وروسته ګورو !!

ها وړونو زموږ  پر  ولس باندي بمبارۍدي!

دلته لو یه مامله را روانه ده، دلته تر ټولو بده داچې بنسټپالنه را روانه ده، هغه بنسټپالنه چې  په دننه کې پخپله بده بلا ده او نوري نښې لري .

مځکه هغه سوځي چې اور پر باندي بل وي !

دا منم چې د هر يرغلګرو پر ضد ملي مقاومت ملي دنده ده.   خو دغه مقاومت د چا په مرسته او سازماندهي بايد ترسره سي، هغه بايد واضح سي. او بل دا چي ورسته به بيا څه کيږي ؟  آيا موږ آزادېږو؟ او که بل د برده ګۍطوق لعنت به رالويږي؟  دا چې نن دغه په اصطلاح  ولسي  مقاومت  تحريکيږې نو تاسو ښاغلي ولې په کاناډا، واشنګټن او لندن او جرمنی کې ناست ياست او ددې وينو او بمباريو سيل کوی او  خپل ياسين پردې خلکو تېزوی ؟

هيله ده  چې زموږ  د سر  سړيان پر خبرو راسي !

مځکه هغه سوځي چې اور  پر  باندي بل وي !

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی