www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:18.08.2007

موسکا

خپلواکۍ مو مبارک سه!

 

نن جشن دی!
لوی جشن
دخپلواکۍ جشن!

نن زموږ پلرونو
نن زموږ باتورو
 نيکه ګانو
زموږ ميندو
اناګانو
نن زموږ دولس
د تيري پېړۍ
بېباکه نارينه
ښځي مردانه
د خپلواکۍسر ښندويان
زموږ د وطن
د آزادۍ  جنډه
دخپلواکۍ شناخته
په خپلو وينو
د انګرېزانو  نه
واخيستله
هغه ئې
په نړۍ کې و رپوله
او
موږ ته ئې را وسپارله .

هغه وخت به
زموږ خلکو
هغوی ته پرنګيان ويل،
هغوچې
د خپلو وينو په بيه ئې
دهغوی نه
آزادي واخيستله،
هغوی ته ئې انګرېزان ويل،

موږ آزاد شو!
موږ خپلواک شو!

يوه پېړۍ وروسته
په بهر کې
ددې وطن  بچیانو
داسې
پرېکړه وکړه
چې زموږ خپلواکي
زموږ  آزادي
بايد
په هماغه  انګرېزانو
په هماغه پرنګيانو
په هماغه شړل شوي
دښمنانو
وساتل شي !

ها ای
وطنوالو!
نن
موږ د خپل وطن
خپلواکي
نن
موږد خپل وطن
 آزادي
په انګرېزانو
ساتو!
موږ ئې
 په امريکايانو
 ساتو!

وطنوالو!
خپلواکي مو  مبارک شه !
وطنپالو!
آزادي  مو مبارک شه !!

 

 موسکا
د اسد اته ويشتمه ۱۳۸۶

د ملا ګلداد کوڅه ـ  کندهار

 

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<