www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:06.09.2007

 مرادزي لیکنه

د پردیو جاسوس هېڅوخت ملي اتل نشي جوړېدای !

   دې ورځو کې د کابل اریانا تلویزیون په لندن او امریکا کې د احمدشا مسعود د مړیني د شپږم کال په پلمه د یو څو لنډغرو او  ډاکوانو په ګدون چې د دموکراسۍ او روښان اندۍ ماسکونه هم لري د یوې غونډې د جوړېدو خبر خپروي چې په خبر کې په پوره بېشرمۍ او سپین سترګۍ مسعود، د ملی اتل او د شهیدانو د شهید په نوم یادوي !

   دا چې د اریانا تلویزیون ولې دا خبر دومره په مزه خپروي یو لامل کېدلای شي دا وي چې د نظار شورا ځېنو  ډاکوانو به دې  تلویزیون ته لاره کړې وي او موخه به یی دا وي چې د دې تلویزون د خیرنیتي او بې پریوالئ هڅې  په اوبو لاهو کړي!

    پوښتنه پیداکیږي، ریښتیا د یو څو لنډغرو او ډاکوانو په خوله، څوک چې د پردیو هېوادو پیژندل شوي جاسوس او د هېواد هره تړه، بانډه، کوڅه او دېره یې د جنایتو او خیانتو څرګندوی وي، ملي اتل کېدلای شي ؟  ځواب ښکاره دی هېڅکله نه !

راځۍ چې د دغه ګوډاګي اتل د اتلوالي کېسه له اصلي ځایه پیل کړو :

   نصراله بابر د پاکستان د کورنیو چارو پخوانئ وزیر او د مجاهدینو او طالبانو د ډلو  روزونکئ او سمبالونکئ، د وطن نومې مجلې سره په یوه مرکه کې داسې وایی :

دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کال کې انجنر حبیب الرحمان او بیا حکمتیار ، احمدشا مسعود او  روسته رباني او نور دلته راغلل ، هغوی ته موږ تریننګ شروع کړ...  نو د نهضت لومړنیو مجاهدینو ته له اکتوبر ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۷ پورې ما دوی ته تریننګ ورکولو، په هغه وخت کې د دوی قیادت دلته و، دوی به د کابل له کالج او یونیورسټي څخه هلکان راوستل او مونږ به تریننګ ورکولو او بیا به مو خپلو خپلو ولایتونو ته لیږل، ترڅو دوی هلته نورو ته درس ورکړي.  مونږ دلته دوی هریوه ته بېل بېل کارونه سپارل، رباني به شبنامې او داسې نور شیان لیکل او حکمتیار د ارتباط کارونه کول .

   لیکن د داود په وخت کي مونږ داسې وکړل چې غوښتل مو داود ته یو درس ورکړو.   مونږ احمدشا مسعود پنجشېر ته ولېږو.   مونږ په پنجشېر کې په مسعود باندې عملیات وکړل ( په ۱۹۷۵ کې ) ترڅو معلومه کړو چې دا کسان څومره تریننګ شوي دي.   هغه عملیات داود ته پوره تاوان اړولئ و .

...بیا په ۱۹۷۸ کال کې دوی ما ته راغلل او ویل یی چې پيسې هم نشته او بل شئ هم نشته، مونږ په ډېر بد حال یو ...  نو ما دا وکړل چې اول مې شاه ایران ته پيغام ولیږو چې مونږ دا خلک تریننګ کړی وو، ته له دوی سره مرسته وکړه ...  بیا ما دوی امریکا ته بوتلل .   زه خو له صوبه سرحد څخه وتلئ نه شوم، نو بیا زما یو دوست و په اسلام اباد کې، هغه هم کور جوړولو او ما هم، نو ما به دا مجاهدین د هغه کور ته ورلیږل ، خو په سفر کې به  مې خبره ورته کوله، ورته ویل به مې چې ګلکار درغئ، او چې به مې ورته ویل چې د بجلي والا ( برقي )  درغئ نو احمدشا مسعود به ورغئ.   د امریکا سفارت په مئ ۱۹۷۹ کې له دوی سره کمک شروع کړ .  ما ورته وویل  چې تاسو خپله اجندا او پروګرام جوړ کړۍ او ماته یی وویل چې ته هم خپل پروګرام دوی ته ورکړه .

.... د ۱۹۷۷ نه پس مسعود فرانسې ته ولاړ.   فرانسویانو پخپل لاس کې ونېو او سبقونه یی ورته پیل کړل.   هغې نه پس مسعود د فرانس پروټکټ ( تحت الحمایه ) شو.   بیا د فرانس پواسطه په افغانستان کې فعال شو.  فرانس له روسانو سره هم تفاهم درلود.  هغوی روسانو ته وویل چې تاسو مسعود مه وژنۍ، هغه به تاسو سره مفاهمت کوي ...  او مسعود د سالنګ لاره د روسانو پر مخ پرانېستې پریښي وه .

ب . ګروموف روسي جنرال د احمدشا مسعود سره د هغه وخت د روسي د اړیکو په اړه داسې وایی :

په ۱۹۸۲ کل کې موږ خپل لوی مقصد ته ورسېدو : له احمدشا سره مو داسې ټینګې اړیکې پيداکړې چې ان له افغانستان څخه د شوروی پوځونو د وتلو تر وخته په خپل حال پاتې شوې ........په ۱۹۸۲ کال کې د څلوېښتم لښکر د استازو او مشخصا د مسعود له خوا یو تړون لاسلیک شو چئ د هغې له مخې مسعود ژمنه کړې وه چې په جنوبي سالنګ کې به چې د ده د بې رقیبه بادارۍ سیمه وه ، پر شوروی پوځي کتارونو یرغل ته اجازه نه ورکوي . ب ګروموف د خپل کتاب ( سرې لښکرې په افغانستان کې ) په یوه برخه کې لیکي : احمدشا مجبور شو چې مصر ته ولاړ شي . له دوونیمو کالو زیات مسعود په منځني ختیځ کې واوسید او په غالب ګمان یی همدلته د پارتېزاني جګړې مهارتونه هم زده کړی وي .

    له یاد شویو دواړو سرچینو څخه بېلګې ښۍ چې احمدشا مسعود په هېواد کې دننه د هېواد د پرمختګ او د ټولنې د سوکالۍ لپاره کومه ملي او وطنې مبارزه نه ده کړې ، بلکې لکه څنکه چې سندونه ښۍ ، د نورو هېوادو له خوا او د دغو هېوادو د استراتېژیکي موخو او اندیښنو د پلي کولو لپاره کارېدلئ دئ . د بېلو بېلو جاسوسي کړیو سره د مسعود د اړیکو په اړه خو نن سبا په لسګونو مستندې لېکنې او کتابونه کښل شوي چې لوستونکي هغه په اسانه سره ترلاسه کولای شي .

   د ملي ګټو او ولسي ښيګڼو پرځای د نورو هېوادو د ګټو او د هغو د شومو پلانو د پلي کولو لپاره د مسعود هلې ځلې هغه وخت لاجوته او ښکاره شوې کله چې  اسلامي جمعیت او د نظار شورا د واک پر ګدۍ منګلې ښخې کړي . دوی تر هر څه دمخه ملي اردو تس نس کړه او ددې لوی ملي ضد ګام د نندارې لپاره یی جنرال حمید ګل او د پاکستان د هغه وخت نور واکمنان کابل ته میلمانه کړل . لږ روسته د پاکستان پخواني لومړي وزیر نواز شریف دا خبره د خپلو لویو خدمتو په لړ کې د پاکستان پارلمان ته واوروله . هغه پارلمان ته وویل ، ما ولې ګرموۍ، ما خو د کابل پیاوړې او غښتلې اردو له منځه وړې ، ما خو پاکستان د افغانانو له ګواښه د تل لپاره وژغوره !

او یا که د هغه وخت د نظارشورا د واک یو څو نورې بېلګې راواخلو :

   د کابل ښار وران شو او ۷۰ زره کابلیان شهېدان شول ! ملي موزیم او ملی ارشیف چور او به نورو هېوادو وپلورل شو . دولتي ـ ملی شتمنۍ او د خلکو شخصي شتمنۍ لوټ شوې ، درې ـ څلور ځلې د کابل شهزاده سرای تالان شو او د کونډو رنډو په همدغو پيسو اوس په کابل او د هېواد په ځېنو ښارو کې دنګ دنګ تعمیرونه او د سرو زرو مارکیټونه جوړ شول . د نظارشورا د هزاره ګانو ، ازبکو ، ګلبدین او د ببرک کارمل له بانډ سره په وارو وارو اتلاف وکړ او بیا یی دا اتلافونه مات کړل او په دغو جګړو کې یی د هېواد هرڅه د نیستۍ ګړنګ ته وروغورځول . خو ددې ټولو جګړو مشر سمبالونکئ  اولار اچونکئ خپله مسعود و . ایا دا ټولې ورانۍ او ویجاړۍ زموږ د ځېنو ګاونډيانولکه پاکستان ، ایران ، روسي او نورو غوښتنه نه وه ؟ ایا مسعود او د هغه د جرم شریکانو دا هر څه د  نورو د خوښۍ لپاره ونه کول؟

   اوس د هېواد او  افغان ملت په وړاندې د دومره جنایتونو او خیانتونو سره بیا هم مونږ هومره تېروځو چې د دغه ناورین د  لومړئ درجه مسول د نوم د یادولو په وخت کې د هغه سره د ملي اتل لقب هم ورمل کړو ؟ ایا دا د تاریخ سرچپه تفسیر نه دئ ؟ د افغانستان روستۍ لویی جرګئ هم د دغو وطن پلورو  دا شان وړاندیز په ډاګه رد کړ . مګر له بده مرغه ځېنې کسان اوس هم  په داسې کونجاړې شخوند وهي !

   زه د مسعود او د هغه له توکم سره کومه شخصي تربګنې نه لرم .په دې باور هم نه یم چې د ملي اتل نوم دې یوازې د کوم ټاکلي توکم سړي ته ورکړل شی . د ملي اتل د لقب سره باید لوبې ونه شي . دا چې افغانان ، وزیر محمداکبرخان ته د ملي اتل لقب ورکوي، لامل یی دادې چې هغه له هېواده  د پردیو ـ پرنګیانو په ایستلو کې مجاهده کړې ده او پرنګئ میکناټن يي په تومانچه سره له منځه وړئ دئ . مګر ویل کیږی چې ښاغلي رباني بیا همغه د وزیر محمد اکبرخان  تومانچه کوم پاکستاني جنرال ته چې د انګریز کوم ګوډاګې به وي د سوغات په توګه ورکړې ، چې زه د خبرې د سموالې او ناسموالي په اړه له دوستانو هېله کوم چې په موضوع رڼا واچوي .اوس شننه لوستونکو ته پریږدم څوک چې پرنګیان له هېواده باسي لکه وزیرمحمداکبرخان او یا څوک چې د انګریزانو او د هغه د ګوډاګیانو ـ پاکستانیانو په خدمت کې وي لکه مسعود او رباني دواړه دې یو شان ونمانځل شي ؟

   بله بېلګه غازي امان ا له خان د هېواد خپلواکي له انګریزانو څخه د خپل ملت په مټ وګټله ، مګر بچه سقاو د انګریزانو په لاس کابل کې پر تخت کېنول شو . بچه سقاو د خپل ۹ میاشتې واکمنۍ په وخت کې د امان اله خان د لسو کالو د واکمنۍ ټولې بریاوې یو په بل پسې له منځه یووړې او هېواد یی په کنډواله بدل کړ ، ایا دوی دواړه د ملت په وړاندې یو شان وبلل شي ؟ که یو غازي ، ملي اتل او د اسیا شمله وکڼل شي ، او دا بل بچه سفاو بیا غل ، داړه مار او د انګریزانو ګوډاګئ !

    ګورۍ تاریخ څنګه تکراریږي ، دوهم سقاو هم چې مسعود او رباني دئ د لومړي سقاو څخه هرڅه په میراث وړي او ټکې په ټکې سره یو شان دندې، مګر  په بېلو بېلو وختونو کې ترسره کوي .

   د مسعود پلویان او لارویان د هېواد او د افغان ملت سره په دښمنۍ کې نن سبا دومره وړاندې تللي چې حاضر دي  د پروان کارتې اوسېدونکئ مشهورغلام بچه رحیم جان ته هم د ملي اتل لقب ورکړي !

زه دوی ته وړاندیز کوم چې دوی ولې د محمدولي خان په ګام پل نه ږدي . محمدولي خان چې د غازي امان اله خان له خوا د افغانستان د ګرځنده او ځاګړي سفیر پتوګه اروپا او امریکا ته واستول شو ( د ۱۲۹۸ ش کال د وري ۲۱ ) له هغې روسته په ۱۳۰۱ ش کال کې د بهرنیو چارو وزیر او په ۱۳۰۲ ش کال کې د حربې وزیر او په ۱۳۰۶ ش کال کې اروپا ته د غازي امان اله خان د سفر په وخت کې د سلطنت د مقام وکیل او د انګریزانو په ضد د هېوادپالنې فعال غړئ و .

او یا د افغانستان د تاریخ د بل میړني میر مسجدي خان په لار پل نږدي !

   زه د پخوانیو طالبانو کړنو او اندیښنو ته په ټینګه سره ګوتنېوئ کوم ، مګر هغوی د خپلو ټولو بدیو سره سره یو نیم ښه کار هم کړې دئ : لومړئ داچې هغوی د هېواد لوی شیاد او د افغانستان د تاریخ ریښتنئ دښمن مسعود له منځه وړئ او بله دا چې هغوی د دوهم شاشجاع ببرک کارمل مړئ او خاورې یی د امو د سین د ماهیانو خوراک کړې دی .

   که افغانان او په تېره بیا پښتانه هر څونه لیوني شي ، کله چې د هېواد د ننګ او شتون پوښتنه رامنځ ته کېږي د ټولو ځواب یو دئ !

لا تر اوسه یی ماغزه په کرار نه دي                چا چې ما سره وهلئ سر په څنګ دئ

 _________________
اخځونه :

 د وطن پيغام انټرنټي پاڼې کې د نصرا له بابر له مرکې څخه

سرې لښکرې په افغانستان کې له کتاب څخه د ب . ګروموف لیکنه

 مشروطیت غورځنګ په افغانستان کې له کتاب څخه د پوهاند علامه حبیبي لیکنه

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی