www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:21.09.2007

 د   م . سرلوڅ مرادزي لیکنه

 

د پردیو په پوځي ټولګیو اتکا د اشتبا تکرار دئ !

   په دې ورځو کې ولسمشر کرزي د یوه کاناډايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي دي چې ( که بهرني ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، هېواد به له وینې بهېدونکي اړودوړ سره مخ شي . ) زما په اند د ولسمشر کرزي خبرې ، د افغانستان د تاریخ د شالید او د افغانانو له پېژندګلو سره کومه اړیکه نه لري!

   افغانانو د خپل هېواد په ساتنه کې تل په ځان ویسا درلوده او په دې برخه کې د افغانانو مېړانه د لمر په څېر څرګنده ده !

   پردیو پوځونو هېڅوخت زموږ هېواد زموږ لپاره نه دئ ساتلئ او دا به یو ځل بیا په تاریخ کې لویه تېروتنه وي چې افغانان پردیو پوځونو ته د خپل هېواد د ساتنې په هیله ، لاس تر زنې کښيني !

   البته ، موږ د خپل هېواد د ساتنې لپاره د نورو هېوادو پوځی مرستو او ملاتړ ته په تېره بیا په اوس وخت کې چې د پردیو او د ځینو ګاوندیو له بربنډ تېری سره مخ یو ، اړتیا لرو . خو د دې مرستو څرنګوالئ او ځانګړتیاوې باید د افغانانو له خوا تعریف او وړاندې شي .

   تر هر څه ړومبئ باید پوځي مرستې ، هغه هم د پوځي ټولګیو په چوکاټ کې زموږ د هېواد د ملي ګټو په چوپړ کې وي !

   د ولسمشر کرزي دا څرګندونې ، افغانانو ته د افغانستان د دوهم شاشجاع ببرک کارمل طرحې را په یادوي ، هغه د ۱۳۶۴ ل کال په منځ کې پخواني شوروي مشرتابه ته په خپلو مخامخ خبرو کې ویلي و : ( زه باور لرم که د شوروی اتحاد پوځي ټولګي اوس له افغانستان څخه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي ، شوروي مشرتابه به یو ځل بیا دې ته اړه شي چې بېرته یو میلیون سرتیري افغانستان ته واستوی ) ، او یا د هغه ( کارمل ) پرله پسې دا خبره چې که د شوروي د محدودو پوځي ټولګیو په وخت مرسته له افغانستان سره نه وای ، افغانستان به د نړۍ په نخشه کې نه وای . خو تاریخ سرچپه وښوده ، نن سبا شوروي د نړۍ پر مخ نشته او ببرک کارمل هم ، مګر افغانستان ژوندئ دئ او د نړۍ په نخشه کې شتون لري او تل به ژوندئ وي !

    خو په همدغه وخت کې د هېواد یو بل ریښتیني زوی د افغانستان پخواني جمهور ریس دوکتور نجیب الله  پخواني شوروي مشرتابه ته په یوه ناسته کې څرګنده کړې وه چې شوروي پوځي ټولګي باید له افغانستان څخه ووځي ، افغانان چمتو دي چې خپل هېواد پخپله وساتي .

   لکه ټولو ته څرګنده ده چې دوکتور نجیب ا لله د کابل ښار د اریانا په څلور لاري کې د افغانانو یوې لويی غونډې ته په خپله یوه تاریخي وینا ګې اعلان کړه چې افغانان د خپل افغاني ننګ پر مټ د خپل هېواد دفاع او ساتنه کوي، د هغه ستر شهید دا خبرې چې :

سر ورکوو ــ  سنګر نه ورکوو

یا وطن ــ  یا کفن

اوس هم د هېوادوالو په غوږو کې انګازې کوي !

   څلورــ  پنځه کاله له ۱۳۶۷ څخه تر ۱۳۷۱ کال پورې د هېواد زامنو په خپلواکه توګه ، هم د ملي اردو په چوکاټ او هم له اردو بهر ، ښه په نره د هېواد له ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ څخه ساتنه وکړه.

    د همدغه تروریسانو په وړاندې چې له بده مرغه اوس هم څه د هېواد په دننه کې او یا له هېواده بهر د هېواد امنیت او خپلواکۍ ته لوی ګواښ جوړوي ، ملي اردو د سرښندنې بېلګې له ځانه پريښي دي!

    په دې دوره کې د هېڅ بهرني پوځي د پښو ناولئ ګرد د افغانستان پر سپيڅلې خاوره کې نه و .

   که چېري نړیواله توطیه ، د هغه وخت د شمال د تلوالي سره په تفاهم کې نه وای رامنځ ته شوي ، او د هغه وخت د دولت په نوښت د ملګرو ملتو د سولې پروګرام نه وای شنډ شوي ، افغانستان به له روستیو غمیزو څخه ژغورل شوئ وای !

   اوس هم د ډیرئ افغانانو په اند ، د جګړې د دوام لوی لامل په هېواد کې د بې انډوله او بې پلانه پردیو پوځونو شتون دئ.

   پردي پوځویان د خپلو موخو او خپلو ګټو لپاره افغانستان ته راغلي او په افغانستان کې سوله ، امنیت او ثبات د هغوی د پوځي فعالیتونو لومړیتوب نه جوړوي !

   کولای شو په دې برخه کې ډېرې بېلګې وړاندې کړو : بهرنیان د افغاني اردو او پوليسو په تربیه او روزنه کې کارنده ونډه نه اخلي، ملي اردو په نویو او عصري وسلو نه سمبالوي او په دې توګه د خپل شتون د دوام لاره پرانیستې ساتي !

   له پخوانیو جګړه مارو قومندانانو او جګړه مارو تنظیمونو څخه د دولت په دننه او ټولنه کې ملاتړ کوي او په دې توګه په هېواد کې کړکېچ جاري ساتی چې په پایله کې خپل شتوالئ طبیعي وښۍ .

   د انتقالي عدالت په پلي کولو کې خنډونه اچوي ، د انجیوګانو او نورو لارو څخه د دولتي ادارو د فاسدولو لپاره زمینه برابروي . د نشه یی توکو په ترافیک کې لوی لاس لري ، د ملکي خلکو په وژلو سپکولو اوتوهینولو کې یی لاسونه ککړ دي !

   پر ځينو هېوادونو لکه پاکستان چې په افغانستان کې ښکاره او بربنډه لاسوهنه کوي ، ددې پر ځای چې فشار واچوي ، هغه سره پوځي هراړخیزي مرستې کوي ، دا او په لس ګونو نور داسې لاملونه شته چې دا ټول په ګډه سره په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره لاره اواروي . 

    او دا هرڅه ددې لپاره کیږي چې اوبه خړې کړي او کبان ونیسي ، مانا داچې د یو لوی او نا څرګند وخت او خپلو استراتیژیکې موخو لپاره دې هېواد کې شته وي !

   د هېواد مشرتابه باید په دې خبرې د پوهې واک ولري چې پردي پوځونه افغانستان ته سوله نشي راوړلئ . موږ باید له تاریخ څخه زده کړه ولرو .

   موږ باید خپله ملي اردو غښتلې او پیاوړې کړو او د بهرنیانو پوځونو ته لاس تر زنې کښیننو !

   د بهرنیانو په هیله چې ګوندې د وی به دا هېواد راته ساتي په حقیقت کې موږ له ځانه سره لوبې کوو!

   دولت باید وخت له لاسه ورنه کړي ، که څه هم د بن له کنفرانس څخه ښایسته ډېره موده تېره شوه او  په دومره وخت کې دولت د ملي اردو د پياوړي کېدو لپاره هر څه کولئ شول ، خو له بده مرغه ډېر لږ څه تر اوسه ترسره شوي دي .   

   راځۍ ځان ددې جوګه کړو چې ، خپل هېواد خپله وساتو او پردیو ځواکونو ته ووایو چې له خیره مو توبه ده خو شر مه رارسوۍ !

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی