www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:22.10.2007

 عبدالسلام اندړ

ومي غوښتل يوه ډېره پخوانۍحقيقي کيسه وليکم چې ددې کيسې په ځينو خبرو زه هم هغه وخت خبروم،خويوه ډېرنيږدې دوست مي داکيسه راته ترختمه پوري په زېراوزور داسي وکړه چې زه يې کټ مټ په هغه شکل له ليکلو څخه عاجزيم، داکيسه مي ډېرکلونه په زړه کې څرخېده. کوښښ مي کاووچې هېره يې کړم مګر نه هېرېده، په زړه کې يې ساتنه هم راته ګرانه وه،مجبورشوم چې دخپل زړه څخه يې ليري کړم .ګران اومحترم لوستونکي به هم ځيني خبرکړم نو به مي زړه ليږڅه سپک او ارام شي که څه هم کيسې دومره ډېري دي چې دزړه سپکوالی مې ناشونی دی.په درناوي سره ستاسومحترم حضورته وړاندي کيږي.

د حيوان احساس

- يوه رښتيني کيسه -

ماسپښين قضاوولاندي په مځکه ښه ګرمي وه خودغروپه سروخوراسوړخوشالونکی شمال لګېده داسي فکر نه کېده چې سوردوبی دی وي. لمرډېرغټ مالومېده ګردچاپېره يې سم دم دوينو رنګ نيولی وو. هلته وړاندي دلمرلوېدوخواته په دښتوکې موټرې رواني وې موټري نه مالومېدې خويوازي سرې دوړي ځني پورته کېدې،دموټروله دوړوسره به نوري دوړي هم ملګري شوې داسي مالومېدې لکه چې لويه تږي رمه يا ښه لوي تږی ګورم اوبوته په بېړه او تلواردرومي ددوړي دغرو ترڅوکو پوري رسېدې اوځان يې آن د لمر وړانګوته نيږدې کړی وو. په همدغه وخت کې دلوړغره د سرله پوستې څخه اول يوه شنه نرۍ پېچلي دوړه آسمان ته پورته شوه اوڅوشېبې ورسته دهغوجګوغرو په منځ کې چې يوبل يې په غېږکې سره نيولي وودراګېټ دغږ آزانګه دنورو دنګوغروپه سروپه ټولو پستوباندي په يوه شېبه کې ګردچاپېره چټکه راوګرز ېده اوداغږڅوڅوځله له يوه اوتربل غره پوري وزغلېد.داسي غږ وولکه په لويه ګنبده کې چې ښيښه ماته شي.ددغه وحشت زېږونکي غږ له کبله دټولو پوستو ساتونکي له خپلومرچلو راووتل اوپه هغې شنې دوړي پسي يې په ځيرځيروکتل، دوړه خو هسي هم آسمان ته نيږدې وه ترهغوپوري يې پسي کتل ترڅو دآسمان په غېږکې ولوېده.

بياڅوشېبې ورسته دسپکوماشينګړو داسي ټکهار شو تابه ويل چې څوک نينې کوي دغو ټکانو فقط پنځه دقيقې دوام وکړ بيانوچوپه چوپتياشوه. دمخابرو زوږشو بندي بندي خبري يې کولې په ډېر مشکل سړی پوهېدای شوای چې ويل يې:قمر جواب نميدهد قمردهغې پوستې نوم وو چې هغه شنه پېچلي دوړه ځني پورته شوي وه.

په دغه پوسته کې دوزارت دشعبواداري شپږ نفره افسران وو دوه نفره يې لاندي چنې ته دکښته کېدو په حال کې ووچې اوبه اوقروانه چې له قرارګاه څخه يې ورته راوړي وه اودغره په لمن کې به يې دمعمول سره سم ښوده اوبيابه له پوستې څخه يودوه نفره ور کښته کېدل اود غره له لمني څخه به يې ديوه خره په واسطه دغره د سر پوستې ته خېږوله قرارګاه هم دڅولوړوغرو شاته ښه ليري په يوه لويه کلاکې پرته وه.څلورو نورو افسرانو خپل کالاشينکوفونه اوماشينګړي دپخوا په شان په پو سته کې پرې ايښې وې  ښه تور چای يې دم کړی وو له پوستې څخه ښه وړاندي په يوه هواره ډبره يې کمپله ويړه کړي وه په بېغمه زړه ورباندي ناست ووله چای څخه يې پيالې ډکې کړي وې لوی تورچای چوش يې په منځ کې ايښی وواوټېکه يې شروع کوله. چې دهمهغې دوړي ټکه ورباندي را نازله شوه.دغې ټکي پوسته ورانه کړه اودنينو ټکهاري دچايودتورچايجوش نس غلبېل غلبېل کړ اودټېکې لوبه له پيله مخکې نيمخوا شوه، قروانه اودچينې يخي اوبه پوستې ته راپورته نه شوې.

خردقروانې خواته په ساعتونومنتظر ولاړوو چې هغه مهربانه سمونياربه راځي اوقروانه به پوستې ته پورته کوي، دلمروړانګوهم دغرو شاته له وېري سنګرونيوښه يې ځانونه پټ کړل، شپې هم توروېرونکي وزرونه دتوروغروپه سروراوغوړول دپېريانواوديوانوڅخه ډک زړه لړ زو نکي دالانونه يې جوړکړل، دستوروسترګي هم همهغې شنې لوخړي ورړندې کړي وې. دخره انتظار بريالی نه شو،مايوسه، وږی تږی دقروانې سره نېږدې يې درنه ډه ډه ولګوله او پرېوت.

داخر وړکوټی له خپلي مورڅخه دلته پاتي شوی وو. دچينې شاوخواښه شنه وه په نس ښه موړ وو. دپوستې ساتونکوبه دا وړوکی ګلالی کوټی ډېر نازاوو، دشپې به يې له ځان سره پوستې ته پورته کاوو،پوستې ته پورته کېدل هم اسانه کارنه وو.غرډېر جګ اوله دې خوا مستقيم پور ته شوی وو اوسخته لاره يې دکمرواوډبرولاندي اوباندي تېره شوي وه  تر پوستې پوري به ښه ستړي شول.مګردغره هغه بله خوابيابرعکس بېخي وړاندي غزېدلي وه ښه پراخه اوږ ده لمن يې درلوده دغره سرته ختل هم اسانه وو خوـ ـ ـ.

دغره په سر پوسته کې دکوټي له پاره دژمي دبېدې غمه خوړله شوي وه،د يخني په وخت کې  دشپې د تېرېدلو له پاره يې هم ځای ورته جوړکړی وو .نوکوټي ځان هيڅکله هم بې موره اوبې څښتنه نه احساساوو. کله چې به دپوستې پرسونل تبديلېدل نو دکوټي دښې ساتني، روز ني او پاملرني سپارښتنه به يې هم دپوستې نويونفروته ورکوله اوښه تأ کيدبه يې پرې کاووچې دکوټی ساتلوته زياته پاملرنه وکړي.دغه تبديلېدل څوځله شوي وه. له کوټی څخه اوس نولوی، بااحساسه ،ارام اوباتربيه خرجوړشوی وو ځکه، له تعليما فته،مهربانو اوزړسواندو انسانانو سره لوی اوتربيه شوی وو. نودپوستې قروانه اود اوبوژی به يې دغره سرته پخپله پورته کول خومنتهاچا بايد ورباندي بارکړي وای نورنو ده دچا مرستې ته ترپوستې پوري اړه نه درلوده. دنوروپوستوافسرانوچې به ددې خره صفت واورېده نوويل به يي( کاشکي موږ په هغه پوسته کې وای).

په دې آخېروڅومياشتوکې چې دوزارت دشعبواداري افسران راغلي وو  يوه ځوان سمونيار چې لوړه دنګه ښا يسته ځواني يې درلوده اوډېرتعليم يې هم کړی وو دخره له پالني سره يې علاقه ونيوله په سمونيارخرخورا ګران وواودخپل وړکتوب په ياد به يې مينه ورسره کوله، ښه يې ساتل، مينځل يي،نازيي ورکاوو اودسېلوپاته شوي وچه ډوډۍ به يې هم ور کوله. دسمونياردځان وظيفه ګرزولي وه چې دخره پالنه به کوي .خوکله چې به قروانه راغله نو هغه به يې پرخره بارکړه اوهی به يې کړ نوبه خره حرکت وکړ اومخامخ به يې ځان دغره سرپوستې ته ورساوو. هلته به چا بارځني کښته کړ،ليږ څه نفس به يې تازه کړاوبېرته به يې دغره لمني ته په بېړه ځان رساوو، سمونياربه ژی دچينې له يخواوبوورته ډک کړی وو خر چې به را ورسېده نوڅو دقېقې به يې پرېښود چې په ريشقه کې وڅري او استراحت هم وکړي، بيا به يې داوبو ژی ورباندي بارکړ اويوځای به پوستې ته سره ختلو .شپه به يې هلته تېره کړه سبابه وختي لاملا أذان خره دمځکې  په لورحرکت وکړاوريشقې ته به يې ځان ورساوو،خپل نس به يې ښه موړ کړ،دچينې سړې اوبه به يې وچښلې،په پوټو(خاورو)کې به ښه ورغړېده اوځان به يې په خاورو داسي سپېره کړ چې دپېژ ندګلو ي به نه وو ،دليري څخه به دخاورودغونډ ۍ په شان ښکارېده،دی ډاډه ووچې ګران اومهربانه سمو نيار به له غرمې وروسته راځي اومينځي به يې قروانه به وړي اوبه به خېږوي.لکه څنګه چې مو وويل چې خره ډېرانتظارويوست ولي دقرواني دبارولوله پاره چې سمونيار را نه غی نودقروانې څنګ ته پرېوتلی وو.

  شپه خو په دغوپيرياني دهليزواودالانوکې هسي هم وحشتناکه وه داچې دمازدېګر وحشت اوهيبت يې له ځان سره اخيستی وو نووېره يې دوه چنده زياته کړي وه، داسي مالومېده تا به ويل هغه دمازديګرټکه اورونکي بلاوي له هري خواڅخه رارواني دي، دالاڅه کوې وېره خو دغره په سراو ډه ډه کې دداسي ډېوو بلېدلوهم زياته کړي وه لکه چاچې دبرات په شپه ربړته اور اچولی وي اوڅاڅکی څاڅکی اورځني څڅېږي، داڅڅېدو نکی ډېوې به آهسته آهسته دغره له ډه ډي څخه دغره سرته اودغره له سرڅخه به بېرته دغره ډه ډي ته تلې اوراتلې.

په دې وېرونکي،وحشتناکه،له بلاوواوپيريانوډکه ګونګه شپه کې ديو قدم په اخستلو سره دزمروزړونه له کوګله وتل، خودووساتونکو،ساتنمن اودوړې رتبې لرونکی افسر ددغې ګونګې شپې سينه ورڅيري کړه، دبلومعمايي ډېوو ننداره يې وکړه، دتجهيزاتو شرنګ يې له وحشته ډکه چوپتيا په دغه له بلاوو ډک دالان کې ماته کړه اودمخابرې بندوبندو خبرويې نه تنهاپوستې ته بلکه دالوي غره ته نوي ساه ورکړه.کله چې دزمرو پلرونه دغره سرته ورسېدل نو ستوري هم بيناشول اوپه سترګکونويې شرع وکړه،په غره کې زوږ پيداشو،شوپرکانوالوتل شروع کړل،چورچرکانودپخواپه شان سندري پيل کړې اوخره هم ښه اوږده اينګاره وکړه بله اينګاره يې په نمايي کې قطعه کړه اونوريې سوڼل شروع کړل سوڼايې دغره په سراورېدله کېده،دخره لدې سوڼاداسي مالومېده لکه چې خرهم دپوستې په لورراروان شوی وي.

شپې ځان ورو ورو دورځي غېږي ته اچاوو، د لمروړانګوهم سرونه دمرچل له هغه بل لوري څخه راپورته کړل رڼاشوه. که ګوري چې خردغره په ډه ډه کې ليږ له پوستې څخه لاندي ګرد ګرزي.

 څوک دغره له لمني څخه اوڅوک هم دغره له سره دخره طرف ته ورغلل که ګوري چي ښايسته دنريوتوروبريتو ځوان سمونيارپه وينوکې ښه لمبېدلی وو،دده وينوپه غره کې هم ښه واټن وهلی وو،نوخره په ټولوبهېدلووينواودځوان شهيدسمونيارپه جسدګرد چاپېره تاوېده.

کوم وخت چې خلک ورورسېدل نوخر ودرېده اودسمونيار مخ يې ښکلاوو اوله سترګويې داسي اوښکي څڅېدې لکه له سورۍ بدنۍ څخه چې اوبه ځي.خلکودسمونيارجنازه دخره  په شاله غره څخه را کښته کړه لاندي د چينې په غاړه يې جسد کېښود.خلکو غوښتل چې خر بياد غره سرته وخېږي اونورـ ـ ـ .

مګرخره نه غوښتل چې دسمونيار له جسده ليري شي چا ليږ څه کش کړخره ورته بدخويي وکړه دخره دااولنۍ اوآخېرنۍ بدخويي وه، بېرته راوګزېده اودمهربان سمونيار په مخ او ټول ځان يې شونډي ښې موکمي(محکمي) ومښلې غټی غټي اوښکې تويي کړې،دغه حالت دحاضرينو ګرېوانونه هم په اوښکو کې غرق کړل.

خره څو شېې مينه دشهيدپرجسدماته کړه، غم يې دزغملو نه وو،نوګرد چاپېره يې وکتل داسي فکر کېد لکه چې له ټول ماحوله (له غره،له پوستې،له چينې،له انسانانو،له مځکې اوآسمانه) خدای پاماني اخلي. څو شېبې وروسته يې په کرارګونډه ولګوله او دسمونيار پښوته يې سرکېښود اودراز وغزېدڅو شېبې لا نه وې تېري شوي چا په لغته وواهه چې جګ شي مګرخره غوږونه ونه ښورول.سترګي يې رڼې وې دړې يې سپيني نيولې وې  لکه چې سمونيارته دشهادت  مبارکي په خندا وايي، مګرخره خپل نفس دسمونيار له نفسه جار کړی وو.

ټوله کيسه مي دهغه له وچي خولې،چاودلوشونډو،درېدلي ساه،لوېدلي غږاو واخ واخ کې ځيني واو رېدله،ماکوښښ کاووچې دی استراحت وکړي اوچوپ شي،څوځله مي ورته وويل چې ته جوړ شې بيابه کيسې سره کوو،ده زماخبره نه اورېده زما ټينګاربې نتېجې وو.ده په پټو سترګوخپله کيسه کوله ټوله شپه يې دخپلو زخمونودردپه دغه کيسه کې زغمل اونغښتل.

نرسه راغله اوماته يې وويل:(ميبخشيدمازخمي رابه عملياتخانه ميبريم شمابيرون تشريف ببريد). ماپه لوېدلي غږ ورسره خداي پاماني وکړه اوورته دلاساينه مي ورکړه انشآالله ته جوړېږې ستازخمونه دومر خطرناک نه دي. زه چې راووتم ګنکس وم نه پوهيدم چيري يم .

 

 

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی