www.payamewatan.com
     
 

 

«د ثور اتمه» - چپ شه چاته مه وایه!

 

       د۱۳۵۷ لمریز کال دثور پّه اوومه نیټه چې د هیواد پر ملي ګټو کوم طبقاتی او ایدیولوژیکي توپان راغې دهیواد دطبیعی پرمختګ ‌‌ډیری شونتیاوې یې پخپل تنور کې ایرې کړی.

     سیمه ایزو غلیمانو چې دا حال پر افغانانو، دچا خبره، له خدایه پر  آسمان غوښته په ځمکه په لاس ورغله، دنوی واکمنۍ مخالفینوته یې ځان دمور نه هم دمهربانی داعیې په څیره کې ورڅرګند کړ او هغوی یې نه یوازې وهڅول چې دبدلونونو مخنیوې وکړي بلکه هغوې ته یې دا لار ښوونه هم کوله چې هغه څه چې دڅو نسلونو د زیار  او زحمت په پایله کې آباد شوي وه د خپل «مقدس جنګ» په اور کې وسوځوي او ځانته پرې جنت وګټي.

      څو کلنو خپلمنځي او بهرني یرغل پر  وړاندی جنګ جګړو پر بهرني عامل  ډډه لګول او همدارنګه پوځی او سیاسی تړاو دومره زېات کړ چې په کورنیو چارو کې کورنی عامل چورلټ خپل اغیز  د لاسه ورکړ،  داسی چې نور نو پخپل کور کې میلمه ښکاریده .   افغانستان دبهرنیو متضادو ګټو دمخامختیا،  د وسلو او دسیسو د ازمایلو ډګر شو  او یو سور تنور ته ورته وو  چې  د افغانانو هر څه یې سوزول خو غلیمانو پکې دخپلې خوښې ډوډۍ پخولې.   وږ سترګي غلیمان په لږ څه نه راضی کیدل نو ځکه جګړی په پر له پسی توګه دوام او قوام مونده او ددوام دیوه لامل پای ددوام دبل لامل پیل وه.

      دافغانانو سیاسی – دولتی اومخالف مشرتابه دبې کفایتۍ او دبهرنیانو دجوتو او بربنډو  لاسوهنو په پایله کې حالات داسې له خطره ډک لوري ته روان شول چې نور نو دهیواد دشتوالي اونشتوالي پوښتنه منځته راغلې وه.

      د وخت پوښتنه دا وه چې یا سوله او جوړ جاړۍ اویا دبې ګټې ورور وژنې جګړې دوام، چې هیواد یې دنابودۍ دبام تر څوکې رسولی وه.  پر هغه مهال دخلک دموکراتیک ګوند بې سیاله واکمنې چلوله خو د دی سره سره پورتنۍ پوښتنې ته دځواب د پیداکولو په لار کې تر خپلو مخالفینو ړومبی شو.  نوموړي ګوند پخپل شپاړسم پلنوم کې ملي روغه جوړه دیوه سیاسي مفهوم په توګه رامخته کړه  خو په هغه مهال دملي  روغې جوړې دسیاسي مفهوم څخه پوهه او درک په ډیره ټیټه کچه کې ؤ  او په ځانګړي  توګه موخه ترې دشته نظام ساتنه او لا ټینګښت ؤ . خو د ډاکټر نجیب الله دواکمنۍ ملي روغې جوړې پالیسۍ په ژوره توګه دیادی شوې پورتنۍ ملي روغې جوړې سره توپیر  درلود.   پدې روغه جوړه کې دشته نظام ساتنه اوټینګښت په پام کې نه ؤ  بلکه  بر عکس موخه یې دشته نظام بدلول او یایې په یوبل معقول او دمنلو وړ متبادل اړول  وو.   دهمدې پالیسۍ دخپلولو په پای کې وه چې دهیواد څخه دروسي پوځ دوتلو او دملګرو ملتونو افغانستان ته دسولې لمړنی پنځه فقره ایز پروګرام دجوړید و عملی شونتیاوې برابرې شوې.

      وطن ګوند اوملي  رهبر شهید نجیب الله ملي روغې جوړې سیاست ته په ریښتنولۍ سره دبهرني یرغل پر ضد دملي پاڅون پخلې او درناوې وکړ او دهیواد څخه دتیري کوونکو دوتلو ورځ یې دملي ژغورنې ورځ په نامه ونوموله .   د هیواد څخه دروسي پوځ د وتلو سره جوخت افغانی سیاسی رهبران دیوبل ستر وطنی ازمایښت سره مخامخ شول.   داحقیقت تاریخ په اثبات ورساوه چې دروسانو په نشتوالي کې دواکمنۍ د لاسته راوړلو دپاره پداسې حال کې چې دې موخې ته درسیدلو ټولې سیاسی لارې چارې پرانستې وې هغه لوری او هغه چا چې دجنګ دلارې د واکمنۍ دلاسته راوړلو دپاره ټینګارکاوه او دخلکو غوښتنو ته یې دسولې په خاطر غوږ  ونه نیوه هغه لوری اوهغه څوک دپردیو په لومو کې ګیر وه چې خپل واک اواختیار یې نه درلوده او پردیو په اشاره دخپلو ورونو سره جنګیدل،   پداسې حال چې ډاکټر نجیب الله دستونزې دیوې لوری په توګه دواکمنۍ نه ډډه کولو ته تیار وه او په راتلونکې کې یې واکمنۍ ته درسیدلو په خاطر په سیاسی لارو چارو ټنګار کاوه، پداسې حال کې واکمنۍ ته درسیدو پخاطر په جنګ ټینګار کول هیڅ ډول اخلاقی- سیاسی-اسلامی او افغانی توجیه نه درلوده. خو ددې ټولو سره سره یو بل څرګند حقیقت دادی چې جګړه مارانو دډاکټر نجیب الله څخه واکمنی دجګړی په ډګر کې نده ګټلې.  دروسانو په نشتوالی کې درې کاله دهیواد دګوټ ګوټ څخه دعربی اوعجمی یرغلګرانو په وړاندې دهیواد څخه خپلواکه ساتنه که له یوی خوا دهر افغان اودهیواد دهغه مهال وطنپال وسله وال پوځ دسر لوړۍ او ویاړ لامل ده خو دبلی خوا  دډاکټر نجیب الله دپوره تدبیر او غښتلې سیاسی او پوځي رهبرۍ روښانه بیلګه ګڼلی شو.  حقیقت دادی چې دنجیب الله د واکمنۍ او افغانستان ته دملګرو ملتونو دسولې دپروګرام دناکامیدو لاملونه نور او بل ځای کې وه چې وروسته به ورته همدغلته یو ځغلنده نظر واچوو، خو اوس داچې نجیب الله دجګړه مارانو په وړاندی ماته نده خوړلې :

۱ –  همدا چې مخالفو بنسټپالو اومنځپالو دسیاف او خالص نه پرته، چې دګلبدین په وینا یا خبر نه ؤ اویا دنده ورکړل شوې وه، نورو ټولو په هیواد کې دډاکټر نجیب الله څخه دواکمنۍ داخستلو دبیطرفې شورا میکانیزم منلی ؤ.   دا پداسې حال کې چې جګړه مارانو د واکمۍ د اخستلو دپاره خپل ټول زور  وهلی ؤ خو په پای کې پدی پوه شوي ؤ چې جګړه د حل یوازینۍ لار نده او په پای کې په هغه پلان راضي شول چې تردی پخوا یې ورته «دبنین سیوان شیطانی پلان» ویلې.   مخالفینو د همدې پلان او د واکمنۍ دلیږدولو دمیکانیزم په منلو په حقیقت کې ددولت واقعیت په پوځي ډګر کې منلې ؤ لکه څرنګه چې دولت دخپلې واقعبینۍ په رڼا کې دمخالفینو واقعیت لا ړومبی منلې ؤ.

۲ –  د ډاکټر نجیب الله د واکمنۍ پر مهال د ترانسپورتی چارو وزیر خدای بښلی جنرال خلیل الله له خولې وینا ده چې دی دمجاهدینو دواکمنۍ په لومړنیو شپو ورځو کې دکوم چا په غوښتنه دمجددی لیدلو ته تللی ؤ.   د ده په وینا، چې هلته ډیر کسان ناست ؤ  چې دهغو په ډله کې جنرال نورا لحق علومی هم ؤ، وایي مجددی دمجاهدینو دفتح مبین په اړه دغږیدو په ترځ کې وویل چې «مونږ پدې وروستیو کې مایوسه شوي وو، جهاد نوره نتیجه نه ورکوله او ما څو وارې ورونو ته وویل چې راځئ یا دنجیب سره خبرو ته کښینو او یا چیرته  ولاړ شو ځکه جهاد نوره ګټه نلري خو نا څاپه خدای مهربانه شو نجیب چپه شو او قدرت مجاهدینو ته لاس ته ورغی........».  خلیل الله زیاتوي چې ما ورته وویل چې مجددی صاحب خدای نا څاپه مهربانه نشو یو څو جنرالان خاین شول او قدرت ېی تاسو ته دروسپاره...

زه دخدای په ناڅاپی مهربانۍ کوم شک نلرم اونه د مجددی دخبرو پدی برخه  تبصره کوم خو دمجددي صاحب د مایوسۍ په لاملونو هم تبصره نکوم،  ګران لوستونکی دې خپله پری فکر وکړي.

۳ –  دربانی ددولت دنړیوالو چارو ریس محمد ابراهیم ورسجی د خپل «جهاد- افغانستان- وجنګ سرد» نومی کتاب په ۴۴۳ مخ کې په همدی برخه کې داسې لیکي، « تاجاېیکه به کار برد سلاح  –  تیر وتفنګ درافغانستان ارتباط پیدا میکند مجاهدین افغان درین مرحله هم در براندازی نظام باتیر وتفنګ ناکام شده بودند زیرا نتوانسته بودند رژیم کمونستی را به زور از اریکه قدرت پایین بکشند این نه زور مجاهدین بلکه فشار ناشی از فروپاشی شوروی – تضادهای درونگروهی حزب وطن ومخالفت قوتهای دوستم با نظام ومساعدت انها با مجاهدین بود که رژیم دکتور نجیب ا لله را از پا درآورد....»،  نه غواړم تبصره وکړم خو یوازی دومره وایم، هغه څوک چې دنجیب الله رژیم ته کمونستی رژیم وایي ددی سیاسی مقولی د پر ځای په کارولو هیڅ نه پوهیږي. 

     حقیقت دادی چې دغلیمانو ډاکټر نجیب الله پر افغانانو دیوه ملی لارښود په توګه چې ېی غوښتل په افغانستان کې دافغانانو دیو موټی کیدو په مټ یو ملي اقتدار منځته راوړی ونه لوریده او دبل پلوه چې دغلیمانو موخې لا ترلاسه شوې نه وی نو ددوی دغوښتنو سره سم جګړی باید دوام موندلی وای.   نو هغه وه چې خپلو کې سره جرګه شول او پدی پریکړی سره سلا شول چې پری نږدی افغانستان کې دسولی پروګرام عملی شي او ډاکټر نجیب الله ددی پلان دپلی کولو اتل واوسی.   غلیمانو باید دافغانانو نه هم سوله او هم دسولی اتل اخستی وای چې همداسی یې وکړل.  پداسې حال کې چې نجیب الله دملګرو ملتو دسرمنشی ځانګړی استازي سره د واکمنی دلیږدولو دمیکانزم دجوړولو په سر په خبرو اترو بوخت وه روسانو ربانی او څو نور دروغجن رهبران مسکو ته وروبلل او دهغوې سره یې په افغانستان کې دملګرو ملتونو دپلان مخا لف چې موخه ېی یوی بی پرې شوراته د واکمنی لیږدول وه دمجاهدینو ددولت د جوړیدو خبره وکړه .  وګورۍ چې روسانو  نه غوښتل په افغانستان په سوله ایېزه توګه یوی بیطرفې شورا ته واکمنی ولیږدول شي چې بیا وروسته دپلان سره سم دنوي جوړ شوی اساسی قانون په رڼا کې دخلکو لخوا ولسمشر وټاکل شي او په پای کې سوله او ټیکاو هیواد ته راستون شي برعکس پرځای یې دمجاهدینو د دولت د جوړیدو خبره کوي.   دمجاهدینو رهبرانو چې هیڅکله عزت او قدرت دخدایه نه غوښته اودی هیلې ته درسیدو پخاطر یې تل دهر ګبر او ترسا په درګاه کې لمنې غوړولی وې نویې داسلامی او افغانی احساس نه پرته له روسانو وغوښتل چې واکمنۍ ته ددوی د رسیدو په خاطر څومره  چې شونی وي چټکه لاس نیونه وکړي.  روسانو هم دخپلو ګټو په پام کې نیولو سره ددوی لاس نیونه وکړه او دقدرت دلعنت توک یې ددوی پغاړه کې ورواچاوه.

دروسې دوخت ولسمشر مرستیال الکساندر روتسکوی دمجاهدینو دځینو رهبرانو څخه دربانی په مشرۍ جوړ شوی پلاوي ته دپیژندګلوی په لیدنه کتنه کې په بربنډه توګه داسې وایی « بعد ازتا سیس حکومت اسلامی ما برچیدن ماین ها را آغاز میکنیم.»

روتسکوی دپلاوی سره په بله لیدنه کې لا نور هم مخکې ځي او مجاهدینو ته دواکمنۍ دلیږدولو په څرنګوالي اومیکانیزم هم خبرې کوي.   هغه وایي « طوریکه من وعده داده ام طی یک ماه آینده ملاقاتهای با ایران ٬ پاکستان وسعودی انجام خواهیم داد که چگونه قدرت را به حکومت انتقالی اسلامی انتقال بدهیم ...»

(ف. فاضل، ف. وثیق مجاهدین درمسکو مذاکرات باروسها 156 مخ)

دربانی چې همدا پاکستان ته پښې ورسیدې یوه خبری کنفرانس ته یې وویل چې «ما نور دبنین سیوان دکابل ٬ تهران او اسلام آباد تر منځ دتګ اوراتګ مشکل حل کړو رو سان حاضر دي قدرت مجاهدینو ته وسپاري ».

هوکې ګرانه لوستونکیه دډاکټر نجیب الله او د هغه دسولې د پراخو هلوځلو برخلیک دلته وټاکل شو .   د روسانو٬ ایرانیانو٬ سعودیانو او پاکستانیانو ترمنځ خو دمجاهدینو دځینو برخو او په دولت کې دپلورل شوو کسانو پرمټ.

دنظار شورا دمسعود په رهبري دا د روسانو نظامی مفرزه ٬ د وحدت اسلامی ګوند دمزاری په رهبري داد ایرانیانو استخباراتی پروژه او په وطن ګوند کې دڅو دګوتو په شمار دک. جی. بي نوکرانو دیوه شیطانی اوملي ضد مثلث په جوړولو دا هیواد دثور د اتمې په دوزخ کې ور ټیل واهه چې دغه دی تر اوسه یې لوګي دهیواد آسمان ځوروي.

   «دثور اتمه» دمجاهدینو دبریالیتوب ورځ نه بلکه په ټوله مانا دهغوی٬ دافغانستان دخلکو ٬ دسولې او دغوړیدلی هیواد دناکامیدو ورځ ده.  پدې ورځ دافغانانو سولې ته درسیدو بیړۍ چې نږدې وه خپل ساحل ته ورسیږي دیوه منحوس ایتلاف په لاسو ډوبه کړل شوه .  پدې ناولې ورځ هغه څه پیل شول چې شهید نجیب الله یې په وار وار وړاند وینه کړی وه اودهغې څخه دراولاړو شویو ستونزو او ناخوالو خبرداری یې ورکړی وه او دا سیاسی تشه وه چې په پای کې یې کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوه اوپدې توګه دثور اتمه دیوه نوی ناورین پیل وګرځیده.
 

دثور اتمه او دهغې پایلې .

په بڼه کې خو داسې وښودل شوه چې دثور په اتمه نیټه ګواکې دولتی واکمنۍ مجاهدینو ته ولیږدول شوه خو په حقیقت کې واکمنی تر دې ړومبی دشیطانی مثلث پلاس کې پریوتلی وه.  هغوی پداسې حال چې په خپل منځ کې یو بل ته غله وه خو دغه ګړۍ نوروته هم دواکمنۍ دلیږدولو لیوال نه وه.  نورو چې دتالان شوې  واکمنۍ څخه بې برخې پاتې شوي ؤ  دلاسته راوړلو دپاره یې جګړه پیل کړه او یوځل بیا داحقیقت څر ګند شو چې دنجیب الله واکمنۍ دجنګ لامل نه  بلکه  په پرتلیزه توګه دټیکاو او دثور داتمې اودی ته دورته ناتارونو اوتالانونو دمخنیوی لامل هم وه .

-  ددې ورځی په برکت هیواد دواکمنۍ په لسګونو مرکزونو وویشل شو او د دې لسګونو چې لا دسلګونو سیمه ایزو واکدارانو اوباجګیرانو په سیمه کې دهیچا مال٬ ناموس او پت خوندي نه وه .

-  دمجاهدینو ترمنځ دواکمنی په سر دخپلمنځي ګڼو جګړو له کبله په سلو کې تر اتیاوو زیات دکابل تاریخی، فرهنګی اوسیاسی ښار  وران او په بشپړه توګه چور شو او په واقعیت کې یو تمدن ته اور  واچول شو و .

-  دهیواد څخه دروښانفکرانو ډله ېېزه تیښته پیل شوه اوهیواد په بشپړه توګه دټوپک مارانو په بې سیاله ولکه کې کښیووت.

-  هیواد دبنسټ پالنې په یوه کرونده واوښت چې طا لبان او القاعده یې حاصل وه.

-  دتزویر اوتسبو خاوندانو د خپلو ناروا واکمنۍ دساتلو او یا دهغې دلاسته راوړلو دپاره د ورونو ملیتونو تر منځ دبدګومانۍ او دښمنۍ تخم وشینده اوپدې توګه یې دهیواد ملي یووالي ته سخت زیان ورساوه چې بیا رغونی ته یې ډیر کار او وخت ته اړتیا لیدل کیږي .

-  ملي شتمنۍ ٬ موزیمونه٬ کتابتونونه٬ ملي لاګری او داسې نور یا چور او یا وسوزول شول.

-  ملي بسونه او د یوه سمبال شوی وسله وال پوځ ټوله درنده او سپکه  وسله چور شوه بیا پاکستان ته یووړل شوه اوهلته دکباړ په بیه وپلورل شوه .

-      -  دتمدن او انسانیت غلیمانو په خپلمنځی جګړو کې دښځو څخه تیان پریکړل ٬ دخلکو په سرونو کې یې میخونه ټکوهل او دخښتو په داشونوکې یې ژوندي  وسوزول، ښځی یې په صلیب وکښلې او نارینه یې دقصابانو له چنګکونو را وځړول .  دخلکو په پت اوناموس تیری د اسلام دپتنګانو ورځینۍ عادی مشغولا وه .

-      - « رقص مرده » یوه روزنیزه لوبه وه چې یې دسرته رسیدو دپاره دبې ګناه انسانانو سرونه پریکیدل.  جنایت نو نور تور وی او که سپین؟   خو دا د جنایاتو یو نیمګړی لست دی « ندی دویلو هغه څه چې ما لیدلی دی».   ښه اوس چې دثور اتمه کر غیړنه ورځ دیوې ملی ورځې په نامه په خلکو تپل کیږي او لمانځل کیږي د دې ورځې قربانیان ، ملی چور شوې شتمنۍ، دکابل کنډ واله شوی ښار او تر پنځوسو زرو زیات شهیدان چاته ګریوان څیرې کړي .  غوره خو دا وه چې پدې ورځ ملي ویر او ماتم نیول شوی وای، لمانځل او جشن نیول یې خو لا پر ځای پریږدۍ.   د هیواد اساسی قانون چې پکې دا ورځ دملي ورځې په توګه ځای پرځای شویده خجالت باسي . جشن خو ویاړ وي د ثور اتمه څه ویاړ لري؟؟؟ !!!

       مسعود، مزاری، دوستم، بریالی، مزدک، کاوبانی او وکیل او د دوی پورې تړلی څو پوځیان د ثور د اتمې کرغیړنې ورځ عاملین او د هغې نه د را ولاړو شوو جنایتونو تاریخی پړه پغاړه لري.  که چیرې دا ورځ کوم ویاړ لري نو بیا پریږدۍ چې نوموړی کسان او دهغوی پلویان یې ولمانځی ، یو دخلکو له لوری ټاکل شوی ولسمشر او د هغه حکومت ته نه ښایې دیوې خونړۍ او د بهرنیانو پلاس جوړه شوی او پلې شوې کودتاه ورځ چې دښي لاسو او کیڼ لاسو افراطیونو په مټ سرته رسیدلی دملی ورځې په توګه ولمانځي.  دا دشرم ځای دی « شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه »

      دڅو په پردیو پلورل شوو کسانو دکودتاه، دیوه سولې دپروګرام دشنډیدلو، دیوه ستر ملی ناتار دپیل ورځ دملی ورځې په نامه یادول او لمانځل ملی سپکاوی او په بشپړه توګه دملت پر وړاندې بې ادبی ده.  که چیرې انصاف او پاک ملي افغانی احساس موجود، تعصب او لنډ اندی نه وای نو باید دسلواغې ۲۶ نیټه چې دهیواد څخه دیرغلګر روسی پوځ د وتلو ورځ ده دملی جشن په توګه لمانځل شوی وای دا د هیواد دژغورنې او دخپلواکۍ ورځ ده خو په خوا شینۍ سره چې په دولتی کچه یې څوک نوم هم نه اخلي.

« اطاعت د اولو الا مر ځکه نه کړم

خلیفه دزمانې په زړه کافر دی »