|
غاور
خپل ښوونځي څوک نه سوځوي
افغانستان دځمکې پرمخ په داسې حساس ځای کې پروت دﺉ، چې دسهیلی اسیا له
نفوسه ډکه سیمه له منځنۍ او لوېدیزې اسیا سره نښلوي، نو ځکه د تاریخ په
اوږدو کې له هرې خوا د زبر ځواکونو دپوځونو د یرغلونو موخه ؤ. په دې
توګه نو افغان ولس نه یوازې له هر خونړي او یرغلګرسره ډغرې وهلي بلکې پر
ې یې بری هم تر لاسه کړﺉ. او دا ځکه چې دغه ډغرې دقامي یا ملي مشرتابه
ترمشرۍ لاندې، د هېواد د ازادۍ، ځمکنۍ بشپړتیا اوهېوادنیو ارزښتونو د
ساتنې او بقا لپاره وې.
خو په تېرې پېړی کې د جهاد ترنوم لاندې د افغانستان پر ضد جګړه چې
مشرتوب یې د پردو، یا د داسې سیاسي ډلو ټپلو په لاس کې ؤ، کومې چې لاپخوا
د پاکستان او عربي ارتجاعي رژيمونو له خوا د دې لپاره اجیرې شوي وې، چې په
افغانستان کې د نوښتونو مخه ونیسي، تر څو دا هېواد لکه د شلمې پېړۍ د
لومړیو لسیزو په شان، چې دوخت له استعماره داسلامي نړۍ لپاره د ژغورنې
سمبول ګرځېدلی ؤ، یوځل بیا له منافقینو اود هغوی له ارتجاعي رژیمونه نه
د اسلامي نړۍ د خلاصون سرمشق نه شي.
دا جګړه داسلام په نوم، د ښاغلي داؤد خان - داسې یو افغان پرضد پیل
شوه، چا چې د افغانستان په اوسني تاریخ کې، د پردو له لاس پوڅو سره په
جګړه کې، تر هر بل افغان په زیاتې مېړانې سره د شهادت جام پر سر
واړاؤ،ځکه نو دا جګړه د منافقینو جګړه ګڼلی شو.
همدغه منافقین وو چې له روسانواو د هغوی له اجنټانو سره په ګډه یې یو
نیم میلون افغانان د خلقې او مجاهد په نوم قرباني کړل. په پای کې دخپلو
ناروا ګټو د ساتنې لپاره سره یو شول، او د اسلاميٍ
انقلاب تر نوم لاندې یې دملګروملتونو پروګرام شنډ، کورنۍ جګړه پیل، هېواد
ټوټې ټوټې،او د هغه د پېړیو پېړیو ابادۍ، سیاسي - دولتي نظام او پوځ په
له منځه وړلوسربېره داسې کارونه وکړل چې افغانې ارزښتونه یې لا د
یادولواجازه هم نه ورکوي.
له بده مرغه اوس هم په افغانستان کې هغوی په سیاسي حاکمیت کې وڼډه
لرې، له کومې لارې چې یې په دولتي ځمکو خېټه اچولې، او په افغان بې دفاع
ولس یې، چې د شپې تیرولو ځای نه لري، په داسې بیه پلوري لکه چې په هېواد
کې دسړي سر کلنۍ عاید د نړۍ د پرمخ تللو هېوادو تر عاید لوړ وي.
ددولتي بودجې چور،قاچاق او بډې د حکومتی مامورینو لپاره دچا خبره په بونس
بدلې شوې دي.
څرګنده ده چې دغه ناخوالې خلک ځوروي، او له دولت نه غواړي تر څو یې
پای ته ورسوي. دا دهر افغان حق او دنده ده. خودا چې اوس یو شمېر دې حق
ته غواړي د ښوونځیو، روغتونونو، فابريکو اونورو دولتي ودانیو دسوځولو
اوورانولو له لارې، چې په تېرو اوږدو کلونو کې، دهېواداو اسلام
سوداګروخپلې کړې وې، زمونږخلک ورسوي، سړي ته د غوایي اتمه ور یادوي. نو
ځکه خو افغانانو ته نه ښايي، چې دپردو ازمویلې طریقه بیا وازمویي. افغان
ولس تکنالوجۍ ته ضرورت لري؛ زده کړې ته ضرورت لري، چې پرته له هغې څخه
نه دهېواد ساتنه کېدای، او نه اقتصاد جوړېدای شي.
په دې توګه له ښوونې او روزنې نه زمونږ د ټولنې د بې برخې کولو،
مانا داده چې څوک نه غوا ړی زمونږ دهېواد مادي او معنوي قوت لوړ، ځمکه
بشپړه ، خلک یوموټی اوسوکاله شي.
پای |