www.payamewatan.com
     
 

 

 دهیواد ملی ژغورنی ورځ

له هغه مهاله چې زمونږ د ټاټوبي څخه د روسی سره پوځ ورستی سرتیری ووت دوه نیمی لسیزی تیریږي.  د روسی سر تیرو شتون زموږ په هیواد کی زمونږ د اوږدی غمیزی د تریخ تاریخ یوه دردونکی پاڼه ده.

د دی پوځونو سره د مقابلی په ترڅ کې هم د میړانی او هم د مرګ د تاجرانو ډیری کیسی او حقایق د تاریخ په زړه کې خوړندي دي.

تر کومه چې خبره زمونږ د ویاړلی، سرښندونکی او مجاهد ولس پورې اړه لری، د دوی توره او میړانه، د دوی د سر ښندنی او جهاد کیسی، د تاریخی ویاړ په حیث تلپاتی کار نامی دی چې په درنښت به تل یادیږي.

د دی هڅو او سرښندنو پایله (د روسی پوځ وتلو ورځ) د وخت د جمهور رئیس ویاړلی شهید ډاکټر نجیب الله لخوا د ملی مصالحی د پنځمی کالیزی د نمانځنی په ترڅ کې «د ملی ژغورنی د ورځ» په نامه ونومول شوه او په دی توګه یې د ملت ټولو هغو هڅوته چې د هغې په نتیجه کې زمونږ د هیواد څخه د روسی پوځونو وتل شونی شول د درانوی دود تر سره کړ.

که خبره په دی وی چې جهاد د هیواد څخه د بهرنی پوځونو د ویستلو یو ملی جریان او حرکت وو نو په دی حرکت کې د ملی مصالحی د اعلان نه وروسته د وطن د ګوند او د افغانستان د جمهوری دولت ونډه ځلانده او روښانه ده.  د همدی سیاست په خپلولو سره د پلارنی هیواد څخه د مستقلی دفاع خبره اوچته شوه او د بهرنی پوځیانو وتلو ته لار پرانیستلی شوه په داسی حال کې چې د جهاد ټیکه دارانو د خلکو د پرګنو د ارادی او غوښتنی خلاف د روسی واکمنو څخه غوښتنه کوله چې هغو ته و واک د لیږدولو ورسته دی خپل پوځونه وروبولی او په دی توګه د اقتدار وسوسی هغه څیری رسوا او بربنډی کړی چې هان د روسی واکمنو په درګاه کې د سوال د کچکول سره د اقتدار خیرات غوښت.

خو سره د دی ټولو هڅو، زمونږ د ملت هوډ، د وخت د حکومت هوکړی او نړیوال دیتانت نوی او مساعدی فضا د روسی سرتیرو د وتلو لاملونه سره وپیرل او په پای کې دا لښکری خپل هیواد ته ستنی شوی.

«لیډرانو» د اقتدار په تمه د جهاد تر نامه لاندی د پردو په مټو او لمسون په هیواد ناتار پیل کړ خو د کبر کنډولی یې مات او شرمیدلی کمپونو ته ستانه شول.

بیا ګواکی د «لاس پوڅی» حکومت په خلاف د جهاد د شعار تر شا ځانونه پټ کړل خو له هغه ځایه چې د افغانستان جمهوری حکومت د ملی مصالحی د سیاست پر بنسټ د ملی روغی جوړی او خپلمنځی پوهاوی ټینګ هوډ درلود د ملګرو ملتونو د سولی پروګرام د پلی کیدو لپاره یې ټول لازم شرطونه برابر کړل چې په شمیرلو به یې خبره نه اوږدؤ.

«لیډرانو» د خلکو د غوښتنو او د سولی د ټینګښت په بهیر کې خپله برخه خواره او څیره بربنډه ولیده نو دا وار د جهاد نه هم لاس په سر شول او فرقه ایزو، سیمه ایزو او ژبنی شخړو او جګړو په پیل سره یې د مرګ د سوداګی بازار ګرم کړ، او د هغو تر منځه چې پرون یې پی د «کفر» فتوا کړی وه «خپل رنګه یاران» ومندل او په چایې خالد بن ولید او په چا یې د انصار الاسلام نوم کښیښود او د ملت د ارادو خلاف یې د سولی بهیر ړنګ او د افغانستان جمهوری حکومت، چې لنډ مهالی انتقالی حکومت ته یې د واک د سپارلو پروګرام بشپړ کړی وو د کرغیړنی کودتا په ترڅ کې چې د «حزبی - جهادی»  جنرالانو په لاس او د یو لړ حزبی منحرفو او جهادی مشرانو په ګډون تر سره شوه نسکور کړ او د لنډ مهالی انتقالی حکومت د جوړیدو پروسه شنډه کړه.

او د دوی په خبره د کفر او الحاد تغر ټول شو خو جګړه پای ته ونه رسیده او د دروغو د لنډ مزل په ترڅ کې تور مخونه یو وار بیا د ملت په وړاندی بربنډ شول، او داسی بربنډ شول چې د بل هیڅ شعار تر شا د پټیدو جوګه نه دي، او اوس هغوی چې د ملت د جهاد پر سر یې تجارت کاوه اوس د هیروینو او مورفینو تجارت پیل کړی دی او د غلام اقتدار نه نیولی بیا تر طالبه خپلی ګټی د جګړی په دوام او د بد امنی او بحران په پایښت کې وینی، خو زموږ خلک په کلکه دا پوښتنه کوی چې هغه دروغ ولی؟  او دا نادود ولی؟

د اهغه پوښتنی دی چې د ملت لاس د کرکجن ائتلاف د کرغیړن بهیر «حزبی - جهادی» لیډرانو تر ګریوانه رسوی.