د ۲۰۰۶ کال د اپریل ۱۵ نیټه
بسم الله
الرحمن الرحيم
دننګرهار
دولايت مركز جلال آباد ښار کې دوطن ګوند غړو دانسجام دموقتې ښاري شورا
نوبتي غونډه جوړه شوه.
د روان كال د وري دمياشتي په پنځه ويشتمه نيټه دجمعى په ورځ چې د
۲۰۰۶
ميلادي
كال داپريل دپنځلسمي نيټي سره سمون خوري دماسپښين په دري بجو دجلال آباد
ښار د وطن ګوند غړو دانسجام دښارى موقتي شورا نوبتي غونډه جوړه شوه .
غونډه په داسې حال كې چې دغونډې تالار دملى روغې جوړې په سمبول او
افغانستان دپخوانی جمهور رئيس او وطن ګوند رئيس شهيد ډاكتر نجيب الله په
انځورنو مزین شوې ؤ د قران عظيم الشان دڅو مباركو اياتونو په لوستلو سره
چې ديوه معزز ديني عالم په ذريعه قرئت شول پرانستل شوه .
ورسته دغونډې
برخه والو دجلال آباد ښار د ښاري موقتي شورا داجرائيوي بيرو د فعاليتونو د
رپوټ او نورو بيلا بيلو مسايلو په هکله نظرونه او پوښتني دشور او زوږ څخه
په ډكه فضا كې مطرح كړلې.
غونډې دجلال
آباد ښار دښاري موقتي شورا اړوند شپږګونو ناحيو او محلي شوراګانو دكار او
فعاليت دلا زيات ښه والي او پراخوالي لپاره سپارښتني تصويب كړلي .
غونډې پريكړه وكړه چې دغوڼدې دجوړيدو خبر دې دهيواد څخه په بهر كې د وطن
ګوند غړو دانسجام موقت كميسون ته او «د وطن پیغام» ویب سایټ په ادرس د
خپریدو په هیله واستؤل شي .
غونډه د
دغوشعارونو په اورولوسره پای ته ورسیده :
-
موږ د افغانستان دمسلمان او قهرمان ولس دكړاونو ختميدل غواړو!
- بريالي
دې وي دهيواد په دننه او بهر كې دوطن ګوند دغړو دانسجام موقت كميسونونه چې
د وطن ګوند د دوهمې كنګرې دجوړيدو د ستر كار لپاره دخپلو مادي او معنوي
امكاناتو څخه په استفادې سره نه ستړي كيدونکې هلې ځلې كوي !
-
ماخواهان
يك افغانستان مستقل ، ازاد، يك پارچه، داراى حاكميت ملى ومرفه هستيم !
-
ښاد او ارام دى وي دافغانستان دپخواني جمهور رئيس او د وطن ګوند رئيس شهيد
ډاكتر نجيب الله روح !
ومن الله
توفيق
