|
عبدالواسع جانباز
د خپلواکۍ
د ورځې په ویاړ
وطنه زما مدفنه آزادۍ دی مبارک شه
د زمري اته
ویشتمه خپلواکۍ دې مبارک شه
وطنه تا خپل غيږ کې روزولي اتلان دي
له تا یې سر قربان شهید غازي دې مبارک شه
دنيا کې هر ځواکمن چې ستا په ضد قدم اوچت کړ
بدنام په ټول جهان شو نيک نامي دې مبارک شه
خداې شته، ته
لکه اوسپنه ټکيږې او کلکيږې
کامياب دښمن ناکام شو، کاميابي دې مبارک شه
دتورې او باتور نوم دی خپورشوې په جهان دې
پرهار ستا زخمي زړه ته شاه زلمې دي مبارک شه
غليم دی ناقرار دې
افغانان يو موټي کيږي
تيارو کې رڼائي شته
روښنائي دی مبارک شه
بيګاه مې د ځوانانو يو
بنډار په رښتيا وليد
ضدي وروڼه آشتي شول
دا خوښي دی مبارک ښه
وطنه ستا ساهو بچيان هر
يو په ننګ جانباز دي
ټول ستا نيک مرغي غواړي نيکمرغي دی مبارک شه
|