هر څوک د حقيقت پلټنه کولای شي، خوحقيقت د هيچا په مالکيت نه بدلېږي.
د بشريت په
تاريخ کې د حقيقت موندنې د همېشنيو هڅو ترڅنگ په همېشنۍ توگه دا
پوښتنه:
« حقيقت څه شی دی» هم موجوده وه. په دې اوږده لاره کې به يوه دعوه
کوله چې بشپړحقيقت يې موندلی، بل بيا په خپله ځان حقيقت بالو. نورو
بيا د عوه کوله چي حقيقت له دوې سره دی. وايي بودا دعوه وکړه چې
حقيقت يې تر ونه لاندې وموند او مارکس بيا حقيقت په طبقاتي مبارزه
او نړيوال پرولتري انقلاب کې تر لاسه کړ. وروسته وروسته په تېره
بيا په سياسي ژوند کې دواړو چپ او ښي افراطه په حقيقت د مالکيت
درلودلو ادعاوې وکړې او دې ډول ادعاگانو د بنسټ پالنې او د نورو
په وړاندې د کرکې، نفرت اود منفي ذهن د درلودلو له چارې سره په بې
سارې توگه مرسته وکړه. زه دلته له دې پوښتنې: «حقيقت څه شی دی»
سره چې په ظاهرکې ډېره ساده معلوميږي، خو ځواب يې دومره ساده نه
دی کار نه لرم. دا د پوهانو کار دی. خو دومره وايم هغه ځواکونه چې
حقيقت خپل مالکيت گرزول غواړي او يا خپل نظريات په بشپړ حقيقت
بدلوي د بشريت په تاريخ کې د بل هر ځواک په پرتله ټولنې او په تېره
بيا انسانان او د هغوی ژوند او هستي له گواښ سره مخامخ کوي. د
بشريت په تاريخ کې د لويو انساني ناخوالو، لويو او اوږدو جگړو او
لويو برباديو د پيل ټکی همدا موږ حقيقت يو .دی.
په افغانستان کې له بده مرغه حقيقت يو ځل دچپ افراط او بيا د
ښي افراط د واکمنيو په ولکه کې را ايسار شو. يو په بل پسې اول
کمونيستان او بيا طالبان د حقيقت په مالکانو بدل شول. او د حقيقت
پلټنه هم د عقل، استدلال او منطق په ځای له پخوا څخه د جوړشويو
اصولو په چوکات کې تر سره کيدله. د دوی دواړو نظريات يوازنی حقیقت
وو او له دوی سره دوښمني له حقيقت سره دوښمني وه. له دوی سره
دوښمني له انقلاب او بيا هم له خدای سره جگړه وه. د دوی په اصولو
کې شک او ترديد کول له خيانت او کفر څخه عبارت وو او ټول هغوی چې
د واکمنو په شان يې فکر نه کاوه او يا د نورو نظرياتو خاوندان وو د
حقيقت ضد بلل کيدل او له هغوی سره ديالوگ کول، سازش کول او جوړه
کول په حقيقت او په اصولو له معاملې کولو څخه عبارت وو.
د افغانستان د وروستيو کلنو تاريخ، تجربې او واقعيتونه په ښکاره
توگه د ناخوالو او يو په بل پسې د ناورينونو د پړی دروند پېټی د
هغوی په اوږو وراچوې چې ويل يې : حقيقت با ما است او يا حقيقت
له موږ سره دی.
هر څوک کولای شي د حقيقت په کار کې برخه واخلي. هر څوک کولای
شي د حقيقت پلټنه وکړي او هر څوک کولای شي له حقيقت څخه دفاع وکړي،
خو هيڅوک نه په حقيقت د مالکيت درلودلو دعوه کولای شي او نه حقيقت
د چا په مالکيت بدلېږي. هر څوک حق لري د حقيقت د پيدا کولو هڅه
وکړي، خو هيڅ څوک ددې دعوه نشي کولای چې حقيقت له دوی سره دی. که
حقيقت له دې او هغه وگړي او يا له دې او هغې وړې ډلې سره وي. دا
نور څه شی دي او له دې نورو سره به څه وي. دا نور غلط دي، منحرفين
دي او په کږه لاره روان دي يا بايد سم او تسليم شي او که نه وهل او
ځپل يې له حقيقت څخه د دفاع په منظور قانونيت لري.
رښتيا
حقيقت له موږ سره دی يا حقيقت با ما است مانا څه ده؟
هغه ډلې چې حقيقت له موږ سره دی د عوه کوي ځان پوره او بشپړ
بولې، دا ډلې نيمگړی لوری نه لري دوی پوره او نظريات يې بشپړدي.
دوی غلطې او اشتباه هم نه کوی. دوی خپل نظريات په مقدساتو بدلوي او
نور يې په پېروۍ کولو مکلف کېږي. نورو ته منحرفين او مرتد او
نظريات يې د حقيقت ضد بلل کېږي.
دوی په تېري کوونکي توگه د نورو نظرياتو خاوندان توهين کوي او په
ټيټه سترگه ورته گوري. خو په عمل کې حقيقت په خپل مالکيت بدلول او
يا خپلو نظرياتو ته د مطلق حقيقت بڼه ورکول نه يوازې د شيانو له
واقعيت څخه بيگانگي ده، بلکې له پوهې او علم څخه هم بيگانگي شمېرل
کېږي. پوهنه او علم ناتمام او بدليدونکي شيان دي او همېشنۍ څېړنې
او پلټنې ته ضرورت لري او هيڅکله په حقيقت د مالکيت درلودلو دعوه
نه کوي. دا پوره او بې نيمگړتياو ښاغلي په ځای ددې چې د شيانو او
پېښو لاملونه او دهغوی تر منځ اړيکې وڅېړي خپلې نظريې په بشپړ
حقيقت بدلوي. دوی نه وايې چې نن دنيا څه ډول دی او څه بايد وشي.
دوی په خپل کار کې د پوهنې او علم په ځای د يوې ناروغۍ ايديولوژي
او نه بدليدونکو دگمونو پېروي کوي او د پېښو په پېژندنه کې پاتې
راځي. همدارنگه دا ډول يوه دعوه کول د پخوانۍ زمانې يوه زړه
ځانگړتيا ده، کومه چې په ځانگړي توگه د منځنيو پېړيو د هغو وگړو
خصوصيت وو چې په هر اړخيزه او بشپړه توگه د خپل عقل او خرد د کار
اچولو په کار کې بې وسه او پاتې راغلي وو. ناپوه وو، کبرجن وو،
مغرور وو، عيب او نيمگړتيا نه منوونکي وو. همدا اوس په قبيلوي
چاپيريال کې د هغو وگړو شمېر کم نه دی چې له يوې خوا په بشپړه توگه
ناپوه، خو له بلې خوا ځان پوره او بې عيبه بولي او عيب ويل يې له
دوښمنۍ څخه عبارت دی.
په حقيقت د مالکيت دعوه کول دهغو ديکتاتورانو ځانگړتيا دی چې خپل
نظريات د خپل واک د ساتلو په منظور په بشپړ حقيقت بدلوي او ځان او
خپلې نظريې له نيمگړتياو او اشتباگانو خالي بولي او نور د دوی او د
دوی د نظرياتو په پېروي مکلف کېږي.
حقيقت له موږ سره دی ، زور حق دی ، یوازې موږ پوهيږو يو
بل ته ورته او يو له بل سره مرسته کوونکي مفهومونه دي. حقيقت له
موږ سره دی ، زور حق دی ، یوازې موږ پوهيږو عبارتونه د
حاکميت او واک له مسئلې سره په اړيکو کې رامنځ ته کېږي او د حاکميت
د توجيه کولو په لاره کې ورڅخه کار اخستل کېږي. د تاريخ په اوږدو
کې د حاکميت په سر په جگړو او سياليوکې د زور تر څنگ حاکميت ته د
قانونيت ورکولو پوښتنه هم موجوده وه.
همدا دم په نړۍ کې واک ته د قانونيت ورکولو په هکله دوه ډوله
پرنسيپونه شته دي. يو يې د دیکتاتوري او ديکتاتورانو او بل يې د
دموکراسي پرنسيپ دی. په دواړو دموکراسۍ او ديکتاتورۍ کې بنسټيزه
مسئله داده چې څوک پرېکړې کوي او دوروستۍ خبرې واک له چا سره دی.
ديکتاتوران واک ته د قانونيت ورکولو په کار کې د زور د وسيلې تر
څنگ يو ډول فکري سيستم او يا ايديولوژي ته هم ضرورت لري، خو په عمل
کې دلته يو دی چې پرېکړې کوي او د وروستۍ خبرې واک ورسره دی. په
دموکراسۍ کې دا خلک دي چې واک لري او سياسي پرېکړې کوي او د خلکو
اراده دواړو واک او پرېکړو ته قانونيت ورکوي. په ديکتاتوريو کې د
واک، د واکمنو د قانونيت او د پرېکړو کولود حق په هکله په همېشنۍ
توگه دا پوښتنه منځ راځي:
دي سړي او يا دې وړې ډلې ته چا حق ور کړی چې واک ولري او د ټولنې
په هکله پرېکړې وکړي؟
همدې پوښتنې ته د ځواب ورکولو له پاره دی چې ديکتاتوران مذهب
يا دا او هغه ايديولوژي مرستې ته را غواړي او دعوه کوي چې
تاريخ، خلک او حقيقت له دوی سره دی اودا دوی دي چې تاريخ
جوړوي. همدارنگه ديکتاتوران داسې اصولو ته ضرورت لري چې د دولت او
ټولنې تر منځ پولي له منځه يوسي او دټولنې خپلواکۍ نفي کړي تر
څوکولای شي د هر چا د برخليک په هکله پرېکړه وکړي. حقوق او ازادي
يې واخلي، د ژوند، اقامت او مالکيت حق يې سلب کړي او په خصوصي
ژوند او چارو کې يې لاسوهنه وکړي.
ددې ډول چلند ښه بېلگه په افغانستان کې د طالبانو واکمني وه.
څورلسم لويې وايي: L, etat cest mio دولت یعنې زه.
نازيستانو ويل: د رهبر اراده دواړه قانون او حق دی هېرمن
گورينگ د هيتلر په هکله وايي:
زه هيڅ ډول وجدان نه لرم د ما د وجدان نوم ادلف هيتلر دی
رودولوف هيس د د هيتلر په هکله په خپله راديويي وينا کې وايي:
هغه همېشه حق وو او همېشه به حق وي
فاشيستانو ويل: موسليني همېشه حق دی
ببرک کارمل د هندي ژورنالست پرېم چانداريا د يوې پوښتنې د ځواب په
يوه برخه کې وايي:
« ما با خوشبينی برحق انقلابی و علمی به اينده می نگريم. زمان به
نفع انقلاب ما عمل ميکند. حق با ما است ...پيروزی ما يک امر حتمی
است»
دلته به بې ځايه نه وي چې په تاريخي لحاظ حاکميت ته
د قانونيت ورکولود منبعو او د حاکميت د شکلونو په هکله یادونه و
کړم. په تاريخ کې حاکميت ته د قانونيت ورکولو په کار کې درې منبعي
رول لري، کومې چې د حاکميت ځانگړتياوې او بڼه ټاکي.
۱- منبع زور دی. په دې ډول حالت کې زور او يوازې زور عمل کوي اود
زور حق دي عبارت توجيه کونکې دنده تر سره کوي، کوم چې په
افغاني سياسي فرهنگ کې پياوړی ځای لري. د زور پوسيله توجيه کونکی
حاکميت د حاکميت لمړنی شکل دی چې د غالبو يا زورور حاکميت ته هم
ورته ويل کيږي. په اوسني افغانستان کې دلته او هلته د جنگ سالارانو
حاکميت د زور د حاکميت بېلگې دي.
۲- منبع مذهب او ايديولوژي دي. هغه دولتونه چې د خلکو له خوا نه وي
ټاکل شوي او د خلکو ملاتړ ورسره نه وي د خپل قاونونيت له پاره مذهب
او ايديولوژي ته مراجعه کوي. په دې ډول حالت کې د مذهبي حاکميت د
قانونيت منبع الهي دی. همدا دم په ايران کې اخوند خامنه ای له
قانون څخه په داسې حال کې لوړ مقام لري چې نه خپل مشروعيت له
قانون څخه اخلي او نه هم ايرانيانو هغه ته مشروعيت ورکړی دی. خو
خامنه ای هم پيشوا دی او هم هر ايراني د هغه د حکم په پلي کولومکلف
بلل کيږي. بې خدايه حاکميتونه لکه کمونيزم خپل حاکميت له ايديولوژۍ
او ايديولوژيک حکمونو څخه اخلي اوله حقيقت له موږ سره دی
موږ پوهيږو تاريخ له موږ سره دی عبارتونه څخه د واکمنۍ د
توجيه کونکي په توگه کار اخستل کيږي.
د افغانستان تجربې په څرگندو او روښانو بېلگو سره وښودله هغه
واکمنې چې په خلکو او د خلکو په ارادو تکيه نه کوي هم په واکمنۍ کې
د ننه او هم له واکمنۍ څخه د باندې د خپلو مخاليفينو په ضد توطيې
او دسيسې کوي او په خپله هم د توطيواو دسيسو ښکار کېږي. هغه
حاکميتونه چې خپل مشروعيت له دين او ايديولوژي څخه اخلي ديني او
ايديولوژيک حاکميتونه ورته ويل کيږي.
۳- منبع خلک دي. په دې حالت کې حاکميت ته د خلکو پوسيله قانونيت
ورکول کېږي. په دموکراسي کې خلک يوه وگړی او يا يوې ډلې ته ديوه
معلوم وخت له پاره د دندو د اجرا کولو له پاره واک او صلاحيت ورکوي
او په دموکراسي کې ددې ضرورت نشته دی چې خلک له موږ سره دې او
يا حقيقت له موږ سره دی. دلته په عمل کې پخپله خلک دي چې واکمن
ټاکي، واک ته قانونيت ورکوي او خلک پخپله د حاکميت منبع گڼل کېږي.
هغه حاکميت چې خپل مشروعيت له خلکو څخه اخلي د خلکو حاکميت ورته
ويل کېږي.
سياسي پلوراليزم او حقيقت با ما است
په افغانستان کې د سياسي ژوند او دسياست په ډگر کې حقيقت له موږ
سره دی عبارت په تېره بيا د چپ افراط له لوری په پراخه توگه په
کار ولويد او اوس هم دا او هغه وړه ډله حقيقت له موږ سره دی
دعوه کوي.
ما پيروز ميشويم، چون حقيقت و صداقت با ما است
ددې جملې په ويلو او ليدلو سره له سړی سره پوښتنه پيدا کېږي:
ـــ دې ښاغلو ته چا دا حق ور کړی دی چې حقيقت په خپل مالکيت بدل
کړي او يا دوی په کوم حق او صلاحیت دې ډول يوې دعوې ته قانونيت
ورکولی شي چې حقيقت له دوی سره دی؟
دا ښاغلي نه وايي: دا کوم او څه ډول حقيقت دی چې له دوی سره دی.
لاندې جملې ته هم پام وکړي.
«دوستان نهضت اينده که خود را به پلوراليزم سياسي معتقد ميدانند»
دا پورتنۍ دوه حکمونه د اينده له سايت څخه اخستل شوې دي.
له يوې خوا ددې دعوه کول چې حقيقت له موږ سره دی او له بلې خوا
د سياسي پلوراليزم پلوی کول پرادوکس دی، تناقض ويل دی او يا هم
له کلماتو سره لوبې کول دي. دا ممکينه نه دی چې يوه ډله دي ځان د
حقيقت مالکه و بولې او ورسره جوغت د سياسي پلوراليزم پلوي وکړي.
پلوراليزم د توپيرونو د منلو په مانا دی. په پلوراليزم کې حقيقت د
هيچا مالکيت او د هيچا په ولکه نه دی. پلوراليزم په تېره بيا د
نظريو په برخه کې د څوگونيتوب او اختلافونو په مانا دي. پلوراليزم
د گټوپه برخه کي هم په توپېرونوتکيه کوي. سياسي پلوراليزم د توپير
لرونکو آرزښتونو او همدارنگه د توپير لرونکوتگلارو په مانا دی.
سياست په لمړۍ درجه کې د رنگارنگ اندېښنو، آرزښتونو او گټو ډگر دی.
پلوراليزم په سوله کې دمتضادو گټواو اختلافونو د گډ ژوند کولو
سيستم دی. په پلوراليزم کې يو د بل منل شته دی. په پلوراليزم کې د
يو بل په وړاندې ز غم، سازش، تېرېدل او روغه جوړه کول شته دی. په
پلوراليزم کې بنسټيز آرزښتونه له درناوی او زغم څخه عبارت دي. په
ځانگړې توگه سياسي پلوراليزم د سياست او سياسي ژوند په ډگر کې د
گوندونو او سياسي ډلو تر منځ انډول او موازنه ساتي. پلوراليزم د
دموکراسي بنياد او بنسټ جوړوي. په بل عبارت دموکراسي د سياسي
پلوراليزم، اقتصادي پلوراليزم، فرهنگي پلوراليزم، مذهبي پلوراليزم
او ټولنيز پلوراليزم په مټو ژوندی او وده کوي. د دموکراسي زړی
څوگونيتوب دی او د موږ دنيا د توپېرونو او څوگونيتوبونو دنيا ده.
موږ انسانان هم له توپېرونو او په توپېرونوکې پيدا او لوی شوي يو
او په توپيرونو کې ژوند کوو. څوگونيتوب د انسان فطرت دی.
څوگونيتوب د هرې ټولنې يوه عيني ځانگړتيا او ټولنې د څوگونيتوب په
بنياد وده کوي. که حقيقت له يوې سياسي ډلې سره وي نو په عمل کې
پلوراليزم نفي کيږي او ځای يې د يو شان کولو ايديولوژيکي تگلاري ته
سپارل کيږي او نه يوازې ټول بايدد هغې ډلې په شان شي چې حقيقت ور
سره دی، بلکې د ټولنې او واکمنو تر منځ اړيکې د فرمان ورکوونکو او
فرمان وړنکو په اړيکو بدليږي.
د pluralism پلوراليزم دوښمن monism دی او مونيزم د هر ډول
بنسټ پالنې او بنياد گرايي اساس دی.
مونيزم د کرکې او فانتيزم د ايجاد اساس دي. په بل عبارت د
پلوراليزم تر ټولو بد دوښمن يو شان کول دي. يو شان کول يوه
پخواني او زړه تگلاره ده چې په سياسي، مذهبي او ايديولوژيک برخوکې
د ټولو لورو يو کول غواړي چې کارل پوپر يې د ټولو ناخوالو ريشه
بولي. د افغانستان تجربو په څرگنده توگه وښودله چې يو شان کول
څومره سترې او هر اړخيزې انساني او ټولنېزې ناخوالې او ستونزې له
ځان سره راوړي. حقيقت له موږ سره دی د يوشان کولو د ړنگونکې
تگلارې بنياد جوړوي او واکمنو ته اجازه ورکوي په ټولنه کې د يو
شان کولو او د يوې نظريې د واکمن کولو هڅه وکړي. په يوه ټولنه کې
د فکرونو د يو شان کولو او يا د يوه فکر د واکمن کولو موخه دا دي
چې په ټولنه کې دولت دټولنې د يوې برخې استاذی او د هغې ساتنه
کوي او خپل واک ته د خلکو په ځای د ايديولوژۍ پوسيله قانونيت ورکوي.
هيتلر د نازيزم او استالين هم د کمونيزم پوسيله خپلو تگلارو او واک
ته قانونيت ورکاوه. نازيانو ته يوازنی حقيقت خالص ژرمن نژاد وو،
هغوی د همدې حقيقت په بنياد ځان ته اجازه ور کوله چې نور نژادونه
له منځه يوسي او يا يې د خالص نژاد تابع وگرزوي. په ستر!
شوروی کې د پرولتريا واکمني يوازنی حقيقت وو او استالين د همدې
حقيقت په بنياد د شلو ميليونو په شاوخوا روسان مرگ ته وسپارل.
دلته به د پلوراليزم سره په ارتباط کې د طبقاتي مبارزې په تېره
بيا د نه پخلاکېدونکي طبقاتي مبارزې يادونه هم وکړم. له يوې خوا د
طبقاتي مبارزه او له بلې خوا د پلوراليزم پلوي کول بيا هم پرادوکس
او تناقض ويل دي. په طبقاتي مبارزه کې تگلاره داده چې يو لوری مات
شي او له منځه ولاړ شي. پرولتريا تاريخي رسالت لري چې پانگوالی
له منځه يوسي. خو په پلوراليزم کې تگلاره يو دبل نفي کول نه دي. د
پلوراليزم په وجود کې اختلافونه او مخامختياوې د ديالوگ او پوهاوي
له لارې حل کيږي، نه د انقلاب، نه د کودتا او نه د يو بل دنفي کولو
له لارې. په پلوراليزم او په تېره بيا په سياسي پلوراليزم کې هر
څوک د واک په چاره کې گډون کوي، خو په طبقاتي مبارزه کې سياست هم
طبقاتي کيږي او ټول په سياست کې د گډون له حق څخه بې برخې کيږي. په
طبقاتي مبارزه کې واک د يوې طبقې په ولکه کې راځي. مارکس ليکي:
«مبارزه طبقاتي ناگزير به ديکتاتوري پرولتاريا ميانجامد... دولت
دوران گذ ار... چيزی جز ديکتاتوری پرولتريا نمی تواند باشد»
په پورتني عبارت کې اصل په سياست کې د ټول گډون نه دی. دلته اصل
دموکراسي او پلوراليزم هم نه دی، بلکې ټينگار په ديکتاتوري او هغه
هم د يوې طبقې په ديکتاتورې دی. هغوی چې له يوې خوا د طبقاتي
مبارزې پلوي کوي او حقيقت خپل مالکيت بولي د پلوراليزم غوښتنه يې
غولونه او د ښه نيت په حالت کې دا ډول يوه غوښتنه مسخرې ته پاتې
کيږي.
دا حقيقت با ما است د افغاني چپ افراط لاسته راوړنه نه، بلکې
دا لکه چې پورته ياده شوه د ديکتاتورانو او ايديولوژيک واکمنيو
منطق دی. دا د ديکتاتورانو او ديکتاتوريو فلسفه ده. دا د هيتلر،
موسوليني او استالين منطق دی. دا د بنسټ پالنې، فانتيزم او افراط
منطق دی. په دې کاذب منطق کې حقيقت هم د پوهنې او علم په شان
طبقاتي، قومي، مذهبي، گوندي... بڼه پيدا کوي. حقيقت با ما است
دهغو ځواکونو ځانگړتيا ده چې د نورو په وړاندې کرکه خپروي، وسله
وال ټکرونه او جگړه لمسوي.
حقيقت له موږ سره دی مانا داده چې ټولنه، خلک او په تېره بيا
مخالفين او د بل ډول نظرياتو خاوندان حقيقت لرونکې ډلې ته سر ټيټ
کړي، متابعت يې وکړي او د نظرياتو په پيروانو يې بدل شي. ور سره
جوغت نوموړې ډله دا حق تر لاسه کوي چې ټولنې، فرهنگ، اقتصاد او
د ژوند کولو څرنگوالی ته قومانده او امر ورکړي.
حقيقت له موږ سره دی مانا دا هم دی چې رهبر يا ديکتاتور له
قانونه لوړ وگڼل شي. هغه د ټولنې د قوماندان په توگه ومنل شي او د
ژوند په ټولو برخو کې د هغه د امرونو، وستورونو او لارښوونو بشپړه
پېروي وشي. ددې مانا دا هم ده چې رهبر شپون او خلک هم رمه او ياگله
وشمېرل شي او دا هغه حالت دی چې ټولنه سرپرست او پيشوا ته ضرورت
لري او تجربې ښيي چې د سر پرست ضرورت د ټولنې د ناباليغتوب په صورت
کې منځ ته راځي. هغوی چې خپل اصول په بشپړ حقيقت بدلوي ټولنې ته د
يوه نابالغ موجود په سترگه گوري. همدارنگه هڅه کېږي په ټولنه
باندې له پخوا جوړې شوې نظريې د يوه مطلق حقيقت په توگه تحميل شي.
حقيقت له موږ سره دی مانا داده چې د ساده وگړو قرباني چې
وژنې کوي او ځانونه وژنې هم توجيه پيدا کړي، کوم چې گمان کوي د
انقلاب، قوم او دين دوښمنان وژنې. همدادم په افغانستان کې د
ښوونځيو زده کونکي او د هغوی ښوونکي هم د خدای د دوښمنانو په نوم
مړه او سرونه يې پرې کېږي. د ماشومانود ښوونځيو د ړنگولو او
سوځولو او همدارنگه د طالب له لوری د پوهنې، علم، پرمختگ او بيا
رغونې په ضد اعلان شوې جگړه ته هم د همدې منطق پوسيله قانونيت
ورکول کېږي.
حقيقت له موږ سره دی ددې عملي امکانات منځ ته راوړي چې په
اسانۍ سره انسانان د نظرياتو او اصولو قرباني شي او بياد کرکې او
ټوپک په يووالي کې حرفوي انسان وژونکي وروزې چې له وژلو او ځورولو
خوند اخلي. دلته له انسان سره د هغه د انسانيت په بنياد نه، بلکې د
هغه د هويت په بنياد چلند کيږي او له دې او هغې ډلې، له دې او هغه
قوم، له دې او هغه مذهب، له دې او هغو نظرياتو سره د اړيکو په
بنياد د انسان په هکله قضاوت کېږي. دلته انسان ته نه په هغه سترگه
کتل کيږي او نه انسان هغه تصوير لري، کوم چې د بشري حقونو په
نړيواله اعلاميه کې ورکړل شوي دی. د بشري حقونو په نړيواله اعلاميه
کې انسان يو خپلواک او ازاد موجود دی چې د اندېښنې او تفکر ازادي
لري او د ځان، ژوند او راتلونکې په هکله په ازاده توگه پرېکړه کوي
اود يوه خپلواک شخصيت توگه د ټولنې په چارو او له دې جملې په
سياست کې گډون کوي.
د حقيقت له موږ سره دی پيروان د يوې ايديال ټولنې د جوړولو
وعده ور کوي، چېرې چې به ټول ديوه فکر پېروي کوي، چېرې چې به ټول
يو شان ژوند کوي، چېرې چې به يو نظر او ايديولوژې واکمنه وي او
مخالفين بهيې د حقيقت دوښمنان بلل کيږي او په ټولنه کې به د لورو
تر منځ د ديالوگ کولو، دواړخيز او څو اړخيز پوهاوی، روغې جوړې او
مصالحي، په سوله کې د گډ ژوند، ټولنېز باور او د يو بل په وړاندې
زغم درلودل په بې مانا عبارتونو بدل شي. واکمنه ډله به د سياسي
سيستم زړی جوړوي او د يوه او يا وړې ډلې د ديکتاتوري فرهنگ به چلوي
او دا ډول يو حالت واکمنو ته، کوم چې حقيقت د ځان مالکيت گڼي
امکان ورکوي چې په زور تکيه وکړي، ستونزې د زورپه وسيله حل او
توپيرونو او اختلافونو ته هم د زور په ژبه ځواب ورکړي او له
مخاليفينو وغواړي : راځئ موږ ته راشئ حقيقت له موږ سره دی
راځئ موږ ته تسليم شئ موږ زور لرو او زور حق دی
په افغانستان کې تجربو وښودله چې مکتبي او ايديولوژيکو واکمنيو
ددې له پاره حقيقت د ځان په مالکيت بدل کړ تر څو د نظريو او په
تېره بيا سياسي پلوراليزم له منځه يوسي، تر څو بې له اپوزسيون يوه
ټولنه جوړه کړي. تر څو په واک کې د خلکو د گډون مخه ونيسي او ترڅو
واک او واکمن د خلکو له څارنې او کنترول څخه وژغورل شي. ترڅو د يوې
ډلې او يا د يوه گوند واکمني تامين شي. مکتبي واکمنيو هڅه وکړه په
ټولنه کې دواړه ټولنېز او وگړنيز ژوند کنترول کړي. همدارنگه دوی او
په تېره بيا طالبانو ددې پرېکړه کوله چې خلک څه شی زده کړي، څه شی
ووايي، څه شی وليکي، څه ډول فکر وکړي، د ږيرې اندازه يې څومره وي،
څه شی واغوندي او کالو رنگ يې څه ډول وي.
د دواړو چپ او ښي افراط ددې ډول هڅو موخه دا وه چې له پخوا څخه جوړ
شوي نظريات او اصول د يوه مطلق حقيقت په توگه په ټولنه ور ورتپي
او د افغانستان او نړۍ پېښې او پراختياوي د منځنيو او نولسمې
پېړيو په معيارونو او آرزښتونو و سنجول شي، خو نوی پېښې او نوې
پوښتنې نوي ځوابونه غواړي.
دلته غواړم د دا ډول چلند په هکله د کانت د دريځ يادونه وکړم.
کانت په کلکه ددې مخالف وو چې په ټولنه او يا انسانانو له پخوا
جوړې شوې نظريې ور و تپل شي. هغه دا کار د انساني فطرت سره ضديت
بالو او ټينگاريې کاوه چې د انسان شعور او خرد د ازاد انتخاب په
صورت کې وده اوپرمختگ کولای شي.
په ټولنه او انسانانو له پخوا څخه د جوړ شويو نظريو او اصولو تحميل
کول د نوي کولو، ابتکارکولواو بيا کتلو مخه نيسي، کوم چې په ټولنه
کې د ودې او پرمختگ له کار سره مرسته کوي. افغاني ټولنه هغو وگړو
او روشنفکرانو ته ضرورت لري چې هېڅکله د مطلق حقيقت په دگمونو نه
زنگېږي، بلکې په همېشنۍ توگه په ټولنه کې د موجود حالت او اصولو په
وړاندې شک او پوښتنه را پورته کوي او دپرمختگ په لور ټولنيز شعور
ته لوری ورکوي. افغاني ټولنه هغو روشنفکرانو ته ضرورت لري چې د
پېژندنې، څېړنې او پايلو اخستلو په کار کې د دگمونو او کاپي کولو
په ځای له خپلواک، پلټونکی او انعطاف منونکی خرد او عقل څخه کار
اخلي.
کانت د منځنيو پېړيو د تاريکي او د نوي عصر تر منځ پوله له خپل
خرد او عقل څخه کار اخستل بولي.
