|
||||||
|
||||||
|
اسنادِ کنفرانس
علمی- سیاسی
بمناسبت
پیام ها و مقالات در
رابطه با دهمین سال شهادت
د شهيد
ډاکټر نجيب الله د لسم تلين په مناسبت د شهید ډاکتر نجیب الله لسم تلین په مناسبت علمی -سیاسی کنفرانس ته د محترم انجینیر نظر محمد وینا
به
مناسبت دهمين سال شهادت دکتور نجيب الله
د منصور د مکتب پلار ته!
(شعر)
چه وقت و چه چگونه بايد مسافات گفتار تا عمل را
بپيمايم؟
هغه بیګناه وینی چی پرسیند واوښتی
د شهید ډاکتر نجیب الله لسم تلین په مناسبت علمی - سیاسی کنفرانس ته د ملي دریځ ګوند رئیس ښاغلي حبیب الله جانبدار وینا
یاد یاران یاد باد
|
|||||
پیغامونه | پیام ها عزيزهدايت٠ آلمان بمناسبت سالروز شهادت فرزند صديق و مؤمن افغانستان زنده ياد رفيق دوکتور نجيب الله شهيد٠ بعداز وفات تربت ما در زمين مجو درسينه هاي مردم دانا مزارماست روزهفتم ميزان سال ١٣٧٥هجري مطابق سپتامبرسال ١٩٩٦ميلادي مصادف است بروزشهادت سالار جسور رهروان و فرهيخته گان اعتلاي افغانستان و بزرگمر د تاريخ افغان دوکتورنجيب الله شهيد٠ اعضاي حزب وطن وهمه روشنفکران مترقي وطن سالروز شهادت ايشانرا بدست مزدوران اجير پاکستاني بمثابه سمبول مبارزات وطندوستي و آزادهيخواهي نسل ما در برابر استبداد، بیگانه پرستي، خيانت، تجاوز و زورگویی گرامي ميداريم٠ خاطرۀ ایشان هميشه در قلبهاي دردمند و داغديده و بلاکشيده وطن ويران ما زنده است٠ روح شان شاد باد دمحترم داکتر نجیب الله دشهادت دلسم تلین په مناسبت چه کوم اماده گی دپیام وطن لخوا نیول شوی ده زه په خپل نوبت دتاسو حخه دداسی یو چا له خوا چه دلیدو او خبرو اخیری افتخار می درلود دزړه له کومی مننه او تشکر کوم په خورا درناوی . بخت گل
استدیو صدا و تصویر بشارت مصمم است که در دهمین سالگرد شهادت پر افتخار بزرگ مردی تاریخ کشورعزیرمان افغانستان روانشاد داکتر نجیب الله مسئولیت ثبت و فلمبرداری جریان سیمینار را داشته باشد٠
بشیر حسینی شمارۀ پیامگیر خارج از هالند: 003180523728 / 0031610710787 / 00633819187 داخل هالند: 0180523728 / 0610710787 / 0633819187.
غلام عمرسنګرخېل شهیدډاکترنجېب الله د افغانستان یو وېاړلی او ازادی غوښتونکې ملی مشر وه چې په ډېروسختو، کړکیچنو اوسرنوشت سازو شرایطو کې یې دافغانستان مشري په غاړه درلوده. دی د افغانستان د خلکو ګران او محبوب مشر وه او خپل د ملي آرمانونو په بڼه کې خپل ځای د تل لپاره خوندي کړی. ده دافغانی ټولنی د ځانګړتیا او ستونځو په پام کې نیولو سره او دټولومشکلاتو او موانع ګانو او بهرنی او کورنی فشارونو سره سره دملی روغې جوړې تګلاره ددولت رسمی سېاست په توګه مخته کړه او تر آخره د خلکو سره په خپلو کړو ژمنو ټینګ ودرید اوخپل ټول زېار اوتوان یې ددغه سیاست په عملی کولوکې په کار واچاوه.
او زه ستاسو ټولو دوستانو نه، د پېام وطن سایټ په ځانګړي توګه د اېمل صاحب پېروز نه او د علمی سیمینار په بڼه دشهېد ډاکتر نجېب الله د شهادت د لسم تلین دلمانځلو لپاره د ټاکل شوي کمیسیون له غړو څخه مننه کوم او د دوې د بري او سرلوړي هیله لرم. موږ، ناروی کې د ډاکتر صاحب نجیب الله مینه وال، هم په خپل وار د ټول اخلاص سره د خدمت لپاره خپل هر ډول چمتووالی څرګندوو او د ملاتړ لپاره له تاسو سره په دی لار کې ټینګ ولاړ یو.
په مینه اومننه
پیام
شورای اروپایئ حزب متحد ملی افغانستان به کمیسیون برگزاری سیمینار «دهمین سالگرد شهادت زنده یاد دکتورنجیب الله»
شورای اروپایئ حزب متحد ملی افغانستان به این باور است که یاد کرد از شهادت فرزند رشید وطن، مبتکر تفکر مصالحه ملی، آغاز گر پروسه برگرداندن صلح در کشور جنگزده و بحرانی ما، شهید داکتر نجیب الله، در فورم یک سیمینار کاریست ارزشمند و درخور تحسین، ما در حالیکه همبستگی خویش را با گرداننده گان (کمیسیون برگزاری سیمینار) این سیمینار ابراز میداریم آماده هر نوع همکاری و مشارکت در تدویر هرچه باشکوه تر این سیمینار میباشیم. به همه شورا های حزب متحد ملی افغانستان در اروپا مشوره داده شده است تا عند المراجعه کمیسیون برگزاری سیمینار «دهمین سالگرد شهادت زنده یاد دکتور نجیب الله» همکاری صادقانه و بیدریغ بدارند.
د حکمت اله حکمت
لخوا! افرين دی وي په تا افرين دی په ابا دشهيد ډاکتر په لاره چې را بولی افغان بيا
د وطن پیغام د سایټ محترمو او قدرمنو کارکونکو! ما ستاسو په سایټ کې د ستر ایثار کوونکي او سرښندوی، شهید ډاکتر نجیب الله د افغانستان پخوانې جمهور رئیس د تلین په مناسبت د یوه علمی سیمینار د جوړیدو خبر ولوست. دا په داسې حال کې چې د شهید ډاکتر نجیب الله شهادت د افغان ولس لپاره یوه لویه غمیزه او جبران نه کیدونکې ضایعه ده چې زمونږ د هیواد او د ولس غلیمانو او دښمنانو لخوا تر سره شوه. خو ویاړ زمونږ د وطن پر تاریخ چه خپل اتلان او خدمت ګزاران نه هیروي او د هغوې یاد په خپله پراخه حافظه کې ژوندې ساتي. کله چې زمونږ په خاوره د تلپاتې سولې وړانګې خپرې شي نو هله به سوله او د شهید ډاکتر نجیب الله ویاړنې د افغانانو د خولی ترانې وي. نو ځکه زه هم د ګڼ شمیر افغانانو په لیکه کې چې د جرمني د هامبورک په ښار کې استوګن دي د یوه داسې افغاني، ملي او انساني نوښت ستاینه کوم او د نوموړي سیمینار د جوړیدو په بهیر کې د پوره ونډې اخیستلو ژمنه کوو. ځلانده دی وي د افغانستان د ټولو شهیدانو او اتلانو یاد. په درنښت،
میوند، هامبورګ – جرمني
دالحاج ډګرجنرال مير زمان امرخيل پيغام
بسم الله الرحمن الرحيم
درنو هيوادوالو دسولی او اخوت پلويانو! په دی وروستيوکې دافغانستان ملی دريځ ګوند دمشرتابه لخواخبرشوم چې دآلمان په اتحادی جمهوريت کې دهيواد پالو او منورو افغانانو لخوا د مرحوم ډاکترنجيب الله دمفکورواوسياست په اړه يو سيمنار جوړيږي٠ زه چې اوس د کانادا په هيواد کې د ژونددکهولت شپی اوورځی تيروم، يوه لحظه هم خپل هيواد افغانستان نشم هيرولی او غواړم ووايم هغه مشرانو چې د افغانستان لپاره یې په رښتيا هم سوله او سرلوړي غوښته دستاینې وړدي، له هغه جملی مرحوم ډاکترنجيب الله چې دسولی او ملی پخلاينی لپاره یې افغانی اواسلامی تګ لاره غوره کړی وه، د افغانستان دمشکل دحل لپاره بهترينه لار وه اوده٠ پرته له سولی او دټولو افغانانو له ملي يوالي دهيوادپرمختګ او آبادی ممکن ندي٠ زه ستاسولپاره د ملی يوالي او افغانی اتفاق په رامنځته کولوکې له متعال اوبښونکی خدای (ج) څخه برياليتوب غواړم ٠
محترمو
عزیزانو! زه خپل د سترګو لیدلی حال بیانوم هغه په داسې حال کې چې خپل رباالغزت حاضر ګڼم. په داسې حال کې چې ما داول ځل لپاره د ډاکتر صاحب سره ولیدل هغه راته وویل چې ته شوروي ته نه یې تللی ما ورته وویل نه. ده وویل چې یوځل ولاړ شه نو ما بی اختیاره ورته وخندل ده وویل سی ولی دی وخندل ما ورته وویل ما اوه لس کاله تحصیل کړې او هغه په دغو دریو میاشتو کې له لاسه ورکړم (مقصد مې خاد وه) ده راته وویل نه هیڅکله داسې کار ونکړی ما تحصیلی برس درته وویل. ماورته وویل هو په تحصیلی برسونو کې ځم(چه نه ولاړم) دریم نفر راغی او هغه هم په مجلس کې را شامل شو هغه ورته وویل ښه ډاکتر صاحب دا ستا پښتو څه شوه او دستا غیرت څه شو چې په داسې مردار وخت کې له داسې مردارو (روسانو) سره راغلی او داسی مرداره څوکۍ دی ونیوله ده ورته وویل چې .... افغانستان په وینو کې غرق وه اوپه وینوکې غرق شو یوازینۍ لار د بیرون رفت ئی همدا څوکۍ ده. نو ماله ځانه سره فکر وکړ دادی پخبله کمونست له کمونستانو سره راغلی او داسې خبره کوي نو همدا فکر همیشه له ماسره وه ترڅو چې دی رئیس جمهور شو. خادیانو او پرچمیانو ته چې چا پورته نشو کتلای داسې حال ته ئی ورسول چې حتا خلکو به دوی ته سپکاوی کاوه مګر دوی به حوصله کوله په هر ترتیب که چیرته دی واقعاً په ایمان له دنیا تللی وي الله دی مغفرت ورته وکړي ما صرف خپل لیدلی حال بیان کړ د زړونو مالک خو نه پناه کیدونکې الله( ج ) دی. د وطن پیغام مخکښه اوچته، باتوره ، پیروز خانه! سلامونه اوګلونه تاسي ټولو ته ډالۍ کوم ، ژوند مو نیکمرغه بریاوی مو برخه٠ زموږ د ستر او ملي مشر زړور، په رښتیا په وطن مئین شهید ډاکتر نجیب الله روح دی ښاد وي. ددی دشهادت په لمړۍ ورځ باور وکړئ په نړۍ کې په لکونو انسانانو ژړل ٠ زموږ شهید خپل د ریښتینولۍ او وطنپالنې بلهاري شو. د هیواد د دښمنانو پر افغانانو نه لوریدل چې افغانستان دی داسې یو سرتیری او مخکښ ولسمشر ولري نو ځکه یې زموږ هیوادوال د هغه د مرګ په ماتم کې کینول. خو دا دی په یاد ولري چې یوازې یو شخص نه وو بلکه یو آرمان دی چې خاماخا به ورته زموږ راتلونکې پیړۍ د عمل جامه ور اغوندي. هغه آرمان د یو یوموټي، پرمختللي او دموکرات افغانستان ارمان دی. دا لاندې کرښې
راته زموږ د ستر شهید د روح آواز ښکاري چې اوس به هم د هیواد په غرو رغو کې
ګرځي راګرځي: په درنښت دچنګاښ ٣٠ مه٠
گردانندۀ
عزيز سايت پیام وطن سلام!
اين شعر
انتخابي را جهت نشر به شما ار سال داشتم، اميد که
شما هم
نشرش کنيد تا پيامي به آن رفيقان نامرد و بي وطن باشند که
از پشت خنجر زدن را از باداران خود آموخته بودند، ولي حالا نتيجه اش را مي
بينند!
شما پيروز
باشيد.
با احترام
خيبر
بی ستاره ترین آسمانها!
بامن به مرگ سرداری که از پشت خنجر خورده است گريه مکن .
او با شمشیر خویش میگوید:
" برای چه بر خاک ریختی
خون کسانی را که از یاران من سیاه کار تر نبودند؟
و شمشیر با او میگوید:
" برای چه یارانی برگزیدی
که از بیش دشمنان تو با زشتی سوگند خورده بودند؟
و سردار جنگاور که نامش طلسم پیروزی ها ست،
تنها، تنها بر سرزمینی بیگانه چنگ بر خاک خونین میزند:
"کجائید، همسوگندان من؟
شمشیر تیز من در راه شما بود.
ما به راستی سوگند خورده بودیم..."
جوابی نیست،
آنان اکنون با دروغ پیاله میزنند!
"کجائید، کجائید؟
بگذارید در چشمانتان بنگرم..."
وشمشیر با او میگوید:
"راست نگفتند تا در چشمان تو نظر بتوانند کرد...
به ستاره ها نگاه کن:
هم اکنون شب با همه ستارگانش از راه در می رسد.
به ستاره ها نگاه کن
چرا که در زمین پاکی نیست..."
و شب از راه در می رسد،
بی ستاره ترین شب ها!
چرا که در زمین پاکی نیست.
زمین از خوبی و راستی بی بهره است
و آسمان زمین
بی ستاره ترین آسمانهاست!
شاملو محترمو ملگرو او دوستانو ! دافغانستان دمعاصرتاريخ د نوميالي شخصيت اوملي اتل شهيد ډاکټرنجيب الله دشهادت دلسم تلين په مناسبت دوطن گوند د غړو د انسجام د مؤقتې کمیټې له خوا ددغه زړور او سرتيري افغان ولسمشر د افکارو او نظرياتو په هکله دعلمي سيمينار جوړيده پر وطنپالو افغانانو د ستر داين (دين)، پور او يا ذمه واري د ادا کولو کوچنې او لومړنی پل دی چې په هغې کې ټولو ملي، وطنپالو افغانانو ته د گډون بلنه ورکړ شويده ٠ پداسې حال کې چې زه دوطن دگوند د يوه غړي په توگه او یقیناً د وطن گوند ټول پخواني غړي په ډيره مينه ددغه پرځای او ښه اقدام په کلکه پلوي او ملاتړکوو او ددی ستر کارسازمان ورکوونکې کميټی ته د زړه له کومی مبارکي وايوو، زه له ټولو ريښتينووطنپالو، صادقو او حقبينو څيړونکو، سياسي کارپوهانو او ټولو ترقي غوښتونکو، په تيره بياله هغوکسانوچې ځان دشهيدنجيب الله اودهغه دملي مصالحی د سوله اييز سياست پلوي او مينه وال بولي په درناوي هيله کوو چې د تاريخ او زموږ د ستر شهيد (شهيد اکبر) ريښتيني وطنپاله مشر، ډاکټرنجيب الله ستر ملی شخصيت ته د درناوي په توگه او يا د حق اوحقيقت د بيان په نامه په فعاله توگه ونډه واخلي اوخپله تاریخي، ملي او ايماني ذمه واري ترسره کړي ٠ عمرتيريږي او تاريخ نن وي اوکه صبا وي خپل قضاوت کوي، مهمه داده چې اوس موږ له خپله اړخه دتاريخ پدې حساس پړاو کې، پدی مهال چې لا ډير حقايق د دښمنيوپه تيارو، د ابهامو او بيريدنو تر پردو لاندې ناڅرگند دي دحقايقودبيان له لارې په زړورتيا او ميړانې سره پدی سيمينارکې برخه واخلو٠ ښاد دی وي دافغانستان دمعاصرتاريخ دستر او ميړني مبارز، شهيد نجيب الله روح !
نجیب الله شفقیار محترمو وطنوالو تاسوته د محترم ډا کتر نجيب الله د شهادت د لسمې کاليزې په رارسيدو د تسليت ډاډ درکوم او د شهيد فا ميل ته د خداې له دربار نه د زړه صبر غواړم. د ډاکتر صاحب شهادت د افغانانو افتخار دې . روح دې ښاد وې . په درنښت
اسنادِ کنفرانس
علمی- سیاسی بمناسبت
|