دافغانانودعمل دنړى
والې کميټى
Afghans
Action Committee International
اعـــــــــــــــلامـــيه
بريتانيا- لندن
دافغانانودعمل
نړيواله کميته دافغانستان په سويل لويديزوولايتونوکى دائتلافي قواووپوځي
عمليات چي دمخالفينوسره په نښته کي روان دي ، دبې شميره ملکي وګړودمرګ
اوژوبلې لامل شوى دي. دغندنې وړبولي.
په دې وروستيوورځوکى دکندهار،اروزګان
اوهلمند شاوخواسيموکي دپوځي عملياتوپه ترڅ کي ښځي ، ماشومان، او نوربيګناه
خلګ هم بمبارد شوى کورونه ئې ړنګ او مرګ ژوبله وراوښتې ده . په نتيجه کي يو
زيات شمير اوسيدونکي دخپلوکورونوڅخه کډه شوى او دستونزونه ډکو شرايطو کي
شپې سباکوي. همدارنګه دکندهارپه ښارکي دمسجدونو،مدرسو اوکورونوڅخه دشکمنوپه
نامه يوشمير خلک نيول شوى اودنوروسيمو څخه هم دورته پيښوخبرونه ترلاسه
کيږي.
د افغانانو دعمل نړى واله کميټه په داسې حال
کى چي دافغانستان دامنيتي حالت په ښه والې اودخپلو هيواد والودسوله ايزژوند
سره دوينې د پيوند مينه لري، دائتلافي قواوو پوځي عمليات چي ولسي خلک هم
پکي په نښه اووژل کيږي کلي،کورونه، بانډې اوکروندې يې ويجاړې اومقابل لورى
ته دنوې اوپراخې سربازګيرى اويوځل بيا د يوې بلي کورنى جګړې امکانات
برابروي، په کلکه غندى اود داډول ړندواوورانوونکوعملياتو چې دخلکوتلفات
زياتوي ژرترژره دريده غواړي .
دافغانانودعمل کميټه دافغانستان له منتخب
مشرتابه اوپه واک کي دشريکونوروملي شخصيتونواو اړخونو، نه هيله لري چي
دافغاني خپل منځي يووالې له ليارې دافغاني امنيتي ځواکونواودائتلافي
قواووعمليات اوچال چلن داسې رهبري کړي چي ملکي وګړي پکښي مصؤن اود دولت
اوولس ترمنځ دمقابلې مخه ونيسي ترڅوپه خپل لاس اوبه دسرحدونوها خوا
ګاونډيوتاريخي مغرضونواوپه افغانستان کي دننه دهغوى دلاس پوڅوسياسي
اوکلتوري مافياوو په ژرنده ور برابرې نکړي.
دولت بايد دزيانمنوشووکورنيوسره په فوري اوعاجله توګه
دمرستواودزيانونود جبران اقدام وکړي. اوسني او پخواني داخلي مهاجرين
خپلوسيمواوکورونوته بيرته ستانه کړى، امنيت اومصونيت ئې تامين اودبلې
خواسره ددريدونه يې وژغوري.
دافغانانودعمل کميټه په
دې باورده چي دافغانستان اوسنى کړکيچ يوازې دمخالفينودافغاني خواسره دلوړې
کچې هر اړخيزو مذاکراتوله ليارې ژراوبې زيانه حل کيداى شي اوهيله کووچي په
دې هکله دبشردحقوقوسازمان اونورې نړۍ والې موسسې خپلي انساني انديښنې په
ډاګه کړي.
دافغانانودعمل نړيوالې
کميټې مشر
سيد جان کاروانى