www.payamewatan.com
     
 

انجنېر زکريا
هالنډ

۱۳
/جولای/۲۰۰۶

بحران ولي را مېنځ ته سو او د حل لارې یې کومې دي ؟

دوهمه برخه

دوهم : د بحران په را مېنځ ته کېدو کې دبهرنيو فکتورونو رول:

   له بده مرغه افغانستان د خپل ستراتېژيک ارزښت له مخي د تاريخ په اوږدو کي د خپلو ګاونډيو او سيمي هيوادونو د توطئو،دسيسو او تېريو سره مخامخ سوی دی او د هغو په پايله کي افغانستان د اوږدې مودې لپاره دسترو بحرانونو سره مخامخ سوی دی . له بده مرغه دغو هيوادونو د افغانستان په دننه کي د خپلو مزدورو لاسپوڅو په واسطه د افغانستان دورانولو او شخړو داوږدولو پلانونه عملي کړيدي .ځکه نو د معمول خلاف کله کله داسي حالات را مېنځ ته کېږي چي کورني فکتورونه دوهم اوبهرني فکتورونه لومړی درجه ارزښت پيدا کړي .

   د افغانستان په نني بحران کي هم زموږ د ګاونډيو او هم د سيمي د يو شمېر هيوادونو لاسونه په روښانه ډول ليدل کېږي . او په ډاګه څرګنده ده، چي طالبانو د بهرنيو مرستو او ملاتړ نه پرته په هيڅ ډول نه سوای کولای له ماتي نه وروسته په دومره ستر ځواک بدل سي چي د افغان حکومت او نړی وال ائتلاف په وړاندي دي جګړه وکړي او دغه ډول تنظيم سوی تروريستي او ځان وژونکي عملونه دي تر سره کړي .

   دطالبانو له خوا د افغانستان په اوسنيو ورانکاريوکي په ځانګړې توګه د روسيې، پاکستان او اېران رول تر ټولو زيات دی .  دا هم څرګنده ده، چي د بهرنيو مرستو او ملاتړ نه پرته طالبانو په هيڅ ډول نه سوای کولای د افغانی او نړی وال ائتلاف ځواکونو په وړاندي جګړه وکړي.  له همدې امله کولای سو ووايو ،چي د افغانستان په نني  بحران کي بهرنيو فکتورونو ډېر لوی رول لوبولی دی .

۱ ـــ روسيه :

   کله چي پخواني شوروي اتحاد ( ننی روسيې ) په افغانستان کي شرمونکې ماته و خوړه او دې ته اړ سو، چي د افغانستان څخه بايد خپلي پښې سپکي کړي، نو په راتلونکي کي ئي د خپلو لاسوهنو لپاره دکې جې بې ( ننی اف اس بې ) له لاري پريو شمېر جهادي ؟؟  قوماندانانو کار پيل کړ او هغوی ئي  همکاری ته چمتو کړل .

   کله چي روسان د افغانستان نه ووتل، دوی داسي فکر کاوه ، چي ددوی په وتلو سره به په افغانستان کي اړودوړ جوړ او کورنۍ جګړه پيل سي او په دې ډول به دوی د جګړې د غراماتو په هکله د افغانانود غوښتنو نه وژغورل سي او له بله پلوه به نړی ته هم داووايي، چي په افغانستان کي د جګړې عاملين روسان نه بلکي خپله افغانان دي او دادی ددوی د وتلو نه وروسته هم په افغانستان کي جګړه ونه درېده او امن او ټيکاو را مېنځ ته نه سو، يعني دوی هغه څه غوښتل چي په ۱۹۹۲ کال کي پېښ سول .   خو ددوی د هيلو خلاف دا څه پېښ نه سول . که څه هم جګړه روانه وه ، خو خبره هغه ځای ته ونه رسېده، کوم چي دوی غوښتل .   له بله پلوه ډاکتر نجيب الله هم د ملګري ملتونو د سر منشي د ځانګړي استازي ښاغلي بينن سيوان سره د ليدنو کتنو په ترځ کي دا ومنله چي استعفي به کوي او واک به د ملګرو ملتونو تر مشری لاندی جوړ سوي ۱۵ کسيز کميسيون ته سپاري .نو روسان وبېرېدل ، چي که دا پلان عملي سو ، نو په افغانستان کي خو به ټينګه سوله راسي او هر حکومت چه راسي نوهغه به يو مشروع حکومت وي او د خلګو د فشار په پايله کي به دروسيې نه د جګړې د غراماتو غوښتنه وکړي .   ځکه ئي نو په بېړنۍ توګه د خپلوهغو اجنټانو په واسطه، چي هم ئي د مجاهدينو ؟؟ په مېنځ کي او هم ئي دخلق دموکراتيک ګوند (وطن ګوند )  په غړوکي لرل، د ملګرو ملتونو د سولي د پلان په وړاندي کودتا وکړه او هغه ئي ناکامه کړ، په افغانستان کي د مېشتو قومونو په مېنځ کي ددښمنيو اور ته لمن ووهله او داسي اور ئي ولګاوه چي تر اوسه پوري هم نه مړ کېږي .   روسانو ددې لپاره چي ددغه ورانونکي جګړې اور ئي لګېدلی ساتلی وي، نو د اسلامي جمعيت او نظار شورا مجاهدينو؟؟ او د دوستم د اسلامي جنبش ملېشو ته ئي وسلې، مادي مرستي او سلاکاران ولېږل .

   کله چي په ۲۰۰۱ زېږديز کال کي امريکايان او دتروريزم په وړاندي د نړی وال ائتلاف ځواکونه افغانستان ته راغلل، نو روسيه دې ته خوښه وه، چي اوس به نو په افغانستان کي د پخواني شوروي د ماتي غچ دامريکايانو نه واخلي او هغوی به هم د روسانو په برخليک اخته او نوم بدي له افغانستان نه ووزي . خو بيا هم داسي ونه سول. ځکه چي له يوې خوا دغه پوځونه د ملګروملتونو د امنيت د شورا نه، چي روسيه ئي هم غړې ده، مشروعيت تر لاسه کړی وه او له بلي خوا د افغانستان خلګ له طالبانو نه سږمو ته رسېدلي وه او سوله ئي غوښتل .

   خو روسانو بيا هم دهغه پيل نه نه يوازي په استخباراتي او امنيتي ځواکونو او اُردوکي د خپلو پخوانيو ملګرو ( نظار شورا ) له لاري لاس بری پيدا کړ،بلکي د بهرنيو چاروپه وزارت او نوروحساسو ځايونو کي هم ددوی ملګرو منګولي ټينګي کړي وې .ددوی تر ټولو غوره دنده داوه، چي دافغانستان د ورونو قومونو تر مېنځ ددښمنۍ اور ته لمن ووهي او دغه اور تر هغه وخت پوري لګېدلی وساتي، تر څو چي دوی ئي غواړي .

   خوکله چي د ځينو پوستونو نه ددوی ملګري ليري سول او دوی وليدل چي افغانستان د بدلونو خواته روان دی او ددوی انډيوالان هغه پخوانی صلاحيت نه لري ، چي دغه بدلونونو ته غټ خنډونه را مېنځ ته کړي، نو ئي داسي کار ته لاس واچاوه چي پنځه کاله وړاندي ئي چا تصور هم نه سوای کولای، يعني طالبانو ته د وسلو او مالي مرستو رسول .

   نژدې دوه کاله وړاندي د المان د هامبورګ په ښار کي روسي ژبي اونيزي خپوني وليکل، چي روسان طالبانو ته پوځي مرستي او وسلې ورکوي .د ډېرو خلګو لپاره په دې خبره باور کول ډېر سخت وه ، خو کله چي د طالبانو يوه وتلي قوماندان او دطالبانو د مرکزي شورا غړي ملا دادالله هم دالجزيرې دټلويزيون سره د مرکې په ترځ کي وويل «تصور كنيد كه [حتى] برخى از كشورهاى غيراسلامى ما را در شكست دادن آمريكايى ها كمك مى كنند».زما په آند دغه غير اسلامي هيواد چي د امريکا سره ډغري ووهلای سي ،د روسيې پرته بل هيواد کېدلای نه سي .که يو ګړی فکر وسي ، چي بل داسی هيواد به کوم وي ، چي غير اسلامي هيواد هم، د افغانستان او افغانانو سره دښمني هم ولري او د امريکايانو سره ناندری هم ولري او دې ته دي زړه هم ښه کړي، چي د طالبانو سره دي مرسته وکړي ، نو هرومرو به دا پايله تر لاسه کړي، چي دا هيواد روسيه ده.

تاسي و ګوری د روسانو پاليسی ته :

ــ د افغانستان د اشغال په وخت کي ئي هم د حاکم رژيم ملاتړ کاوه او هم ئي په عين وخت د استخباراتو له لاري د احمدشاه مسعود سره پټي اړيکي لرلې او مرسته ئي ور سره کوله .

ــ د طالبانو د واکمنی په وخت ئي هم دطالبانو په خلاف د اسلامي جمعيت، نظار شورا او ددوستم د اسلامي غورځنګ نه ملاتړ کاوه ، وسلې او مادي مرستي ئي ور کولې، ترڅو د جګړی او مړ نه سي .

ــ او اوس بيا دادی د طالبانو سره د افغانستان د مشروع او قانوني رژيم په وړاندي په ورانونکې  جګړه کي مرسته کوي ( نه طالبان شرم لري نه او نه هم روسان )

   دغه راز د يوې خوا د روسيې ددفاع وزير، د بهرنيو چارو وزير،د امنيت دشوراسکرټر، د استخباراتو رئس او نور لوړپوړي روسي چارواکي، په افغانستان کي د اقليتونو د حقونو ددفاع تر نوم لاندي، وروڼه قومونه يو دبل پر ضد لمسوي او له بلي خوا هغو طالبانو ته ،چي دروسانو له خوا د اقليتونو د حقوقو په تر پښو لاندي کولو تورنېدل ، پوځي او مالي مرستي ورکوي .

   پر دې سربېره روسيه د افغانستان په دننه کي هم د ډېري وړې پلمې په لاس ته راوړلو سره، د سترو بد امنيو درامېنځ ته کولو لپاره هڅي کوي، چي وروستی بېلګه ئي، په کابل کي د ترافيکي پېښی د رامېنځ ته کېدو له امله اړودوړ ته لمن وهل وه .   دروسانو په تحريک ددغه ډول پېښو ليست خورا اوږد دی اوکېدای سي په مناسب وخت په دې هکله بېله څېړنه وسي .

   لنډه داچي روسيه په افغانستان کي دبې ثباتی او وروروژني جګړې درامېنځ ته کېدودبهرنيو فکتورونو نه يو تر ټولو بنسټيز دی او هر څومره ژر چي کېدای سي دروسانو لاس بايد د افغانستان نه لنډ سي.  خو لکه څنګه چي روسانو په افغانستان کي ډېري ژوري ريښې ځغلولي دي ، نو په پوره احتياط سره بايد په دې لاره کي ګام پورته سي .

۲ ــ پاکستان :

   پاکستان د خپل پيدايښت د لومړيو ورځو نه د افغانستان په وړاندي ددښمنيو نه ډک چلند کړی دی او له بده مرغه د وخت حاکمو رژيمونو د پاکستان په وړاندي د سمو پاليسيو او ستراتېژيو نه کار نه دی اخستی.

   پاکستان په ۱۳۵۲ کال کي دکودتا نه وروسته د افغانستان پر ضد لمسوني نوري هم زياتي کړې او په پاکستان کي ئي د افغانستان پر ضد د تروريستانو دروزني کمپونه جوړ کړل . په دې اړوند د پاکستان د کورنيو چارو پخوانی وزير نصر الله بابر داسي وائي -   دا ټیک ده چې په ۱۹۷۳ کې انجیینر حبیب الرحمن او بیا حکمتیار، احمدشاه مسعود او وروسته ربانی او نور دلته ټول راغلل، هغوې ته موږ ټرننګ شروع کړو.

   خو د شوروی د پوځي تېري نه وروسته، کله چي پاکستان ته افغاني کډوالو سېلونه ور مات سول او پاکستان د امريکا، عربي او اروپائي هيوادونو او نورو بډايو هيوادونو په مالي  مرسته  افغاني کډوالو ته کمپونه جوړ کړل، نو پاکستان ددې حالت نه داسي ګټي پورته کړې، چي هم ئي افغاني کډوالو ته بېلي سوي پيسې په خپل درد ووهلې او هم د پاکستان لپاره داسي اجنټان وروزل، چي دې ته چمتو وه خپل هيواد ته اور واچوي .

   کله چي په ۱۹۹۲ کال کي واک د اسلامي جمعيت، نظار شورا، ددوستم د اسلامي غورځنګ او نورو جهادي تنظيمونو لاس ته ورغی، نو د پاکستان د ورانکارو عملونو لپاره خورا ښه شرايط برابر سول . پاکستان هم دورور وژني جګړي اور ته ښه ډېر غوړي ورواچول .

   خو کله چي منځنی اسيا ته ددوی د رسېدو په لاره کي دغي جګړې خنډونه رامېنځ ته کول، نود طالبانو د رامېنځ ته کولو له لياري ئي د جهادي متخاصمو ډلو ټپلو د واکمنۍ ټغر ټول او طالبان ئي د کابل واکمنۍ ته ورسول.

   خو کله چي په ۲۰۰۱ زېږديز کال کي د سپټامبر د ۹ تروريستي عمل تر سره سو، نو پاکستان دداسي حالت سره مخامخ سو، چي نه ئي په ښکاره دطالبانو نه ملاتړ کولای سو، ځکه چي دا به د امريکا د متحدو ايالتونو په وړاندي د جګړې د اعلان په مانا وای، او نه ئي د طالبانو دله مېنځه تلل منلای سوای . نو دهمدې وخت نه ئي خپله دوه مخه ستراتېژي طرحه او پر مخ يوړه.

    له يوه پلوه ئي د امريکا او نړی والي ټولني سره د تروريزم، چي طالبان ئي يو جز وه، په وړاندي د جګړې ملګر تيا اعلان کړه،خو په پټه ئي د پردې تر شاله يوه پلوه دطالبانو ملاتړ، تجهيز او روزني ته دوام ورکړ او له بلي خوا ئي د افغانستان سره په پوله کي د پاکستان په صوبه سرحد ( پښتونخوا) او بلوچستان ايالتونو کي داسي شرايط برابر کړل، چي اسلامي بنسټ پاله ګوندونه ( متحده مجلس عمل ) د يادو سوؤ ايالتونو واک په خپل لاس کي واخلي او په يادو سوؤ ايالتونو کي دتره ګرو طالبانو د روزلو لپاره په پراخه پيمانه مدرسې پرانيزي او د درو کلنو تياريو نه وروسته ئي افغانستان ته د تروريستي او ورانونکو کارونو د تر سره کولو لپاره راواستوی .

   په ظاهره داسي وښيي چي ګواکي پاکستان ، افغانستان ته د طالبانود تېرېدو د مخنيوي لپاره ۷۰ زره پوځونه په پوله اچولي دي او لګښت ئي هم د امريکا نه اخلي . خو په واقعيت کي په ازادو قبايلو کي د خپلي واکمنی دټينګېدو لپاره عمليات تر سره کوي .په دې ډول پاکستان غواړي دا وښيي، چي هو په پاکستان کي تروريستان سته او روزل کېږي ، خو موږ ئي افغانستان ته د تېرېدو د مخنيوي لپاره ۷۰ زره عسکر په پوله اچولي دي .   حال دا چي دوی بايد دترويستانو ځالي او د توليد فابريکې و تړ ي .  که چېري دا ومنو چي افغانستان ته ئي د تېرېدو مخه په ديوال يا عسکرو ونيول سي، نو نورو هيوادو ته به ئي مخه څنګه نيول کېږي ؟

   طالبان په پاکستان کي په ازاد ډول ګرځي را ګرځي، مالي مرستي تر لاسه کوي، په پوځي مرکزونو کي تروريستي تمرينات ويني او د ميډيا سره مرکې کوی او د تروريستي کارونو د سرته رسولو لپاره افغانستان ته رالېږل کېږي .

   د پاکستان پاليسي داده چي تر څو ممکنه وي پرې به نږدي، چي په افغانستان کي سوله او ټيکاو راسي .

   متأسفانه لوېديځه نړی هم د هغه ملګرتيا له امله چي پاکستان د سړې جګړې په وخت کي ددوی سره لرله،نه غواړي د يوه قاطع چلند نه کار واخي او له بله پلوه د يوه داسي هيواد سره چي په زروي وسلو سمبال وي، د يوه قاطع چلند کول هم اسانه کار نه دی، نو پاکستان د لوېديځوالو ددغو دريځو په نظر کي نيولو او ناوړه ګټه اخستلو سره، تر اوسه خپل دوه مخی سياست مخ ته بېولی دی . ولي يوه خبره روښانه ده،چي دا حالت تر ابده دوام نه سي موندلای . ځکه په دغه جګړه کي، د پخوا په څېر يوازي د افغانانو بچيان نه مري ، بلکي په په نړی وال ائتلاف کي د شاملو هيوادونو سرتېري هم په دغه جګړه کي وژل کېږي .   نو نړی وال نسي کولای د پخوا په شان هغه ته د ګوتو تر مېنځ و ګوري او ترې تېر سي .

   که څه هم پاکستان پر دې حساب کوي، چي نړی وال به د افغانستان د ستومانه کونکي جګړې نه ستړي سي او بالاخره به د افغانستان څخه وتلو ته اړ سي او ددوی لپاره به بيا غوړه مېله جوړه سي .   خو دا ځل ددوی حساب غلط دی او دا هيله به ګور ته يوسي .   په دې شرط چي د افغانستان د بهرنيو چارو په وزارت کي د ډاکتر عبدالله د وخت په څېر داسي کسان د ډيپلوماټانو په توګه ونه ګمارل سي، کوم چي د افغانستان او افغانانو سره کينه او دښمني ولري او د افغانستان د ګټو دفاع پر ځای دپرديود ګټو مدافعين وي .

   افغانان هيله من دي، چي دښاغلي ډاکټر رنګين دادفر سپنتا په راتګ سره به دا نيمګړتياوي ليري کړل سي. هغه څوک چي په بهر کي د افغانستان په استازي توب خبري کوي ، بايد د خپل هيواد او خلګو سره مينه ولري او د افغانستان ګټو ته وفادار وي .   نو په دې صورت کي هرومرو د افغانستان دريځ په نړی کي غښتلی کېږي او دلاسوهنو په لږولو او بېخي له مېنځه وړلو کي ښه رول لوبولای سي او نړی وال به په ښه توګه دې ته وهڅوي چي د تروريزم ځالی او د تروريستانو د توليد فابريکې وتړل سي.

۳ ــ اېران :

   اېران هم د پورته يادو سوؤ هيوادونو په څېر د افغانستان د ودي او پرمختګ او زموږ په هيوادکي د سولي اوټيکاو د راتلو سره سخت مخالف دی .خو اېرانيان خپله دښمني په ډېر مهارت او زرنګي سره تر سره کوي ، چي ليدل او لمسول ئي اسانه کار نه دی .

   اېران هم د پورته يادوسوؤ هيوادونوپه څېر د افغانانو تر مينځ قومي او مذهبي ناندريو ته لمن وهي، په افغاني ډلو ټپلو کي اجنټان روزي او د هغوی له لاري ناندريو او ناامنيو ته لمن وهي . دوی هم د پاکستان او روسيې غوندي د دولت په لوړ پوړيو چارواکو کي جاسوسان لري.

   اېران پر دې سربېره پر افغانستان کلتوري يرغل هم کړی دی.داطلاعاتو، کلتور او ځوانانو چارو دوزارت له لاري ئي هڅه کړېده،خپله ژبه او ادبيات پر افغانانو و تپي او افغاني ملي ترمينالوژي ليري کړي .

   کېدای سي په ښو تدابيرو سره د روسيې او پاکستان د تېريومخه په نسبتاً لنډه موده کي ونيول سي ، خو په لنډه موده کي داېران د کلتوري يرغل د مخي نيول، شونی نه دی . ځکه نو دغه يرغل ته بايدتر نورو دوؤ لا هم په جدي سترګه وکتل سي او له همدې امله د اوس نه ئي مخه ونيول سي . ځکه چي دا کار د اوږدې مودې هلو ځلو ته اړتيا لري .

   د بله پلوه که چېري د روسيې ، پاکستان او اېران مطبوعات وکتل سي نو په هغو کي ( لکه هم ږغي سوي چي وي ) يوډول د افغانستان د حکومت او نړی وال ائتلاف ( په ځانګړې توګه د امريکا دمتحدو ايالتونو ) په خلاف تبليغات کېږي . يوازي هغه رپوټونه خپروي،چي منفي بڼه لري او هيڅکله د لاسته راوړنو او مثبتو خبرونو په هکله څه نه پکښي ليدل کېږي.  دغو درو هيوادونو دافغانستان پر ضد د ورانکاريو  يو مثلث جوړ کړی دی .

   خو موږ د سمو پاليسيو په پلي کولو سره کولای سو دخپل هيواد د ستراتېژيک موقعيت نه مثبته ګټه پورته کړو  او بايد ئي هم وکړو، خو يو ځل بيا وايم چي په دې شرط چي ډيپلوماټان مو صادق او افغانستان ته وفاداره خلګ وي .

   دپورته يادو سوؤهيوادونو سره د ستونزو دلرلوسره سره موږ دنړی والي ټولني حضور او ملاتړ او ژمنتيا د ځانه سره لرواو د هغه نه بايد پوره ګټه واخلو .

   لکه څنګه چي د افغانستان دبحران بهرني فکتورونه خورا ارزښتناک دي ، نو د افغانستان حکومت هم بايد دبهرنيو چارو وزارت او نورو ټولو ډيپلوماټيکي ادارو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او په داسي پوستونو کي يوازي او يوازي هغه کسان و ټاکل سي ، چي د افغانستان ګټو ته وفادار او د افغانانو سره مينه ولري او يو ښه وطنپال وي .

   زما په آند دټولو پورته يادو سوؤ بهرنيو لاسوهنو، تېريو او لمسونوؤ سره سره ، دافغانستان په بحران کي تر ټولو لومړی خپله افغانان ( په دقيق ډول هغه کسان چي د افغانستان د پرمختګ، سوکالی، ټيکاو او د امن سره مينه نه لري ) ګرم دي . که چېري افغانان د بهرنيانو دتوطئو د پلي کولو لپاره کار ونه کړي ، نو بهرنيان هيڅکله نه سي کولای مخامخ د افغانانو په وړاندي ودرېږي او هغه چي مخامخ درېدلي دي خوله ماتونکی ځواب ئي هم ليدلی دی او ماته ئي خوړلې ده.دا هم د افغاني حکومت دنده چي د بهرنيانو دلمسونو، تېريو او لاسوهنود مخنيوي لپاره سم تدابير ونيسي ځکه چي وائي «کور خپل ساته او ګاونډی غل مه نيسه»، خصوصاً چي دداسي چور غل ګاونډی سره دي سر وکار وي ، چي «نصوار پر شازه نه پرېږدي» .

دريم: وړانديزونه ( د بحران نه دوتلو لاري ):

   زما له نظره که چېري څوک يوازي نيوکي کوي او د حل او ښه والي لپاره هيڅ ډول وړانديزونه نه کوي ، نو کېدای سي د هغو کسانو لخوا چي نيوکي پر سوي دي دداسي کسانو په نوم ياد سي، چي يوازي او يوازي منفي دريځ او نيوکي کولای سي او د نيوکو کول خواسانه کار دی .

   زما چلند هر کله داسي وي ، پر هغه څه چي نيوکي کوم نو هرومرو د هغه د سمولو او ښه والي لپاره خپل نظر هم وايم او ټاکلي دلايل هم وړاندي کوم .

   د پورته يادو سوؤ ستونزو، پرابلمونو او بحران دليري کولو لپاره هم زه په هغه ترتيب، چي د نيمګړتياوؤ يادونه مي کړې ده، خپل وړانديزونه هم مخ ته ايږدم.

۱ ــ تر هر څه نه مخکي زه په دې باور يم ، چي يوازي او يوازي نه بايد پر وچ کلک زور تکيه وسي، بلکي د ستونزي د حل لپاره بايدنوري لاري چاري هم ولټول سي ، يعني د مخالفينو سره خبري اتري هم وسي او که چېري پوځي عمليات هم کېږي نو بايد د بمباريو ، راکټونو او نورودرنو وسلو د استعمالولو پر ځای ،داسي دقيق استخباراتي مالومات را غونډ سي ، چي د هغه پر بنسټ ، هيڅ يوه بې ګناه سړي ته زيان ونه رسېږي .

افغان حکومت او نړی وال ائتلاف ( د ناټو او ايساف ځواکونه ) تر ټولو لومړی د افغاني ملي اُردو او افغاني ملي پوليسو د جوړولو او بشپړولو ( روزني، تجهيز، اعاشه او اباطه او سمو معاشونو ) ته خپلي ټولي هڅي را غونډي کړي او داسي ملي اُردو او ملي پوليس جوړ کړي، چي د هر دښمن په وړاندي د ځواب ويلو توان ولري او په لږو تلفاتو خپلي موخي تر لاسه کړي .

هغه هڅي چي اوس په تېرو څه دپاسه څلورو کلنو کي د ملي اُردو او ملي پوليسو د روزني لپاره رواني دي هم د ځان ، هم د ولس او هم د نړی والو دغولونه بل څه نه دي . دا څه ډول اُردودی چي تر اوسه لباس، خولی اوعادي وسلې نه لري، درنې وسلې، توپونه، ټانکونه اوجګړه ايزي چورلکي او الوتکي خو هلته پرېږده .بايد ډېر ژر دې حالت ته د پای ټکی کښېښودل سي او

ــ هم کوماندوئي ځواکونه وروزل سي ( په ډېر لوړ کيفيت )

ــ د چټک غبرګون ځواکونه وروزل سي ( په ډېر لوړ کيفيت )

ــ د بغاوتونو د مخنيوي لپاره ځانګړي قطعات وروزل سي

ــ د پوليسو په چوکاټ کي د ژاندارم قومانداني بيا راژوندی سي او سر تېري ئي لازمي روزنه وويني .

ــ دغه راز هغه کسان چي په ملي اُردو و ملي پوليسو کي دندي تر سره  کوي ، ډېر ښه معاشونه ورکړه سي . ځکه چي دغه خلګو د وطن په خاطر خپل سرونه په لاس کي اخستي دي ،نو د کورنۍ ژوند خو ئي بايد تامين وي .

که دا پوښتنه مطرح کېږي، چي دا پيسې له کومه سي، نو په ځواب کي ئي غواړم ووايم، چي د نړی وال ائتلاف دغه هيوادونه چي اوس په افغانستان کي سر تېري لري او هره ورځ وژل کېږي، بايد قناعت ورکړل سي، چي دغه لګښتونه پر خپله غاړه واخلي ، ځکه دا لګښتونه څو ځله تر هغو لګښتونو لږ دي، چي دوی ئي د خپلو سربازانو په خاطر تر سره کوي .

يوازي او يوازي د ځواک نه بايد کار وانه خستل سي، بلکي نوري لاري چاري لکه د اغېزمنوتبليغاتو تنظيومول او د استخباراتي شبکو داسي پراخول، چي په هغو کي خلګو ته تاوان ونه رسېږي .

دغه راز په بهرنيانو ددې خبري منل، چي افغاني دودونو او رواجو ته درناوی وکړی او د خلګو سپکاوی ونه کړي .

۲ ــ داداري فساد د لږولو او مخنيوي لپاره دلاندنيو تدابيرو پلي کول اړين دي .

ـ تر هر څه لومړی بايد دغه سموني د قضائي قوې، څارنوالی،پوليسو او استخباراتي اُرګانونو نه پيل سي . ددغه لپاره

الف ــ د پورته يادو سوؤ اُرګانونو کارکونکوته بايد مناسب معاشونه و ټاکل سي، تر څو بډو او اختلاس ته اړ نه سي،

ب ــ ددغو اُرګانونو په مشرتابه کي داسي کسان وټاکل سي، چي هغه په رښتيني وغواړي د بډو، اختلاس او اداري فساد مخه ونيسي .

که ديوه وزارت او يا ادارې مشر تابه په بډو او اداري فسادکي ککړ نه وي ، په هغه اداره يا وزارت کي ټيټ مقامونه هم اداري فساد او بډو ته زړه نه سي ښه کولای . که مشرتابه و غواړي ، هغه کسان چي په دغسي ناوړو کارونو بوخت وي ،ډېر ژر ئي موندلای سي او سزا ورکولای سي .که په يوه وزارت کي  درې ــ څلور داسي پېښي وسي، چي ځيني کسان د بډو او اختلاس په ګناه د کاره ليري او د قانون منګولو ته وسپارل سي ، نوزه پوره باور لرم، چي په ډېر لږ وخت کي به په هغه وزارت کي څوک په اوسنۍ سپين سترګی بډي ونه خوري او په ټوليز ډول داداري فساد کچه به ډېره راټيټه سي ( ځکه بېخي له مېنځه وړل ئي د نړی په هيڅ هيواد کي نه دي سوي ) . تر ټولو بده خبره داده چي اوس بډي او اختلاس دشرم خبره نه بلکي يوه عادي خبره ده او دې د ټولني پر ټول اخلاق منفي اغېزه کړې ده.

ــ ددې لپاره چي د وزارتونو او ادارو مشرتابه دې کار ته وهڅول سي ، نو د ولسمشر او پارلمان لخوا بايد هر وزير او د ادارې مشر ته دنده وسپارل سي، تر څو ولسمشر ته هره اونۍ او پارلمان ته هره مياشت په دې هکله يو ځل راپور ورکړي . د هر وزير او ادارې د مشر کار د بډو او اداري فساد سره د مبارزې پر بنسټ وارزول سي .

ــ په راډيو ګانو ، ټلويزيونونو او ټولو خبري رسنيو کي ددغي شومي پديدې پر ضد تبليغاتي کمپاين پيل سي او د خلګو نه غوښتنه وسي حکومت ته په دې هکله مالومات ورکړي ، چي په کومو ځايونو کي بډی اخستل کېږي او د پايلو په اړوند ئي هم خلګ خبر کړل سي .

که داسي وسي نو زه پوره باور لرم، چي په يو څه موده کي به هغه اداري فساد چي زموږ په هيواد کي ئي هيڅکله ساری نه وه ليدل سوی ( د جهادي تنظيمونود ګډوډيو ورځو شپو نه پرته ) ، ډېر لږ سي .

اصلاً بايد په ولسي جرګه کي دهر وزير دتائيد په وخت کي هم ، دغه ژمنه ترې اخستل سوې وای، چي په هره مياشت کي يو ځل داداري فساد سره د مبارزې په هکله وکيلانو ته رپوټ ورکړي .

داداري فساد سره مبارزه اسانه کار نه خو يو اړين کاردي او په هر ممکن ډول چي وي بايد مخه ئي ونيول سي

ددغي شومي پديدې د له مېنځه وړلو نه پرته ، د بحران ليري کول شونی نه دی .

۳ ــ د مخدره توکيو سره د مبارزې ستراتېژي بايد له سره جوړه سي او په هغه کي بايد داسي بدلون راوستل سي ، چي د کوکنارو دکرلو لپاره بايد بزګرانو ته ونډي وټاکل سي، چي بزګر د هغه نه دزياتو د کوکنارو دکرلوحق نه لري او هغه چي کري ئي هم بايد ددولت سره په ډېره دقيقه توګه ثبت وي . کله چي دتارياکو د ټولولو وخت رارسېږي نو کروندګر بايد د هغي ونډي ( دجريب په اندازه ) تارياک دولت ته د مناسب ټاکل سوي بيي په مقابل کي وسپاري . که چېري کوم څوک ددې نه سرغړونه کوي بايدډېره ټينګه سزا ورکړل سي .

ددې دندي د سرته رسولو لپاره دي يا همداد مخدره توکيو سره د مبارزې وزارت او يا کوم بل نوي اُرګان ته دنده ورکړه سي ، چي دغه کار په ټول هيواد کي تنظيم کړي . که اړتياوي ددغه کار لپاره دي يو شمېر امنيتي ځواکونه  هم وګمارل سي او يا دي د کورنيو چارو وزارت نه مرسته وغوښتل سي .

په دې ډول به تارياک د قاچاق وړونکو لاس ته نه، بلکي ددولت لاس ته ورغلي وي او د هغو څخه به د اروپا او ټولي نړی بازارونو ته کيمياوي پروسس سوي مخدره توکي نه بلکي د تارياکو څخه کيمياوي پروسس سوي ارامونکي درملونه ولېږل سي .په دې کار سر به د مخدره توکيو د قاچاق وړونکو مافيائي جوړښتونه هم وران ويجاړ سي او د دولت سره بل موازي دولت ( تور اقتصاد ) هم له مېنځه ولاړ سي او د طالبانو مالي سر چينې به هم وچي سي .

دبله پلوه به کروند ګر هم د حکومت نه خوښ وي او د هر هغه چا په وړاندي به درېږي چي نا امني جوړوي . نو که طالبان يا نو رشر اچونکي او ورانونکي په کوم ځای کي سر راپورته کو، د حکومت نه مخکي به ئي خپله د سيمي کروندګر او ولسي خلګ مخه نيسي، چي دا به د راتلونکو بحرانونو مخه هم په ټپه بنده کړي .اوس خو د کوکنارو د کروند ګروپه نا امنيو کي ګټه ده، ځکه چي د ناامنيو په صورت کي حکومت نه سي کولای ددوی سيمي ته ور سي او ددوی کروندې ور واړوي . حکومت په يوازي سر د ولسونو د ملاتړ نه پرته ، په هيڅ صورت نسي کولای دتروريستانو مخه ونيسي . دا يو منل سوی واقعيت دی .

۴ ــ بې قانوني او بې عدالتي هر کله د بدامنيو او بحرانونو عامل وي . تر څو په افغانستان کي د قانون واکمني مسلطه نسي او عدالت تأمين نسي، د بحران ليري کول مهال کار دی .

د افغانستان د اساسي قانون، دبشر دحقوقو د نړی والو نورمونو ، ددموکراسی د اُصولو او د عدالت په خلاف د پښتنو بچيان په خپله مورنۍ ژبه دزده کړونه بې برخي دي . په دې اړوندډېرو افغانانو د دولت نه غوښتني کړي خو له بده مرغه تر اوسه پوري هيڅ يوه دولتي چارواکي د پښتنو ددغه حقه غوښتنو په اړوند هيڅ ډول ځواب نه دی ويلی او په پټه خوله ددې نه تېر سوی دي . داداسي مانا لرلای سي ، لکه يو څوک چي سترګي پټي کړی او ووائي ماخلګ نه ويني . دغه حالت پښتانه او په ځانګړي توګه روڼ آندي ئي ډېر نا هيلي او مرورکړي . تر څو چي قانون پلی نه او عدالت تأمين نه سي ، زياتره افغانان به د حکومت نه په ښه زړه ملاتړ ونه کړي او دغه نه ملاتړدبحران زېږنده دی .ځکه نو په مورنی ژبه د ماشومانو د زده کړو په  هکله او په دولتي او نا دولتي ادارو کي دپښتو ژبي د رښتيني رسميت او تعميم لپاره بايد ډېر ژر عملي ګامونه واخستل سي . دا کار به د اکثريت افغانانو ملاتړد حکومت نه زيات کړي او د بحران په ليري کولو کي به ښه رول ولوبوي .

۵ ــ دامنيت لوی رياست او د پوليسو اُرګانونه نه يوازي بايد د يوه تنظيم له منګلو نه و ايستل سي ، بلکي هيڅ ډول ډلو ټپلو او سياسي ګوندونوته ددې اجازه ور نه کړل سي ، چي داُردو، پوليسو او د امنيت په اُرګانونو کي سياسي فعاليت وکړي . نوموړي اُرګانونه بايد يوازي د قانون ، قانوني واکمنی او افغاني ملي ګټو نه دفاع وکړي .يوازي او يوازي په دغه صورت کي کېدای سي ، چي دغه اُرګانونه ټول ملت ته چوپړ وکړي، که داسي ونه سي نو هر تنظيم او سياسي ګوند به يوازي خپل ځان ته کار کوي او دا به ددې سبب کېږي ،چي بيا هغه نا خوالي را مېنځ ته سي ، کوم چي څه دپاسه درې لسيزي رواني دي .په دغو اُرګانونو کي سياسي فعاليتونو د افغانستان خلګ دغي ورځي ته کښېنولي دي . نو ددې سره بايد سخته مبارزه وسي ، چي د يادو سوؤ اُرګانونونه يوه ډله، يو تنظيم، يو قوم اويو ګوندپه خپله ګټه کار وا نخلي .

   دغه راز تر ټولو لومړی بايد دامنيت، پوليسو او ملي اُردو څخه د بهرنيو هيوادونو داستخباراتو اجنټان ( دروسيې، اېران، پاکستان اونورو ) تصفيه او ډېر ژر ليري کړل سي .

   اوس چي د نړی وال ائتلاف ځواکونه سته او هيڅ څوک د غټو توطئو او کودتا ګانو پلانونه نه سي عملي کولای ، نو بايد دا ډول د پرديو جاسوسان په بېړنی توګه له دغه اُرګانونو ( په ځانګړي ډول د امنيت دلوی رياست ) او نورو ټولو ادارو نه و ايستل سي .  که نه نو د نړی والو ځواکونو په نه شتون کي بيا دا کار ناشونی دی او ناوړي پايلي به ولري .

   زما له نظره د هغو کسانوتخريبي فعاليتونو ته نه بايد لږ ارزښت ورکړه سي ، کوم چي د حکومت په دننه کي د لستوڼي د مارانو په شان دحکومت خلاف فعاليت کوي . هغوی دا کار په ډېر مهارت تر سره کوي. هغوی د بهرنيو هيوادونو د استخباراتي ــ ستراتېژيکي مرکزونو له خوا مشورې او لارښوني تر لاسه کوي . لکه څنګه چي دغه کسان په افغانستان کښي د بوختو بهرنيو هيوادونو د پوځي او ډيپلوماټيکو استازو سره اړيکي لري، نو دوی د حکومت دننه د حکومت ( افغانانو ) خلاف دداسي تخريبي فعاليتونو دسر ته رسولوتوان لري ، چي دڅرګنددوښمن دا ورسره هيڅ د پرتلې وړ نه دي . ځکه نو د لستوڼي د مارانو تخريبي چارو ته بايد ډېره پاملرنه وسي او مخه ئي ونيول سي .

۶ ــ حکومت بايد يوه فعاله تبليغاتي تګلاره جوړه کړي، تر څو و کړای سي د خلګو مغزونو ته لاره پيدا کړي . په دې اړوند دلاندي کارونو تر سره کول اړين دي :

ــ د اطلاعاتو، کلتور او ځوانانو چارو وزارت کي داسي بدلونونه راوستل سي، چي مشر تابه ئي افغاني احساسات، مينه او وفاداري ولري او د پرديو پر ځای خپل هيواد ته دچوپړ کولو هوډ ولري .

ــ داسي تبليغاتي تګلاره جوړه سي، چي د هغې له مخي ټولي خبري رسنۍ تنظيم سي . که څه هم دا کار د خبري رسنيو په قانونو کي تر يو ځايه توضېح سوي دي، خو هغه هم د نورو قوانينو په شان نه عملي کېږي .   تاسي و ګوری د هيواد په مطبوعاتو کي د افغانستان ولسمشر ته سپکاوی کېږي ، څوک ئي پوښتنه نه کوي ،په بر بنډ ډول د قومونو تر مېنځ د دښمنيو اور ته لمن وهل کېږي، څوک ئي مخه نه نيسي،  خبري رسنۍ د بې امنيو لپاره لمسوني کوي ، سترګې پر پټېږي، قومونو او اشخاصو او افرادو ته سپکاوی کېږي ، څوک دا نه ورته وائي چي ولي ؟ په لنډ ډول په خبري رسنيو کي مطلقه انارشي واکمنه ده او ددې حالت د سمولو لپاره هيڅ اقدام نه کېږي . ټولي هڅي دې ته بېلي سوي دي، چي د وزارتونو او ادارو لوحې په اېراني فارسي ژبه بدلي سي او بس .   خو پر ښاغلي سيد مخدوم رهين د انتقاد په وړاندي ډېر سخت غبرګون ښودل کېږي او په ډېره چټکه توګه په کابل کي لويي څارنوالی ته دپوښتنو ګروېږنو لپاره راوستل کېږي .

دغه راز:

ــ د ولسمشر دادارې او يا د علومو د اکاډمۍ په چوکاټ کي دداسي يوه اُرګان يا څېړنيزبورډرا مېنځ  ته کول، چي په منظمه توګه د هيواد د کورني حالاتو، د سيمي حالات او نړی وال حالت هر اړخيز و څېړي او هره اونۍ يو ځل ولسمشر ته خپلي ارزوني او څېړني وړاندي کړي .په دغه څېړنيز بورډ کي بايدپه بېلابېلو برخو کي د هيواد وتلي پوهان، مبصرين او ارزونکي غړيتوب ولري. دغه بورډ به ولسمشر د هيواد درښتينو حالاتو د ډېري کره ارزوني نه خبروی او د ستونزو او نيمګړتياوؤ د شتون په صورت کي به ئي د هغو دليري کولو لپاره مشورې ورکوي . په دې صورت کي به پرابلمونه يو پر بل سر پر سرنه کوټه کېږي بلکي پر خپل وخت به ئي په چټکه توګه د حل لپاره ګامونه پورته کېږي.

ــ پر دې سربېره که ولسمشر هره اونۍ يو ځل دروڼ آندو د بېلابېلو ګروپونو يعني استادانو، محصلانو، انجنېرانو، ډاکترانو، شاعرانو، ليکوالو، هنرمندانو،پوهانو او نورو سره د نژدې کتني وکړي .   دا به هم د خلګو سره د ولسمشر په نژدې والي کي ډېره مرسته وکړي او د پرابلمونو څخه به ولسمشر د ډېر ژر خبرېدو سبب سي .دا ځکه چي کله کله د ولسمشر پر شاوخوا داسي کسان را ټول سوي وي، چي نه غواړي ولسمشر ډېر ژر د پرابلمونو او ستونزو نه خبر سي .

ــ د افغانستان سفارتونه دي ديوه تنظيم او يوې ولسوالی د ولکې نه ووزي او د قومي ، مذهبي، سمتي او نورو علايقو د په نظر کي نيولو نه پرته دي ، وړ ، پوه ،وطنپاله او د افغانستان ملي ګټو ته وفادار کسان وګمارل سي ، چي په نړی کي د افغانستان د حيثيت د لوړولو لپاره کاروکړي .د افغانستان ولسمشر حامد کرزی دی، خو په ټولو سفارتونو کي د احمد شاه مسعود عکسونه ځړېږي.  آيا دا دډيپلوماسی داُصولو سره سم کار دی ؟ هيڅکله نه .

ــ په ولايتونو کي بايدواليان او ولسوالان دواسطو پر بنسټ نه بلکي خلګو ته درښتيني چوپړ پر بنسټ و ټاکل سي او ډېر ژر نا اهله واليان او ولسوالان ليري کړل سي .

ــ حکومت بايد ملي يووالي دتامين لپاره يوه هر اړخيزه تګلاره او بين الافغاني ډيالوګونه جوړه کړي .

په دغه بين الافغاني ډيالوګ کي کېدای سي د ملي هويت، ملي ټولني، ملي دکترين ،ملي ستراتېژی اوملي ګټو په هکله توافق تر لاسه سي.

ما په ټوله ليکنه کي هڅه کړېده د جزئياتو نه صرف نظر وکړم، تر څو په لنډ ډول مي مطلب وړاندي کړی وي ، هيله من يم چي دې کارد سم پوهاوی  لپاره ستونزي نه وي را مېنځ ته کړي .

د داسي يو افغانستان په هيله چي دبحرانونو په هکله ئي نه بلکي دلا پر مختيا په کله ئي بحثونه وسي.

په درنښت

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<