www.payamewatan.com
     
 

فقیر محمد ودان
فريدريشس دورف
د ۱۹۹۸ کال د نومبر دوهمه

 

زما کلی

څپې،څپې دي چه ما بيا تخنوي
احساس مې بيا پارو
ي
هغې خواته :
زما کلې،
د ننگونو غيرتونو كل
ی،
دتفكر زانگو،
د سياست سنگر،
زما کلی
پرونې کلې
د هنر ټاټوبی،
دشنو طوطيانو ځاله،
د شاعرانو حجره
او ،
د تنگ تكور ديره
زما کلی
پرونې کلی
د گنيو د سوما ساقي
د مستو انجونو د گودر نندارتون
د نارنج گل او د نرگسو ناو
ی
او،
دزيتون باغچه

 ***

زما کلی :
اوس د زمان دگردشونو په پان
غورزول شو
ی کلی
پرزول شو
ی کلی
او،
رټل شو
ی کلی

***

زما کلی
اوسنې کلی
د ناخوالو کلی
او،
د رنځونو بانډه
هلته،
چه ځني رنگ خرڅو
ی
او،
پر
ی وینې اخلي
هلته،
چه د وينو په بهير
اصحاب د جهل نا
څي
او،
انسانيت كوکی وهي
هلته :
چه آهورا په دار ځورو
ی
او اهريمن فخر كو
ي

***

زما کلی
د ناخوالو کلی
او،
د رنځونو بانډه
آه،

زما كلی

زما د کلي یرغمل انسانان.

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<