www.payamewatan.com
     
 

 تفسير غاور

ټکنوکرات  

    دګل بشرې ترورپه زامنو کې رحم الدین خورا بېکاره و نوخلکو ورته رامو ویلې . او دا ځکه چې په ا ته لسکلنۍ اونولس کلنۍ کې یې لا د اووو او اتوکلو له کوچنیانو سره لوبې کولي . چا سره به یې په بېډیو، چا سره په ډی، او چاسره به یې په سپټ  جنګ و. تر ټولو خو بده داوه  چې هره ګړی به په ژړا مورته راته چې هغه او یا دغه ماشوم وهلی  او یا یې کوم شی ترې اخیستی دی. ګل بشره ترور به په منډه د ماشوم مور یا کورته ورغله چې خبره سپینه کړي.

     دا خبره دومره لویه شوه ماشومان خو لا څه کوې چې کوم لوی سړي به هم زمونږ په کلي کې  له چا نه هسې په نه خبره سر ټکاو او یا به یې کوم  ناسم کار کړی و خلکو به ورته رامو ویلې.

    که به چا  په کوم کار کې بې پروایي یا تنبلې وکړه خلکو به ورته رامو ویلې؛ که به یې له چاسره دوکه وکړه او یا به یې په وعده وفاونکړه خلکو به ورته رامو ویلې؛  که به  ښوونځي کې ناکام شوی و بیا به هم خلکو ورته رامو ویلې. لنډه داچې  رامو د هرې ناکارۍ، ناکامۍ او سپېتانې سمبول و.  وروسته لا زمونږپه ګاونډیو څلورو پنځو نورو  کلوکې هم درامو نوم هر تنبل اوناکاره لوی او کوچني ته دهڅونو اولا هّڅونوپه وخت کې کار ېده. ان تر دې چې زمونږ په کلي دشوروي دپوځو نو له بمبارڅخه  وروسته، چې په کې رامو شهید شو، بیا هم دا لقب د بېکاره وو او ناکاره وو لپاره کارول کېده. ګل بشرې ترورچې به د رامودنوم دسپکاوي خبره اورېده ژړلې به یې. 
    وروسته بمباری زیاتې شوې؛ ځینې خلکو کلی پرېښود؛ مونږ هم پېښور ته  کډه وکړه. څوکاله پخوا له  کورنۍسره  بېرته وطن ته را  ستانه شوو؛ خودا چې له یوې خوا  کروندې شاړې شوې اوپه  وطن کې کار نه و، اوله  بلې خوا د کورخرڅ زما په غاړه و، ناچاره د مزدوری په لټه  اېران، ترکیې او ور په سې جرمني ته لاړم، او دا څو کاله کېږي چې هلته  مېشته یم. د روژې له میاشتې ځخه څو ورځې دمخه مې وطن ته د تلو تکل وکړ په دې هیله چې له یوې خوابه  دوطن  سیل وکړم او له بلې خوا به، له ډېرې مودې وروسته، د روژې د مبارکې میاشتې په پېشلمیو او  روژه ماتې کې دمور او پلارخدمت وکړم.
     دخدای کړه ووچې د روژې له لومړي پېشلمي دمخه ماښام کور ته ورسېدم. اته بجې وې چې له ستړي مه شو خلاص شوم؛   نه بجې وې جې ډودۍاوچای راغلل؛ یوساعت په ډودي اوو  چای  تېر شو . له ډوډی او  چای وروسته مو تر څولمونځ کاو یوولس بجې وې. ان تر دولس بجو مور او پلار او دکور نور لوی او واړه راڅخه تاو وو. وروسته مو مور پلار او نورو ته ښه شپه وغوښتله. هر څوک خپل د خوب ځای ته لاړخو خو کوچنی ورور  مې چې لا زما په غورو موړ نه و او دکوټې په یوه کنج کې یې په یوه  بالښت تکیه کړې وه، را سره پاتې شو. ما هم په یوه بالښت ډده ولګوله او غورې له سره پیل شوې.
 دغورو په بهیر کې خبره په کلي اوکلیوالوراغله نو د کلې دیوه سپین ږیري پوښتنه مې ترې وکړه.
 ویې ویل: هغه غریب په خپل زوی په سې زړه واچوه او ځان یې حق ته وسپاره.بیا مې د کلي دیوه  پهلوان بوښتنه ترې وکړه.
 په ځواب کې یې راته وویل: چې هغه د تېلوکوم پمپ ستېشن جوړ کړی و او دشپې  په هم هغه پمب سټېشن کې غلو وواژه.
بیا مې دیوه مولوې  پوښتنه ترې وکړه.
وې ویل: هغه دالقاعدې په تور ونیول شو؛  مړی او ژوندی یې ورک دی.
 بیا مې په دا سې حال کې چې سترګې مې پټې پټې کېدې او نور مې د کیسو داورېدلو توان نه لا‌‌‌‌ره او غوښتل مې چې دورور کیسو ته د پای ټکې کېږدم نو مې ترې  و پوښتل چې زما په غیاب کومه د خوشالۍ خبره هم په دې ملک کې کې تېره شوېده . هغه وخندل او و یې ویل: هو! یوه ډېره دخوشالۍ خبره. خو داچې له خوب څخه مې نوره خوله وازه وازه کېده اوغوښتل مې چې کیسه نوره هم لنډه شي نو ژر مې وویل چې کرزې صاحب خو به دروغې جوړې کوم پروګرام تر لاس لاندې نه وي نیولی؟
 په ځواب کې یې راته وویل: نه!؛ ماوویل خیر په پښتو ژبه خو به کرزي صاحب د ماشومانو لپاره دښوونې و روزنې دبرابرولو په هکله کوم فرمان نه وی ورکړی؟
 ویې ویل: نه! ماویل خیر کلې ته خو به دولت کوم سړک نه وی تیر کړی؟
 ویې ویل: نه!
 ماویل خیر برښناکلی ته راغلې؟
 ویې ویل نه!
 ما وویل: وا یه څه خبره ده ماته خو د خوشالی کومه  بله داسې لویه خبره فکر ته نه راځي.
 وې ویل: ګل بشره ترور ډیره خوشاله ده. ماویل: څنګه؟
وې ویل: اوس څوک تنبلوبېکاره وو، اوناکاره وو  کوچنیا نو اوځوانانوته   د رامو نوم نه اخلې بلکې ورته د ټکنو کرات نوم اخلي.
 له دې سره مې سترګې پټې شوې وې. یو ساعت به لا تېر نه ‌و چې دمور غږ مې تر غوږ شو-  زویه را پورته شه چې پېشلمی دی. ځوځله هغې دا خبره تکرار کړه خو لکه چې خوب سړی وینې له ځایه را ولاړ نه شوم. څو ثانیې وروسته مې د یوې سختې لغتې په خوړلو سره دپلاړ غږ واورېده چې ټکنوکراته ه را ویښ شه! له دې سره مې له ځایه ټوپ کړ او په پښو ودرېدم. چې سترګې مې پرانستې سپین ګیری پلار مې مخې ته ولاړو. ورته په خنداشوم خوپ هزړهکې سخت وشرمېدم.

په درناوي تفسير غاور

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<