|
يادونه
: زما
دډيلي خاطرې ډيرې زياتې دي ، په دغوخاطرو كې هغه څه چې ما په هندكې ليدلي
او اوريدلي ، هغه مې ګرد سره په هغه بڼه لكه څنګه چې وو رااخيستې دي،
كيداى شي په دغه خاطروكې يوشميرداسې هم وي ، چې ډيرياران به دهغو په
ليكلوراسره خواپيټي هم شي ، خو داچې رښتياوې دي ، هرڅوك چې هلته راغللي ،
اوڅه يې ويلي اوترسره كړي ، ماهغه په امانتى سره ليكلي دي . ځكه نوپه
دغوخاطروكې يوه داهم وه چې دلته يې ګرانو دوستانوته په مينه وړاندې كوم .
دډيلي
له خاطروڅخه :
ډالۍ
انځور
دوكتور
عبدالخالق رشيد دكابل پوهنتون استاد
___________________________________________
دډيلي له خاطروڅخه :
ظفريې چې رنګون ته استاوه ډيلي ژړل
آشنا لكه چې غواړې ته كابل وژړوې ؟
د۱۹۹۶
كال لومړنۍ خو يخې شپې ورځي وې ، په ډيلي كې داد ژمي شپې ورځې وي ، دشپې
يخني وې اود ورځې تودوخه ، په دغوشپوورځوكې چې كله سړى سهارله خوبه پورته
شې ، پرټول ښار باندې يوه داسې خړه راخوره وي چې فكركوې يوه درنه وريځ ده
ټوله شپه اوريدلې اويااوس په اوريدو پيل كوي. زه ددغه ښار په جنوبي ورستۍ
څنډه كې اوسيږم ، كله چې هرڅوك دډيلې ښارته راځي اوددغه ښار نقشه اخلي اوپه
هغې كې (جې اين يو)ګوري نوفكركوي چې داخوترښاروتلې برخه ده.
زياتره ياران خو له ښاره تليفون
راته كوي ، چې زه بايد ښارته ورشم ، په دې چې دوى ته دغه سيمه دډيلي وروستى
برخه ښكاري .
زما استوګن ځاى ته نژدي بازار دمنيركا (چې
اصلآدغه سيمه دمنيرخان مينه وه ) پروت دى ، دلته هم لكه دډيلي دنورو برخو
په شان گڼه ګوڼه خورا زياته ده ، په هركوڅه كې دومره خلك ځي اوراځي چې په
سختى سره سړى كولاى شي خپله لاره وباسي .
منيركا هم ډيرې كوڅې لري، خو
كومه كوڅه چې زموږ دبس تم ځاى ته ډيره نژدې ده ، په هغې كې زه كله كله چې
كله كوم ضروري كارونه لرم دتايپستي كورس ته ورځم ، په دې چې ما يوڅه ټيپ
اوكامپيوتر په پيښوركې زده كړى وو چې هغه راڅخه هيرنه شي ، دغه كورس هم
وړيادى اوهم كورته نژدې دي ، په هغه كې خپله ورځ تيروم .
دلته چې هركله
راځم يوسپين ږيرې مې تود هركلى كوي ، دزړه له كومي يوتيپ په واك كې راكوي ،
ان چې ديوه ساعت پرځاى نيم ساعت نور وړياوخت هم راكوي ،خپله راځي دتيپ
اصول راښيي اوكله كله مې دده په وينا سپيد (چټكتيا) هم څاري . ډيرمهربانه
سړې راته ښكاري ، په دې چې له ماسره دى خپله ځانګړې مينه ښيي اوماته ښكاري
چې دى له ماسره په دغه ليواتياكې هيڅ ډول مصنوعى نه دى.
يووخت
مى دوې درى ورځي غيرحاضرې وكړه ، ان كورته يې تليفون راپسې وكړ، زما پوښتنه
يې وكړه چې ولي نه ورځم. ماخوڅه كاردرلود، خووروسته پوه شوم چې په دغو ورځو
كې دده دكان ته ډيرڅوك نه راتلل اوڅوك نه وو چې له ده سره يې بانډاركړى
واى، ښوونځي پيل شوي وو،زياتره دښوونځيوزده كوونكې دده كورس ته هم راتلل .،
ټو ل ټيپونه يې هم داسې پراته وو، يوازې زه وم چې كله به بيكاره وم هلته به
ورتلم اوله ده سره به مې هم غورې كولې اوهم به مې خپله ترسره كوله .
مابه ده
ته لكه چې په هندوانوكې دود دى بهايي ناره كوله ، بهايې ، بهايي صاحب او
بهايې جان ...
خوده له
هم هغې لومړۍ ورځې چې زه په پټآني كاليوكې ليدلى وم ، خان صاحب بللم ، داچې
ماته سره له دې دغه نوم دلته په دغوشپوكې يوڅه نوى او يوڅه ناآشناښكاريده
خو زيات يې په فكركې نه وم ، دده اصلي نوم درمبيرو، كوم يار واشنا به يې چې
راغى ، په هغه به يې درمبيرجي غږ وكړ... نمستى درمبيرجي ، كيسى هو، كيا حال
چال ...
خوزما
اودده يارانه ترآخره پورې په هماغه
شان پاتې شوه چى بهايې باله اوده به خان صاحب راته وې ...
دى به چې كله كله دكان ته نه راته ، پرځاى به ميرمن چې
هغه هم ده غوندې بنګالى وه راتله اوهغه كارچې ده به ترسره كاوه ، دې هم په
ښه توګه كولاى شو. دا په ټيپ كولو كې دومره تيزه وه ، چې ددرمبيرجې په وينا
څوڅوځلي يې په خپل دغه كاركې جايزې هم وړې وې . اوس يې چې په كومه اداره كې
كاركاوه ، هلته يې كامپيوتر كاراوه اوپه هغه ځاى كې يې هم جوړه نه درلوده.
درمبيربه چې كله مادخپلې ميرمنې دتاپيستى په باره پوښتيده ، نوده به ويل :
په ټيپ كې دهغې سارى په ټول ډيلې كې نشته ... ماستره ده ، هو، بالكل ماستره
...
له درمبيربهايې سره زما يارانه اوږده شوه ، دومره چې
دده به بې له ما ورځ نه تيريده اودماهم بې له ده ، په دې چې كه رښتيا
ووايم ،دى ډيرلوستى سړىو دهند دهرې خوا په باره كې يې معلومات درلودل
اوددغه هيواد دتاريخ هرڅه دده په ذهن كې وو. دپښتنوپه باره كې هم دده
معلومات ماته نوي وو ، ان چې راته ويل به يې دغه منيركا نه ده دغه دمنيرخان
سيمه اوجاګير دى ، هندوانوته چې هرڅه په خوله ورشي وايې يې ، دغه هم پټان
و، وايې چې له آزادى وروسته دپاكستان په لور كډه شوې دى .
زما به پوښتنه وه او د درمبيربهايې به ځواب و، داسې
ځواب چې په يوه واړه لكچركې به هم نه خلاصيده . له هغې ورځې چې زما اودده
انډيوالي پيل شوې وه ، ده به راته ويل :
پټانان پرما ډيرګران
دي …زه له كابليانوسره زياته مينه لرم ، ستاسې دهيواد يومشريووخت هندوستان
ته راغلى و، هغه پرما دومره ګران دى، چې دهغه ګرانښت زه په خوله نه شم درته
ويلاى ... خو وايي چې هغه داڅوكاله شول چې ...
د درمبيربهايې خبره اوجمله له دغه ځايه زياته مخكې نه
تله ، مابه تل فكركاوه ، چې كيداى شي دده به مراد پاچا خان وي ، په دې چې
دهند داسې سيمه به نه وي چې پاچاخان دې هلته څوك ونه پيژني اويادهغه ته
درناوى ونه لري ... ما هم نور دده په خبره باندې ډيرفكرنه كاوه، په دې چې
داشان خبرې خو په هندكې په هره خواكې سړى اوري ... كله چې يوهندوستانى
دپټانانوپه اړه خبرې كوي ، سړى داسې فكرنه كوي چې دغه دواړه قومونه به سره
وروڼه نه وي…
دمارچ شلمه ورځ وه ، تليفون مې ورته وكړ، چې سبازموږ
نوى كال دى ، زه بانډارته نه شم درتلاى ،خو ده دماخبره لاپاى ته نه وه
رسيدلې چې راته ويل ويل :: زه پوهيږ م چې سباستاسې نوى كال ،تاسې يې نوروز
بولئ ما اوميرمنې مې هم نيت كړى چې دنوي كال دمباركۍ په خاطر ستاسې كورته
درشو....
په ډيلي كې په هغه مهال افغانان خورا ډيروو، دوى به نوى
كال په لودي باغ (لودي ګاردين كې ) نمانځه
، داسې چې په دغه بڼ كې به په هغه ورځ له دوى پرته بل څوك نه وو، موږ به هم
هلته تلو، خوداچي درمبيربهايي نيت كړى و، چې زموږ كورته راشي ، نوموږ هم
دلودي بڼ تګ سباته په پام كې نه درلود. سره له دې چې په ماشومانومې ددوى
دغه راتګ ښه نه ولګيده خوداچې زموږ كره راتلل ، هغوى په خپلوخوله لاسونه
ونيول اوپه زړه يې غټه ډبره كيښوده .
خو له ښه مرغه چې درمبيربهاي اوميرمن يې دنوي كال په
ورځ سهار وختي زموږ كورته راغلل ، يوه لويه كڅوړه يې هم ورسره رانيولي وه ،
هغه يې هلته دروازې څنګ ته دميزپر سركيښوده ، ترنژدې غرمې پورې مو خبرې سره
وكړې ، بيايې دومره لكچرراكړ، چې دچا خبره دنيم هندوستان تاريخ يې دنوروز
په دغه ورځ راته ختم كړ. رښتيا ورځ موپه خورا خوشالۍ ورسره تيره شوه، نژدې
غرمه وه چې دوى دخپل كورپه لور روان شول ، ميرمنې يې له لويې كڅوړې يولوى
انځور راويوست ،تصويريې دډالۍ په كاغذكې كې پيچلى و، نه ښكاريده ،يوازې يې
دومره ووې چې دا انځور درمبيرتاسې ته ډالۍ كړى ... داچې دوى موږ ته هغه
ډالۍ راوړې وه موږته هغه په ناليدلې توګه ډيره درنه او ددرناوى وړښكاريده .
له دوى سره مو خداى پامانې وكړ، له لويې دروازى هم دباندې ورسره ووتو كله
چې بيرته كورته راستانه شوو، د درمبيربهايي ډالۍ مو پرانيسته ، په انځورمو
سترګې ولګيده، هو، لوى رنګه انځورو ، په وروستى برخه كې يې په بنګالي ژبه
دوې كرښې ليكلې وې ، زه په بنګالي نه پوهيدم ، خو وروسته مې يوه بنګالي
ګاونډي راته وژباړه چې ژباړه يې داسې وه :
ظفريې چې رنګون ته استاوه ډيلي ژړل
آشنا لكه چې غواړې ته كابل وژړوې ؟
اوداد ډاكټر نجيب الله انځورو چې دراجيوګاندي په مرګ يې
په ډيلي كې اخستى و... اودرمبيربهايې زما ددرناوى وړبنګالى انډيوال
دمنيركا په هغه تنګه كوڅه كې تل دهغه په باره كې خبرې كوي اوهرچا ته وايي
چې: هغه اوس په كابل كې هره شپه دكابل پراوچت آسمان باندې د زندان له
پنجرود ستوروننداره كوي …
پوهنوال عبدالخالق رشيد
نوى ډيلى
- جواهرلال نهرو پوهنتون
۱۹۹۶ كال دمارچ پنځمه
|