|

په خواشينئ سره
مو خبر ترلاسه کړ چې ملي اسلامپوه او د ملي روغې جوړې د حاکميت په دوره کې
د اسلامي شئونو او اوقافو وزير کانديد اکاډيميسين عبدالغفور باهر په
جلاوطنئ کې د دري اويا کالو په عمر د فاني دنيا نه رخصت واخيست.
انا لله و انا
اليه راجعون
ارواښاد عبدالغفور باهر په کال
١٩٣٣ (ع) د لغمان ولايت د عليشنګ په ولسوالئ کې په ېوه روحاني کورنئ کې
زېږېدلۍ و٠ د
ابو حنيفه د مدرسې تر فراغته وروسته ئې د کابل
پوهنتون د شرعياتو پوهنځي کې زده کړه پای ته
ورسوله٠ دغه راز نوموړي دمصر په جامعه
الازهر او د امريکې متحده ايالاتو د نيويارک په يونيورستي کې بالترتيب په
اسلامي فقهې او ښوونې او روزنې په علومو کې علمې درجې تر لاسه کړې ٠
ارواښادکانديد اکاډيميسين باهر
دملي مصالحې د واکمنئ په دوره کې په هيواد کې د اسلامي تحقيقاتو دانستيتوت
بڼسټ کيښود٠ نوموړی د افغانستان جمهوري دولت د
اساسي قانون د تدوين کميسيون فعال غړی و
همدارنګه دښوونې او روزنې او اسلامي علومو په مختلفو برخو کې ګڼ شمېرعلمي
اثار ليکلي او ژباړلي هم دي٠
عبدالغفور باهر
د تود ملي او ټولنيز احساس خاوند و نو ځکه ئې د هيوادپه سياسي ژوند کې تل
فعاله ونډه اخيستې او په هېواد کې د سولې او سوکالئ د بياراستلو لپاره ئې
تل نه ستړې کېدونکې هڅه او هاند کړي٠ ارواښاد باهرخپل دژ وندانه په
مختلفو پړاونو کې لاندې دندې هم ترسره کړي :
- د ولسي جرګې
په دولسمه دوره کې د لغمان د عليشنګ د ولسوالئ وکيل
- د افغانستان
د اسلامي علومو د انستيتوت رئيس
- د اسلامي
شئونو او اوقافو وزير
- په اسلامي او
ټولنيزو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار
- په اندونيزېا
کې د افغانستان د جمهوري دولت لوۍ سفير
- د کابل
پوهنتون دحقوقواو سياسي علومود پوهنځي استاد.
پداسې حال کې
چې د ارواښاد باهر مړينه هيواد ته يوه ستره ضايعه بولو، د هغه پاتې کورنئ
او دوستانو ته تسليت وايو او د لوۍ خداۍ (ج) له بارګاه نه ورته د صبر
غوښتنه کوو٠
« د وطن پیغام »
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

زنده گی نامۀ مختصر
عبدالغفور باهر
به قلم محترم محمود شریفی |