www.payamewatan.com
     
 

تفسير

کرزی - امریکا دې د بانډونو پر ځای پر خلکو تکیه وکړي

    امريکایان افغانستان ته داسې مهال ورننوتل چې ملي یا قامي قووتونه په هېواد کې ځپل شوي وو. روسانو، دهغو سپوږمیو او انډیوالانو لکه ازبکستان ، تاجګستان، ایران او په هغوی پورې تړلو ډلوټپلو له یوې خوا، پاکستان، سعودي او په هغوی پورې تړلوډلوټپلو له بلې خوا زمونږهېواد، د هېوادوالو د قسابۍ په ډګربدل کړی ؤ. له بله پلوه امریکایانو افغانانو ته د بن د پرېکړوپه رڼا کې ددوی په هېواد کې دیوې دېموکراسۍ یانې پراخ بنسټه قامي او ملي حاکمیت درا منځ ته کولو زېری ور کاؤ. نو ځکه افغان پرګنو نه یواځې له هغوی سره کوم مخالفت ونه کړ بلکې لا د هغوی ملا تړ یې هم وکړ.

    په دې توګه په بن کې لنډ مهالی حکومت جوړشو،چې روس پلوه او اېران پلوه ځواکونوپه کې برلاسي وو. سره له د ې خلک په دې هیله ووچې ګنې دغو ډلو ټپلو به له تېرې وروروژنې او خپلې ماتې نه درس اخیستی وي. خو مخکې له دې چې دولتي اداره په کابل کې په کار پیل وکړي، دوی چې د هېواد هرې سیمې ته ورسېدل هلته یې د افغانې دودونو او اخلاقي نورمونو په خلاف په چنګېزۍ روحیه د خلکو عزت او مال تالا کړ. د اټکلونو له مخې، له دې کبله، د۶۰۰،۰۰۰ په شاوخوا کې پښتنو د افغانستان شمالې سیمې هغه وخت پرېښودې.

    بیا هم خلک په دې هیله وو چې ګنې دولت به دغه پردي نوکران پوښتنې ته را وبولي او د دېموکراسي دنده به، چې د انساني کرامت او بشري حقوقو ژغورنه ګڼل کېږي، پر ځای کړي. له بده مرغه دولت د خلکو غوښتنې د لنډ مهالي دولت په دوره کې پرځای نه کړې.

    خلک د وضعې په نازکتیا هغه وخت پوهېدل نوځګه یې لا انتظار اېستلو په دې هيله چې منځ مهالی دولت به دغه دندې تر سره کړي. خو منځ مهالي دولت هم د خلکو غوښتنو ته ځواب و نشو ویلی. مګرښاغلي کرزي په خپلو خبرو اترو کې خلکوته د وسله والو ډلو یا ملېشو د بې وسلې کولو، د کډوالو او بې ځایه شوو خلکو دځای په ځای کولو، لنډه دا چې دیوې رښتینې دېموکراسۍ د ټینګولو وعده، اود DDR په پیل سره یو ډول زېری ور کاؤ.

    سربېره پر دې په تېر کلونو کې دولسواکۍاو دېموکراسۍ لپاره یوڅه کار هم وشو - اساسی قانون جوړ، ولسمشرواوپارلمان و ټاکل شول؛ د بیا جوړونې په برخه کې هم ځیني کارونه، سره له دې چې لږ وو، سرته ورسېدل. خو هغه وخت چې لا ددېموکراسی مېکانیزم بشبړ نه ؤ د خلکو قناعت یې حاصلولی شو.

    خو اوس چې د پارلمان په جوړېدوسره ددېموکراسۍ مېکانیزم بشپړ شوی دی، دخلکو د غوښتنو پر خلاف له یوې خوا نه یواځې کډوالواو بې ځایه شوو خلکو ته دبېرته را ستنېدو اوبېر ته ځای په ځای کېدو شرایط برابر نه شول، بلکې د کوچیانو دڅړ ځایونواو نورو دولتي ځمکو نيونې ، د کانونو او نورو دولتي شتمنیو لوټول، دخلکو په مال او ځان تېری، بډې ، اختلاس، اوپه خاص ډول د ښځو د ازادی تر نوم لاندې اخلاقي فساد، ( چې د افغان ولس لپاره په هېڅ مانا د منلو وړ نه دی) خپل اوج ته ورسېدل.

    تر ټولو لا بده داچې له لوېدیځ څخه راستنو شوو تکنوکراتانو، چې د خلکو سترګې ور اووښتې، ورو ورو د شمالي ټلوالې اصول خپل کړل. په دې توګه ټولنیز فساد د دېموکراسۍ د مرکزونو په نيولو سره را ټوکېدلي دېموکراسي په انرشۍ بدله او دولت ، چې د قا نوني نظم او امن ټینګولووظیفه لري، له غلو ا و داړه مارانو سره په اختلاس، خلکو ته په دسیسو جوړولو او د نېشه یي توکو په قاچاق کې ور ګډشو. ځکه نو خلک د دولت پر ضد راپارېدلي.

    خودولت له یوې خوا ددې پر ځای چې د نیمګړتیاووپه لرې کولو لاس پورې کړي، او د خلکو غوښتنو ته ځواب و وایې، د نا راضو هر عمل په طالب او القاعدې پورې تړي؛ اوله بلې خوا لوېدیځ ته هم دا نا سم پوهوی ورکوي.

    حقیقت دادی چې افغان ولسپال او وطنپال یا قامی او ملي ځواکونه، او په خاص ډول پښتانه چې ددې ځواکونو شمزۍ جوړوي په خپل هېواد کې د ضد دېموکراتیکو او ضد ملي لاس پوڅو رژیمونو دحاکمیت، د ګاونډیوهېوادونو دضد دېموکرا تيکو رژیمونو له پرله پسې لاس وهنواوپټو او ښکاره تېریوڅخه په خپل هېواد کې، چې په تېرو کلونو کې یې یو شمېرپه قدرت مین بدغوني د بېلتون غوښتنې تر پولې رسولي وو، په تنګ را غلي او ددېموکراسۍ او دېموکراتیکو ارزښتونو په طبیعی پلویانوبدل شوي؛ سوله او امن په دېموکراسۍ کې وینې، اودا چې امریکایان دېموکراسۍ او دېموکراتيکو ارزښتونو ته په ژمنتیا سره افغانستان ته راغلي ، خپل طبیعي متحدین او دوستان ګڼي او ملا تړیې کوی.

    خو له بده مرغه امریکایان او سوله سا تونکی ځواکونه، سره له دې چې افغانستان ته په ښه نیت راغلي اوانساني هدفونه پالي، سمه سترا تېژي او یا هډو ستراتېژي نه لري؛ یواځې له رژیم نه معلومات تر لاسه کوې او د هغو پر بنسټ عمل کوي. خوخبر نه دي چې رژیم اوس فاسداو د ۱۹۹۲ کال کچې ته را ټيټ شوی.

    له دې امله نواوس خلک په دولت ، امریکایی او سوله ساتونکو ځواکونوشکمن او په دښمنانو یې بدلېږي، چې اوسني بريدونه اونا ارامۍ یې غټې بېلګې ګڼلی شو.

    بله داچې د کرزي دولت ددولتی سکتور د خصوصی کولو کار پر مخ بیایي چې دا کار هم په خپل وار سره یوه لویه اشتباه ده؛ دا ځکه چې افغان اوسني تجاران يا په خپله جنګي مشران (دښاغلي کرزي خبره جنګسالاران) او جنګی قومانددانان دي، او یا پر هغوی پورې تړلي دي؛ او په سمه توګه ددې کار د پر مخ بېولو توان نه لري. په هغو ځایو کې چې دا کار شوی هلته یا بې کاری را منځ ته شوی او یا کارونه په اتنيکي بنسټ وېشل شوي دي. بله دا چې تر اوسه پورې دنړیوالې ټولنې ملیاردونه ډالرمرسته په افغانستان کې هسې تس اونس شوه. او که چېرته دولت دولتي شتمنۍ و پلوری نو په پوره باور سره سړی دهغې د تس اونس کېدو خبره کولای شي. نو ځکه دا هم یو مخکې له وخته کار او یا یو وچ نقل یا تقلید بللی شو چې د روس پلوه رژیم د تقلیدونو په څېر یې خلک ناراضه کړي دي.

    اوس لا ویل کېړی چې ښاغلی کرزی د ملېشي د جوړولويا قانوني کولو په تکل کې دی.

    که دافغاستان تېر تاریخ ته وګورو نو دا له ورایه ښکاری چې زمونړ په هېواد کې ننی ټوله بد بختي د ملېشو د فعالیت پایله ده. که ښاغلی کرزی ددې کار نوښتګر وي او يا دې کارته اجازه ورکړي نو ډېره لويه اشتباه به یې کړي وي. ځکه چې په دې کارسره به جنایتکار غېر قانوني بانډونه، چې په ورانکار ۍ بوخت دي، قانوني شې؛ او نه یوازې بډې، اختلاس، او تېری به، چې په ملي کچه روان دي، لا زور واخلي بلکې د ۱۹۹۲ کال ملوک ءلتوایفۍ به را ژوندۍ، او په افغانستان کې ددوه درې خراسانونو تر چیغې یا شعار لاندې پټ کوښښونه به، چې اوس د انټرنت له لارې روان دي، برالا پیل شي.

    د یا دولو وړ ده چې ښاغلي کرزي خلکوته د خپل حکومت په پیل کې د ملېشو د منحلولو ژبه او داسې نورې ژمنې کړې وې، چې د سرته نه رسولوله کبله یې اعتبار په هېواد کې سخت زیانمن شوی دی. خو د ملېشو د جوړولو کار به، په باور سره، د کرزي اعتبار په ټولنه کې په غوڅه توګه له منځ څخه یوسي. ځکه دا کار، چې بنسټ یې روسانوپخوا ایښۍ، دافغانستان د ټوټي کولو او تجزیې بریالی پلان کېدای شي.

    اوکه چېرې دا کارد امريکې په شتون کې وشي، چا چې افغانستان ته د هغه د ځمکنۍ بشپړتیا تضمين کړی دی، نودا مسولیت به ګرد سره دامریکې په غاړه او د امریکې په تاریخ کې تر هر بل داغ تور او نه پاکېدونکی وی.

    په پای کې ویلی شم چې د افغانستان ټولې بد مرغۍ له سیاست سره نابلدواو نا ژمنو کسانوته دسیاسي ځواک دسپارلو پایله ده؛ دوی په لوی لاس د افغانستان خلک، په خاص ډول پښتانه ددولت پرضد راپاروی او په دې توګه اوبه خړوې تر څو په سیمه کې د دېموکراسۍ، چې د ګا ونډیوتتالیتار رژیمونو لپاریو ډول خطر دی مخه ونیسي.

    ځکه نو امریکایانو ته په کار دی چې دولتي واک رښتینو افغانانو ته وسپاري؛ نا راضه افغانان له بهرنیانو بېل، او په دې توګه هم خپل هېواد او هم دافغانانو هېواد، چې ددوی طبیعې متحد دی، له هغو خطرونو څخه چې ور سره مخامخ دي وژغوري.

    له افغانانو سره رښتینی دوستي امریکې او افغنستان دواړوته پر تتالیتاریزم اودېموکراسۍ ضد رژیمونو، کوم چې د امریکې او افغانستان او ټولې نړۍ لپاره غټ خطر دی، ستر بری تر لاسه کولای شي. او دا تاریخې رسالت هم د امریکې دۍ په دې چې امریکا دنړۍ تر ټولو ستره دېموکرا سي ده.

 پای په درناوي تفسير

 

>> بازگشت به صفحۀ اصلی <<