|
دا څنګه منور دى
په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې دا څنګه منور دى چيچلى دى په زړه د جهالت تورې لټكې دا څنګه منور دى ويشي زموږ خلك د دښمن په اكو بكو د ذهن په تياره كې په پښتون او په تاجكو د غرونو هزاره او پشيان شماري په وركو د دښتو بلوڅان او تركمنان په لادركو ازبك او نورستان ته يې دم يښى دى دوركې په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې دا څنګه منور دى په سيمو، مذهبونو،ژبنيو توپيرونو راكاږي توره كرښه په وحدت كې د قومونو تبعيص رواجوي په يوه سرود كې د سازونو په باغ كې نفاق اچوي په منځ كې د ګلونو وهي په دېوالو د لمر په خونه كې ګاپكې په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې دا څنګه منور دى وطن ته جوړوي لكه شيطان لاره د وركې په وينه يې ماړه كړل قاتلان دولې مځكې چيچلى دى په زړه د انتقام تورې لټكې په ژبه كې يې نشته يوه خبره بې له سپكې پېيي د الماسونو په غوړوندې كونجكې په تشه ككرۍ يې څه نشته بې له كركې دا څنګه منور دى
|