د وينو واټ

   د ۱۹۹۲م  کال  دمی دمیاشتی په نیمایی کی له اور اخیستی افغانستان څخه دکوزی پښتون خوا دخیبر سیمی ته ووتم.  ور پسی دعبدالولی خان په میړانه دبا چا خان داشنغر په «ولی باغ« کی له ده سره دیره شوم .دماتی او بدمرغیو په توره تاریکه او دسیاست ډډه لری کی می دزړه دتودولو لپاره دشعر نغری تود کړ. ترهر څه دمخه می دلومړی ځل لپاره دخان عبدالغنی خان په ادرس چی هغه وخت داوږدی ناروغۍ په وج دمړینی دانتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته می هغه ته په هما غه بستر کی دده په غوښتنه ولوستله.غنی خپل نږور«نرګس » ته وویل،چی قصیده زما په غږ کی ثبت کړی. کله چی زه دقصیدی دلوستلو پای ته ورسیدم،کتل می چی دخان په مخ داوښکو سیلاب راروان دی.هغه وویل...  افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو اوزه ستا دقصیدی دلاجوابۍ په وجه دافغانانو پوروړی پاتی شوم.

سليما لا يق
_________________________________________________


دا زموږ د  ستر ګو وړاندی، «غنی » ګوره څه تیر یږي
     یــو با تور ملت  غر قیږی، یو مظبوط وطن نړ
یږي

یوه  دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لو
یږي

پاس د ستورو راڼه څاڅکي، راته ښکاري اوښکی اوښکی
د آسمان په شنو غومبرو، لارې لارې رابهیږ
ي

سر چی ږدمه په سر ویږدي، هیبتنا ک غږونه اورم
ته  واځمکه په منځ  دوه شوه، افغاني وطن ډوبیږ
ي

یا آسمان زموږ په ویر کې، ښکته پر یووته په ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږ
ي

«ایمل»  ریږ دي  په  لحد کې، له غصی د زړه په تبه
چې مغل په خیبر و خوت، افریدي لا نه پوهیږ
ي

د شنلی پر ځای له دښتو، تیرې تورې زرعونیږي
د اوبو پر ځای له غرونو، نګه وینی رابهیږ
ي

د باران پر ځای له وریځو، تندرونه راکوزیږي
د رحمت پر ځای له هسکه، غضبونه نازلیږ
ي

«شمر» ښکته پورته دانګي، سترکې رډی توره کښلی
نه یی    سترګی له چا سوځي، نه یې شرم له چا کیږ
ي

«زینب» چیغی کړی چی ربه، ته لا څه ته ورته ګورې
د«حسین» په زخمي زړه کې، د یزید خنجر ځلیږ
ي

څه بی پته شوو جنګونه، څه بی هوډه شوو ننګونه
تو لعنت په دی شملو شه، لا دی جګی نه شرميږ
ي

دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملی واچوئ په ځمکه
دا د شرم او ماتی  نښی، پښتنو ته نه ښا ييږ
ي

شمله هغلته شمله وي، چې په نر باندی وي لکه
اوس په هر کدو جګيږي ، اوس په هر «اجړا» خوريږ
ي

خدايه دا دی څه راوکړه ، چی يو نر دی راپری نښود
هر کمر ته چی تکيه شو، لکه شګه را شړيږ
ي

يو «ميرويس»  په موږ کې نشته، چی ګر ګين لارې ته سم کړي
يو «شير شاه» راپورته نه شو، چی «مغل» ته ودريږ
ي

    

پرو ني ملا ته ګوره ، چی ټو ک خور و سقا ط خور و
اوس چی خصم د افغان شو، په سرو زرو کی ډوبيږ
ي

لويه خيټه، غټه کونه، نرۍ پښی ببره  ږيره
ويته خوله بی شرمه سترګې، لکه مچ هر څه کی لويږي

مټکور ماغزه د تيږی، بی فر هنګه بی ادبه
چی تبليغ کوي نڅيږي، چی قران لولي ششنيږ
ي

په اسلام کې لاری باسي، زموږ د خاوری بربادۍ ته
دين اخوان ته يو دکان دی، چی هر څه په کې خر څيږ
ي

دا دی څه بلا اخته کړه  ،زموږ په دی بد مرغو خلکو
نه له تا څخه ډاريږی  ،نه له دوی څخه شرميږی

اوس چی حکم د ملا شو، د کابل په با چايې کی
هر ساعت په چاور دانګی ، هزه ورځ په چا ور لويږی

د  افغان په قتل اخلی ، سره پو نډونه شنی ډالری
پښتو پریرده چی تری تللی؛ له ایما ن سره خرڅیږی

باندی سپین په منځ کی تور دی،نګه اوردی؛ نګه اوردی
په هر تار کی یې د ږیری؛ شیطان سپور دی او زنګیږی

هر چړی په چړچوبۍ کی، باچایې خوبونه وینې
انګر یزی لنچر په غاړه؛ په لار ځی ته وا نڅیږی

چی پرون یې دمولی،رڼی خاوری خوسکوته
 اوس په بره پښتونخواکی؛په انسان باندی سپر یږی

زما زړه پولۍ  پولۍدی؛رما سا لمبه لمبه ده
 
چی دا توره خپکی به؛له موږ کله پورته کیږی

جهاد لوښی د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو
دین دولت دواړه بر باد شو، د ده زړه لا نه سړیږی

زموږ کور د شرارت شو، افغانی وطن غارت شو
دا زموږ د سترګو وړاندی  ،(غنی )ګوره، څه یتریږی

موږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه
توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی

دیوی میاشتی تانده ناوی، د شهید په قبر ژاړی
وایې کوم جهادته مړ شوی، ځواب وایه چی ځندیږی

تا چی سر په چادو کړی، هغه غواړی چی ما لوټ کړی
ماور بولی هغه ځای ته، چی شیطان ځنی شرمیږی

زه چی ستا له غمه زاړم، هغه څاری زما سترګې
سر راپورته کړه شهیده، ارمانونه دي رژیږی

افغانی درنی بی بیاني ، چی په پت عزت خوندی وی
 دجها د  تر بیرغ  لاندی، بر بنډیږی لیلا میږی

هر عرب خریدار شوی،زموږد خوندو او خور لڼو
مولانا صاحب یې پلوری، نه شرمیږی ،نه ځوریږی

تر څارویو وړیاشوی، پیښتنه په منډوی کی
د څارویو هم څه دود وی، چی په چا باندي خر څیږی

ربه دا لا څه تالان دی،چی به خپل وطن یې وینم
چی خپل سپی په پردی ننګه،افغانانو ته غپیږی

چی له زړه د"کنشکا"نه،شنی لو خړی ځی آسمان ته
چی جمرود د سرو په بلخ کی،د"یما"له سره لویږی

"ګرګین"ویوست تیغ دسټی،دافغان ننګی کهول ته
د"میرویس"لیڅه بیواکه،تیری توری ته  غځیږی

په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یې تیغ نه یی لښکر شته
هم لښکر هم یی تیغونه، دوطن پر ضد جنګیږی

خدایه څرنګه بدل شوو،د افغان درانه خوبونه
په هر چا چی موږ تکیه شو،په پردیو پلورل کیږی

د وطن په حق کی نه کا،تش دخیر یوه خبره
خو د خپل مطلب لپاره،د هر سپی پښو ته لویږی

په هر ځای چی باران راشی،زموږ خره يوسی له مخی
په هر خوړ چی سيلاب وزی  ،زموږ وره ته راسميږی

په هر سيمه  چی بريښنا شی ، تندر پر يوزی زموږ په کلی
په هر رود چی توفان راشی  ،زموږ کور ته راسيخيږی

په دالرو باړه شوی ، که غلجی که درانی دی
پښتانه او پښتو دواړه ، هسی ښکاری چی ختميږی

د احمد په ګور يې تو کړی ، توری ناړی د يڼکيو
دا چی پلار له ګروی نيسی  ،دا چی وروڼو ته ګواښيږی

موږ ته ټول جهان دوزخ دی  ،چی وطن مو په کی نه وی
موږ ته هر وطن سقر دی ،چی افغان په کی ځوريږی

موږ ته هر" شا به" پيغور دی ، چی دښمن يې را ته وايې
موږ ته هر سلام لعنت دی ، چی په سپکه په موږ لويږی

موږ ته هره ګوله مرګ دی،چی دبل په ست یی ژوویو
موږ ته هر ګوټ هلایل دی،چی د بل جام نه ګوټیږی

موږ ته هر مشر دشمن دی،چی په موږ یې رحم نه شی
موږ ته هر افغان پردی،چی پردی سره یو  کیږی

موږ ته هر ملک  تلک دی،چی زموږ په سر روپۍ خوری
موږ ته هر ملا بلا دی،چی په خلکو نه رحمیږی

جګی جګی ساقی راشه،پس له عمره راپخلا شه
په چوپیا کی کی مو غو غا شه،چی مجلس رانه سړیږی

د ځو انۍ نوبت می تیر شو،کوم چی تیر شو هغه هیر شو
اوس راونیسه داپاتی،چی قطار رانه تير یږی

که مطرب او رباب نه وی  ،که مستی او شباب نه وی
که دمينی عذاب نه وی، عمر بد کړی چی اوږديږی

هوښياری يوه تنهايی ده ، تنهايی يوه تباهی ده
په ترخو اوبو می ډوب کړه، ګنی زما جاله ډوبيږی

په مستۍ کی را چارپير کړه ،يوه  کيږدۍ خورو څڼو
چی شپی ورځی رانه تښتی ،چی کاروان رانه بيليږی

دپسرلی په ښکلو يادو،جام ته تويې کړه سکروټی
چی ګلونه ړاته ژاړی ، چی خزان راته ګواښيږی

دځوانۍپه باغ می راغله،دزړښــــــــت دماښـــــام لـــــــــړه
پيالی ډکې کړه له مخی  ،عمر تښتی نه ودريږی

ساقۍ ستړی يم له ژونده، ليږ می خلاص کړه له دی بنده
ګنی وژنی می دا تنده ،چی ګړۍ ګړۍ زياتيږی

هو مره را کړه چی پی ورک کړم  ،سرله پښو،پښی له سره
چی غنی(۱) را څخه تښتی،بينوا(۲)رانه پټيږی

چی خوری صحرا ته ووځم،ليونی دليو نيو
چی مستی را کی نڅيږی، چی جنون را ته خنديږی

چی مر غان د خړو دښتو،راته ووهی وزری
چی زرکان راته غږيږی،چی هوسۍ راته پنډيږی

نه ،نه خو شی ټو  که نه ده ،غنی ليږ ور ته دمه (۳)شه
دا خوب وړی راويښږی، دا پريوتی را پا څيږی

ګومان مه کړه چی خالی شوه ،ساقی مينا له ميو
لا د تاک په تا خانو کی ، دانګور ښيښی ډکيږی

 لا رباب سور شوی نه دی ، لا تش دوه دوره او ښتی
لاسا قی نوی راغلی، لا رندان نوی ګرمیږی

لا دځمکی تل کی ایشی، تللی وینی دځلمیانو
لاددی دتودوخاورو، سره ګلونه راغوړیږی

لازموږ په ارادوکی، عشق دمنډوغلی نه دی
شپه که هرڅه توفانیده،څراغونه لابلیږی

لاوطن خلک رابولی، دمیړانومعرکوته
لاهغه ژڼی ژوندی دی، چی ترهوډه قربانیږی

لاخوریږی نیمو شپو کی،دتوفان غاوری چیغی
لادغروله جمدرونو،سیلاوونه راکوزیږی

لادوینو واټ پرانستی،لیونتوب دی لیونو ته
لاپه پښو کی دمستانو، ځنځیرونه سره شلیږی

لا دځمکی تناوونه،لاره باسی زلزلوته
لا   په باداو بریښناکی،ګردشونه رارسیږی

لادرزم ګرمی شته دی،زموږ په مټوکی دننه
لاز موږ په پښتون زړه کی،"دایمل" وینه چلیږی

لاپه جنګ دتخت اوبخت کی، زموږ لوبه ختمه نه ده
لاهمت دشیرشاهی ته،همایون له آسه لویږی

لادلوړو وریځو شاته،عقابان وهی وزری
لاپه هسکوسردروکی،افغانی زمری غوریږی

لادخپلی خاوری مینه،موږ ته وایی چه راپاڅئ
لاخوب وړی دپیړیو،له خوبونو راویښیږی

لازموږ په کلاګانو،پښتنی حیا خو ره ده
لازموږ په دروازوکی،غیرتونه پالل کیږی

دا به بیا یوه غوغا شی، لکه څاڅکی په څپو کی
یو سرکښه یاغی سین شی،سمندر ته به رسیږی

دا به بیا سپیدی خوری کړی، داطلسو پالنګونو
دبلورو په بیدیا به، رود دوینو راخوټیږی

دابه بیا په لمر لویدوکی،دمرغانو سیل له ورایه
لکه سور بیرغ دفتحی،په سرو وړانګو کی رپیږی"۴

دا به بیا زمزم ته رسی،دبیدیاوو جل وهلی
دابه بیا په جل وهلو،درحمت باران وریږی

دا به بیا په مخه دانګی،دازموږ جنګی آسونه
دابه الوزی له کندو ،دابه لوړو ته رسیږی

دا به اچوی له سویو،سری سکروټی په تکل کی
دا به رسی تر هدفه،دا به خامخا بریږی

دا به بیا اباسین ایشی،ډوبوی به توری کونی
تور پنجاب به وهل کیږی،له بنسټه به نړیږی

دا به بیا زموږه ژڼی،لاره باسی آزادی ته
چا چی زموږه سر غوڅ کړی،د هغه سر به غو څیږی

دا به بیا لنډی مسیږی،تن به باسی بستره
پښتانه به راپاڅیږی،پښتونخوا به آزادیږی

دا به بیا د"احمد"چیغی،ریږدوی د لاهور مراندی
دا به بیا په کړاکږ کی،د"بیربل "ژامی ماتیږی

دابه بیا "سیدال" راباسی، دمرګ توره په غجرو
اخوندان به ترینه تښتی،امامان به تری پټیږی

دادقم چړیان به پوه شی،چی افغان دننګ په کارکی
خپل پور نه پریږدی پردی، داتقدیر دی نه بیلیږی

عــــــــبدالغنـــــــی خان دلری  پښـــتونخوا لوی شاعر .۱
۲.
عبـــدالرؤف بینوا دبری پښتونخوا ستر ادیب اوشاعر
۳ .     دمه  "په وزن د     " رمه"        دمه کیدل
۴. دقصیدی دغه بیت دامریکایی تور پوستی شاعر ، لانګ فیلو دتخیل پښتو ژباړه ده لانګ فیلو دغه خیالی
  تصویر په خپل شعر کی چی " دغلام خوب ". نومیږی ، کرولی ده