|
د تېر عيسوى کال د اکتوبر په مياشت کې د هېواد نوميالى شاعر سليمان لايق ٧٥ کلن شو. دهغه دغې بختورى کاليزې ته د ((نوى روح))په نامه يو کتابگوټى زما له خوا ډالۍ شو. ستاسود ويبپاڼې دپيل او مبارکۍ لپاره مو دهغه کتاب نه دا يوه مقاله غوره او د خپرېدو لپاره مو در ولېږله.
هيله لرو چې د
ادب د مينوالو څه تنده پرې ماته شى. ډاکټر لطيف بهاند مسکو د لايق شعر او دهغه شاعرانه نوښتونه آواره ورېځې، ابدى پرديسان، ستومان کاروان، په آسمان کې د اوښانو غونډۍ، سپينو مالوچو کې د اورونو تړل، د واورو اميل، د برېښنا منډه، خوب ځپلى ښار، د ژوند تالنده، د نازولو غوغا، د مستبدو مستى، د مينې زلزلې، د حوادثو ولولې، د آسمان پېغله، ايل شوى ياغى عشقونه، د آسمان ملنډى، په مړاوى گل کې د ويدې خندا راسپړيدل، د وږمو نڅېدل، د سپرلى سا، د نور رڼې ويالې، د سکوت په اندامونو کې زلزله، د عدم تور گوگل، د تالندى سندرې، د غوټيو لښکرې، د سيندونو په رگونو کې د ترانو وېښول، د غنمو طلايى سيند، په غرونو کې د مرمرو د ناجو کينول، بې روحه خاورې، خوب وړى تمنا، نرۍ موسکا، د آسمان بدله لوبه، په شپو کې د برېښنا خورول، کاڼو ته حواس بښل، د واورو لونگين، ناتمامه منډى او نور داسې ترکيبونه او تصويرونه، د لا يق د بې ساره شاعرانه نوښتونو يوه کمکۍ بېلگه ده. د لايق شعر د افغانستان په ادب کې، يوه نوې لاره، نوي اغيز او نوي بهيردي. هغه په پښتو او دري ادب کې، د بدلون غوښتونکو، د اوښتون غوښتونکواو د ويښتيا غوښتونکو، د فرياد هغه لړۍ توده وساتله چې د شلمې پېړۍ په پيل کې مشروطه غوښتونکو پيل کړه او بيا وروسته ويښ زلميانو هغه اوږده کړي وه. هغه په تېرو پنځوسو کلونو کې، د ټولنيزو ملي نيوکو سر لاري پاتي شوى دى:
ما وى دلدار به شى، اغيار شولې
د چونغر نوى ليکل شوى ٢٨مه ترانه
د نورو ځانګړتياوو تر څنګ د لايق په شعر کې همدا د اعتراض او نيوکو ژبه د ډېرو زياتو شاعرانو لپاره د الهام او د يو شمير نورو لپاره د اغيز سرچينه ګرځېدلي ده:
چونغره ستا په تړو تړو باندي
د تا ځوځان د بزګرانو برخه
ای د ظالمو مستبدو كوره كيږدۍ،٥٧ مخ د لايق د شعر نوښت او پر نورو د هغه د اغيز څو غوره او لومړني ټکي په دې ډول يادولې شوو: - پښتو شعر ته د نوي روح، روان او معني بښل:
چې ددوبي دگرمۍ تبه پې راغله ساحل،١٧٠مخ - بې له تقليده، د هنر لوړو څوکو ته د رسېدو هڅه او هلته رسېدل:
نبض د ځوانۍ يې خوځاوه کميس په تن کې يادونو او درمندونه، ٩٢ مخ - په پښتنى شعرکې د ډېرو قالبونو او اډانو تر څنگ د نويو ښکلاوو، جوړښت:
دا به کله را ځړيږي د غضب د توپان وريځې يادونه او درمندونه،١٤١مخ د لايق شعر په پښتو ژبې او ادب کې، هغه معنوي رڼا ده چې د ژبې او فرهنګ تيارې خواوى رڼاکوى. د يوه پوهان په وينا، شعر يو ډول هغه ذهني هڅې او هلې ځلې دي چې ځينې کسان هغه د خداي پيرزوينه ګڼي او دا پيرزوينه خداى پر لايق پيرزو کړى او لايق يې په څه مينې او خواخوږۍ پر خپلو همژبو او د شعر پر مينه والو پيرزو کوى. د يو چا خبره د هغه شعر، د هغې چېنې اوبو ته ورته دی چې هرې شاړې مځکې ته ورسېږي، آبادېږي.
له هر آوازه سيلاوونه وزى كيږدۍ، ٧٥ مخ - د هغه په شعر کې هغه اندېښنې نغښتي دي چې د روح تنده پرې ماتېږي.
ستا په سندرو اوس کامونه خوځي
كيږدۍ،٧٥ مخ -که د ايرانۍ شاعري -فروغ فرخ زاد دا خبره ومنو چې وايي: په شعر کې هره کلمه، خپله غريزه لري، که شاعر وکولاې شي، د دغې غريزې د اقناع لپاره هم آهنګي پيدا کړي، شعر او ښکلا ترې جوړېږي. د لايق شعر د رڼا، ښکلا، مينې او انسانى تکل غريزه ده:
ما وى د تالندو په چيغو کې به * * *
ما وې د مړو هديرو باندې به
د چونغر نوى ليکل شوى ٢٨مه ترانه - شعر بايد د هڅوونکو، عاطفو توان ولري. او د استاد شپون خبره چې د لايق شعر څه کوى چې، تشې خبرې يې هم په دې گاڼه،گاڼل شوى دى:
کله چې وريځې ستا له تړو څخه
چونغر،٩٣ مخ - شعر په انسان کې د کلمو را ژوندي کول او د وزن په جامه کې د هغو مروړل دي. هر هغه څوک چې دغه توان و نه لري د کلمو د سپکاوي او يا هم د هغو د مرګ سبب کېږي. خو لايق د دې کار او چارې استاد دى. د سارى په توگه د جنگ، شور، پولادو او اور کلمې زموږ په شعر کې په زرهاوو ځله کارول شوى، خو دلته بل احساس او بله جذبه لري:
که ته د تېرو خاطرو پلار يې
چونغر، ٩٦ مخ ښه شاعر تل په يو څه پسې ګرځي، په يو ارمان پسې او په يوخيال پسې، خو ښه شاعر غواړي هغه په تخيل وګاڼي او بيا د نظم جامې ور واغوندي:
ستا په هره کرشمه کې، نوی سوز او نوی
ساز دی چونغر،٤٣ مخ -کله چې د شاعر تخيل، د هغه د تفکر په ملگرتيا، په توروکې د انځورېدو له لارې، مادى بڼه پيدا کوى، له هغه نه شعر جوړېږى.
دا خاطرې او زلزلې به څه وى
چونغر، ٩٦ مخ څومره چې دغه تخيل پياوړى وي، له لمسون نه ډک وي، او څومره چې دغه تخيل هستي ولري، په هماغه اندازه به شعر ښکلى وي.
ملا باندې يې ځوړنده د څڼو توره توره
يادونه او درمندونه، ٩٤ مخ «ښکلا، د تفکر په مرسته، د منطقى، ذوقى اړيکو هم آهنگى ده.»٢ که له همدغو مفاهيمو نه هم آهنگى را منځ ته شى او دا هم آهنگى په تورو کې ونغښتل شى، شعر خپله ښکلا څو ځله زياته وى. د ښکلا، تفکر او ذوق دغه اندازونه د لايق په شعر کې څپې څپې خورې دى. دغه ښکلى مفاهيم، په دغه شان نازکو اداگانو کې په ښکلو شعرونو بدلېږى. له همدي کبله، ویلې شو چې شعر د انسانى روح ژبه ده. مهمه نه ده چې شعر کوم ډول اندېښنې انځوروى، هغه کيڼى (انديښنې) دى که (ښۍ)، هغه نوى دى که لرغونى او پخوانۍ، خو اصله خبره داده چې هغه انسانى وى. يعنى د اشرف المخلوقات له شان سره برابرې وى. د انسانى مينې، د انسانى درد، د انسانى رنځ، د انسانى آزادۍ او يا انسانى وير او يا خوښۍ انځورگرې وى. تورى اوکلمات، ترکيب او جمله او په پاى کې هم آهنگى، توازن، تصوير، وزن، تخيل، احساس، اندېښنه، سندريزوالى، انځوروالى، بيان او وينا، د شعر د شعروالى لومړنۍ نښې دى.٣ دا ياد شوي لفظى او معنوى صنعتونه، د لايق د شعر ښکلاوى دى.
غرونو باندې پلنې شولى وريځې د نيسان
يادونه او درمندونه،١٢٨ مخ لايق د دغو ټکو په هنرى انځورگرۍ کې د لوى مهارت په درلودلو سره د ښکلا، د رنځونو، د دردونو، د اټکلونو، د را وېښېدو، د مينې او احساس شاعر دى. اعراب، شعر د ټولو هنرونو روح او باطن بولى. هغوى له پخوانو زمانو راهيسې وايي چې ښه شاعر د قرآن عظيم الشان له برکته او پر ده د روح القدس له الهامه نه، ښه شاعر دى. روح القدس هغه عارفانه الهام او د زړه وحى ده چې پر شاعر له لوړې پېرزو کېږى، البته د «چونغر» او د «يادونو او درمندونه» په ځينو بيتونو کې، دغه راز نښې له ورايه څرگندېږى.
هوراس، لا له ميلاده اته پېړۍ مخکې شعر د محاکاتو يا تقليد زېږنده باله.
ابوالمعانى بېدل خو شعر د کلماتو نه جوړ قيامت بولى او وايي:
بيدل سخنم کارگه حشر معانى است لايق، د يوه متفکر په توگه شعر ليکي، هغه شعر نه جوړوى، هغه شعر ته په منډې قافيې او رديفونه، نه ليکى، هغه د يوه ښه انځورگر په توگه، هغه انځوروى. ښه مضمون، او د ښو کلماتو غوره کول، هغه نورې ځانگړتياوې دى چې د لايق او د نورو شاعرانو د شعرونو تر منځ د بيلتون کرښه باسي. د دې ټولو ځانگړتياوو بيان د دې لپاره وشو چې څرگنده کړو لايق په خپله شاعري کې د دې ټولو ساتنه او يادونه په خورا شاعرانه توگه کړى ده. ځينى کره کتونکى د لايق په شعر کې د تاريخى اسطورو لږوالى ته اشاره کوى. په دې برخه کې بايد وويل شي چې بر عکس د لايق شعر په ځان کې تر ټولو نورو نه زياتې اسطورى را مروړلى دي. که د هغه په شعر کې د شيرين و فرهاد، يا د ليلا و مجنون او پرومتې اساتير نه ليدل کېږى، پروا نه لرى، د هغه شعر له ازلى او فطرى اساتيرو ډک دى. د لايق په شعر کې را غلى اسطورى په انسانى فطرت کې نغښتې اسطورى دى. دا اساتير هم مهاله د شاعر د فطرت اساتير هم دى او په هغو کې د لايق فطرت هم را سپړل کېږى. د هغه اساتېر د هغه خداى، مور، مينه، وطن، لمر، غر، وريځې... او نور دى. که اسطوره، د يوه ملت له افسانوى ژوند نه هغه را اخيستل شوى مفاهيم دى، چې تاريخ ته ورگډ شوى دى، نو کولى شو ووايو چې د چونغر، زياتره شعرونه په خپله د انسانى اساتيرو غوره بېلگې دى:
يادونه او درمندونه، ١٢٨ مخ
د هغه شعر، د دغو او نورو اسطورو په وړاندې د هغه د احساس زېږنده دى. د هغه
ټولې اندېښنې، احساسات، درد، تفکر او خيالات د ښکلو تصويرونو په بڼه د هغه
په شعر کې دغه اساتير انځوروى. په دغه تصويرونوکې د وطن هغه خورا زيات او
ښکلى راځى:
سوځي مې هډونه، يو علاج زما د دردو وکه
چونغر، ٧٣ مخ
د لايق د ښه شعر يوه ښه ځانگړتيا دا ده چې د هغه د شعر روح، نه يوازى د
زمان، وخت او د هغه د هممهاله لوستونکو د روح سره هم آهنگ او هم آواز دى
بلکې د کلونو گوزارونه هغه د را تلونکو لپاره لا پسې پخوى او لا يې خوندور
کوى:
دا له موږه سره څه کوى گردون
يادونه او درمندونه، ٧مخ دا شعر په ١٣٤٣ کال کې ليکل شوى دى او اوس هم د هغه ټولې شعرى ځانگړتياوى او ان د هغه سياسى مفاهيم په خپل قوت سره پاتي دى. د لايق يوه بله ځانګړتيا چې ډېر لږ شاعران هغه ته پاملرنه کوى دا ده چې هغه، د متضادو معناوو لرونکو کلمات داسې څنگ په څنگ ږدى او يا اميل کوى چې بې سارې زړه راښکون او تلوسه رامنځ ته کوى. په دغه بهير کې کله ناکله مفاهيم بدلېږى، کله نا کله د ځينو کلماتو لويوالى ماتېږى او کله هم د ځينو مفاهيمو او کلمو د وړو معناوو ارزښت لويېږى. دغه راز د ځينو ناوړه مفاهيمو سپېڅلى کول او د ځينوسپېڅلو هغو ناوړه او ان ناولى کول هم د ښه شعر په ځانگړتياوى کې راځى. ځينى په ټول ژوند کې مټې دومره وکړى چې څه شاړه، آباده کړى، خو لايق نه يوازى دا چې د خپلې ژبې شاړه ځمکه آباده کړه، بلکې هغه يې باغ هم کړه، په هغه کې يې گلا ن هم کېښودل، هغه د دغه باغ بلبل هم شو، هغه پر دغو باغونو د ترانو، غزلو او قصيدو په نامه د رڼو اوبو چينې هم سپرې کړى دي. -که په ښکلا پېژندنه کې انډول، تناسب او له هغو سره مل زړه را ښکنى او کشش لومړنى اصلونه دى نو په شعر کې د ښکلاييزې بڼي تر څنگ، بديع، بيان او معانى د ښکلا د انځورونو لارې برابروى. البته، بيان بيا د تشبيه، کنايې او اسطورو په مرسته هغه لا پسې پياوړى کوى. که په دې برخه کې د خپلوسپړنو لړۍ اوږده کړو د ويناوو زړه را ښکون، ښکلى او نادرې تشبه گانې، د ولسى ويناوو او خبرو او اصطلاحاتو کارونه هغه نور فنون دى چې لايق خپل تخليات د هغوپه رنگينۍ، رنگينوى. د کلماتو يا تورو سندريزوالى او تکرار هغه بل فن دى چې د لايق په شعر کې يې غوره ځاى پيدا کړى دى. نور بيا |