|
||||
تاریخ نشر:30.06.2009 |
||||
حسام الدين حسام
سريزه
چونغره وير بي،
خپکی
شي درته په موږ کې دا رواج دي،چې خپلې وياړلې او وتلې څيرې په مړينه ښه ولمانځو. خو په ژونديې کله کله د کرکې او سپېره عقل په باټو او ګاټو ولو. خو زما له آنده دا به د ننګ خبرې وي،چې موږ دغه د شعر او ادب ځلانده ستوري او د چنډن بوټي تر مخه له دې چې رژيدو ته ولاړ شي، په ژوند ولمانځو. څومره ښه به وي چې دا ډيوې مخکې له دې چې له سترګو پناه شې، د خپلوپتنګانومينه تر پخوا په ځان احساس کړي. له بله پلوه دا به هم انصاف او تميز نه وي، چې خپل نوميالي او وياړلي شخصيتونه چې ټول عمر يې د انسان او انسانيت او هغوي ته د نيکمرغۍ او سوکالۍ په لار کې تيرکړي وي او نن د طبعيت تر ډمبار لاندې پراته دي، نور يې هم د خپلو سليقوي ذوقونو په لوټو وويلو.
ګوره مه وهه هغه مخ په څپېړه خوږو وطنوالو او د شعر مينه والو: غواړم نن د شعر او ادب د بوي وتلي او سپيڅلې څيرې لايق صاحب او دده د نه ستومانه کيدونکو او نه هيريدونکو هلو ځلو او ارزښتونو په هکله ، خپل د پښتونولۍ، ريښتينولۍ او انډيوالۍ پور پخپل شعر کې چې بڼه يې اوومه ده، او د پاخه زړه يوه نمونه ده، ادا کړم. ددې ستر شاعر د شعر او ادب ځلانده او نه ستړي کيدونکي انساني ارزښتونه به زموږ او د تاريخ په سينه کې د تل لپاره خوندي پاتې وي.
په درنښت ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
هلند
|