|

پټه مینه
سباوون راغې، شپه په وتلو
سپیدی سپیدی دي په چاودیدلو
تیارې تیاری شوی په تښتیدلو
وخت رانږدی دی د لمر ختلو
وخت د خوب وړیو د ویښیدلو
***
غږ دی اوځوږ دی شور د بلبلو
غوټۍ غوټۍ دي په خندیدلو
دي غوړیدلي غونچې د ګلو
وږمه وږمه ده په نڅیدلو
ښه ننداره ده د بڼ د ښکلو
***
زه او جانان یو د بل غیږ کې
راغې وخت راغې د بیلیدلو
وروستۍ شیبه ده د ښکلولو
ګرانه ښپه ده د یار د تللو
لوغړن زړه شو په غورځیدلو
***
بیلتون چې راغې هر څه ی وران کړه
شهی مې لاړه يه بیړه بیړه
ویره یې دا وه چې رسوا نه شي
و مینې راز یې خوندي کولو
وه پټه مینه د پټولو
د چنګاښ ۲۴- ۱۳۵۶ کال
کندهار - مرستون ۸ کور
(د «سنګر نغمې» د شعرونو له ټولګۍ څخه)
 |