|

د حیرت زانګو
د فکرونو په دنیا کې
په زانګو کې د حیرت خپل
ورته لاس تر
زنی ناست شوم
چارې څارم د قسمت خپل
خپل ضمیر ته تهمتي یم
څه به کاندمه صفت خپل
وخت ځپلي بخت
له لاسه
چاته بوزم شکایت خپل؟
لا په خپله خبر نه یم
چاته ووایم حاجت خپل
د شیبو ټپه
تیاره کې
لټوم د زړه راحت خپل
ګڼه ګونه کې
تنها شم
محشرونه شي خلوت خپل
وایي : څنګ چې سړی ګورې
هسې جوړ وي په محنت خپل
زه په "ښه" او "بد" د ځان کې
چیرې نه وینم شرکت خپل
ولی هست شوم ولی نیست شوم
راڅرګند نشو هویت خپل
وخت ناپایه عمر لنډ دی
زه ویریږم په سرعت خپل
دی مخلوق ته
هم
حیران یم
چې لا ویاړي په خلقت خپل
نور دی نورې قیصې کاندي
ما دی پریږدي په طبیعت خپل
په دې ورکه کې ورک ښه یم
نور دی غم کا د شهرت خپل
پکې غم د خوږ اشنا دی
ما څیړلی دې قسمت خپل
که ګم نام یم که بدنام یم
ما منلي په صورت خپل
ایمل غم کې د دنیا ډوب
زه حیران یم په حیرت
خپل
16.02.05
Gotenburg

|