|

زما ماشومتوبه!
زما شوخه ماشومتوبه
ای په ویښو سترګر خوبه
دا دی څه وکړله لوبه
چې د تیرو په تیارو کې رانه پټ شوی
زه حصار شوم د ژوند تورې رڼایي کې
بی خبره له عالم
وو
په خپل ځان کې یو عالم وو
څومره خوږ هغه عالم وو
چې د خیال آس به مو زین کړ آسمانو کې
سیل ته لاړ به شؤلو خپله پاچایي کې
په وخت د پسرلو
کې
د باران په لندو شپو کې
بیا د واورو په څپو کې
یو سپیڅلې شان احساس وو اوس پردی دی
آه چې څومره تاوانی شوم په دی وچه پارسایي کې
ګډ د دهر په
سحرا شوم
آشنا د نا آشنا شوم
هلکتوب سره جدا شوم
لکه دوه ملګري چې د سفر لارې کړي بیلی
موږ په خپلو لارو لاړو تنهایی کې
۲۰۰۵
GBG

|