فرانکفورت
د 1997 د دسامبر نهمه

نرگس ژاري

د سپين غر دزړه له تل نه،
را
ختلی نرگس
څاري
او نرگس ته :
د سمسور بڼ په منظر کې،
بدليدلې حالت ښکاري :
د زيتون څانګې دي ماتې
بلبلان له چغار پاتې
 نه جرس د كاروان شرنگ كا

او،
نه تار د رباب ترنگ كا
نه د ميو د مينا رنگ

نه
د ښکلو د مسكا خوند
جنتي حورې، محصورې
دوزخي كارغان را خور
ي

د تور تم په ترورمی کې
د «قمر» رڼایي نشته
د «بلبل» په ترنم کې
د «زیبا وطن» سُر
 نشته
د «بابا وطن» حُر نشته
نرګس ګوري:
د «ملنګ» مستانه قو
د «روشان» د زړه یاهو
او،
د ژغورنې «پژواک» نشته
«الفت» نشته
«امان» نشته
بڼ ویجاړ دی
باغبان نشته
او «افغان فخر» ماتم کې
نرګس ژاړي
نرګس ژاړي.