
فريدريشس دورف
۲ نوامبر ۱۹۹۸
زما کلې
څپې، څپې
دي چه ما بيا تخنوي
احساس مې بيا پاروي
هغې خواته :
زما کلې،
د ننگونو غيرتونو کلې،
دتفكر زانگو،
د سياست سنگر،
زما کلې
پرونې کلې
د هنر ټاټوبې،
دشنو طوطيانو ځاله،
د شاعرانو حجره
او ،
د تنگ تكور ديره
زما کلې
پرونی
کلې
دگنيو د سوما ساقي
د مستو انجونو د گودر نندارتون
د نارنج گل او د نرگسو ناوې
او،
د زيتون باغچه
***
زما
کلې
:
اوس د زمان د گردشونو په پان
غورزول شوی
کلې
پرزول شوې
کلې
او،
رټل شوې کلې
***
زما
کلې
اوسنې کلې
د ناخوالو کلې
او،
د رنحونو بانډه
هلته،
چه ځني رنگ خرڅوي
او،
پری
وینې اخلي
هلته،
چه د وينو به بهير
اصحاب د جهل ناڅي
او،
انسانيت كوکې وهي
هلته :
چې آهورا په دار ځړوي
او اهريمن فخر كوي
***
زما
کلې
د ناخوالو کلې
او،
د رنځونو بانډه
آه،
زما کلې
زما د کلي یرغمل انسانان.

|