|
زخمي باغ ای زمانې د حادثو بهيره کومې دنېاپه لورې لار باسې ؟ په دې چوپتېا کې دې بېا څه کرلي ؟ دکومې لوبې انتظار باسې ؟ * * * د مازديګر لمنه سره په وينو دا زمونږ د لمر جنازه چېرې وړې ؟ منګي مات شوي د ګودر پر غاړه زمونږ د ګودر جنازه چېرې وړې ؟ * * * باغ مو زخمي شو د هوس پر تبر د شنو فصلونو هديره چېرې ده ؟ مينه له زړونو تښتېدلې چېرته ؟ زمونږ د ېادونو هديره چېرې ده ؟ * * * زمونږ د انګورو په دانه دانه کې د تاک زخمونه فرېادونه وهي موسکا دا زمونږله کلي کډه کړې دا لور دچا دی چې فصلونه وهي ؟ * * * د اسمان سترګو کې شوې اوښکې وچې زمونږ د درېاب موجونه ونړېدل دا بېګانه شمال له کومه راځي زمونږ د شباب ګلونه ورژېدل *** د ےےلوئې لوبې ےے شېطاني شېبو کې شېخ دشېطان له لاسه جام واخيست د سپېدې مخې ته ئې دام کېښود خپل انتقام ئې له خېام واخيست * * * دا غم راوړی لښکر خوشې کوي دشپې په زړه کې بې پروا مزلونه دغه بې باکه مزل ، پوچې پاڼې له مونږ نه ولې پټوي رازونه *** خداېه زمونږ په لوري مه بندوه د توفانونو سېلابونو لړئ ګوره چې بند نه کړې زمونږ مخې ته د زخمي شوېو منزلونو لړئ * * * پرېږده د ځوانو مټو زور زور شي په دې رګونوکې ېو اور بل شي دې خوب وهلو او ساده زړونو کې د مينې اور د مينې شور بل شي * * * پرېږده چې ولويږي او پورته شي بېا پردې کږلېچو خوځېدل زده کړي د سېلابوڅپې ئې بوځي هرخوا د اورپه سيند کې لمبېدل زده کړي * * * د هرساحل لمن به ونړوي بېا به سرکش دتوفانو ترې جوړ شي ېاران به ومومي جرس به خپور کړي بېا به هادي دکاروانو ترې جوړشي * * * له مينې مست به ېو شوربه شي په دغه بڼ کې به سندره شي بېا د غوټۍ شونډو نه به مچه واخلي په دې چمن کې به سندره شي بېا
|