|
کابله مه ژاړه ته ! کابله مه ژاړه ته ما درته ډېر ژړلي کابله وخانده بېا کابله وغوړېږه دريڅه پرانيزه دباغ پر لوري چې زما د زړه، دا نړېدلې نړۍ ېو ځلي بېا، د سرو ګلانو له عطرو ډکه شي ٠ کابله مه ژاړه ته کابله وخانده بېا ٠ * * * د قران غله، له کابله وځه دا زما د اوښکو له ساحله وځه زمونږ د سرونو د کرلو شېبو له دې حاصله وځه دا زما د زړه له کوڅې زما له ګوګله وځه زما دفکرونو له ګوګله وځه د قران غله له کابله وځه ! کابله مه ژاړه ته کابله وخانده بېا * * * کابله لوړ شه ! کابله نر شه ! کابله ستر شه کابله ودروه ېو ځلي ودروه دا زمونږ د اوښکو سفر ٠ * * * کابله وخانده بېا کابله و غوړېږه ېو ځلي پورته شه سپېده راوله د تورې شپې مخې ته ېوه ډيوه راوله ! * * * زه غواړم ووينمه د زړه پر پالي شېبې ېوه خندا د مينې دا ستا د شونډو پر مخ ېوه موسکا د هيلې کابله مه ژاړه ته کابله وخانده بېا جون ، ٢٠٠٤
|