|
دریڅه نن مې ، زړه نیولی او په رګونو کې مې د وینو پر ځای بڅرکې جاري دي نن مې روح ستومانه دی او د خپګان پر مفهوم ښه پوهېږم
نن حتی، د هغې پانې پر نهیلۍ پوهېږم چې ، له څانګې لویږي او لاره ویان پرې بی پروا تېریږي زړه مې ، د غوټیو پر تښتېدلو څېرو سوځي چې ، له ډنګرو پښو نه یې د ایمان مزي تښتي زه ، د بڼ له تنهایۍ وېرېږم چې ، مرغیو ترې نه کډه کړې سین ته خپه یم چې ، په څپو کې یې د اوښتلوشیمه پاتې نه ده او ، کبانوته چې ، رګونوکې یې وینې کنګل شوې دي.
زما پر کوڅې ، زړه سوځي چې د بې کسۍ اوږده شپه یې مخ کې ده او له دروازونه یې د باور رنګ الوزي
زه ، د صفر په څېر د حقیقت او باور تر منځ نړېدلی یم او ، آسمان مې هره شېبه پر سر را ټیټیږي.
شېبې ټمبلې دي او د دریڅې نړۍ تنګه ده او ته یواځې په کې د رنګونو د اعدام مراسم وینې او یو سپین کفن چې له تا ، د سا ایستلو ، حقیقت پټوي. آه ، کاشکې چې ، د حقیقت په مفهوم نه پوهېدی کاشکې چې ، مفهوم د هستۍ پر پاڼه نه زېږېدی او وجدان ، یوه صندوقچه وای چې ، تشه کړی دې وای او بیا دې ، د یوه ماشوم ، پر متیازو مینځلې وای
موږ د میزونو پر سر او د کاغذونو پر مخ خپلې ، هیلې کرو موږ ، د پلاستیک جوړولو به کارخانه کې د پسرلي لمړۍ ورځ لمانځو موږ ، کاڼه شوي موږ ، هر څه هیروو موږ ، سرګردانه خدازده څه لټوو ؟ آه ، څه نیکمرغي ده ؟! هغوی چې باید خپلې څېرې د ډنډونو پر ولاړو او ورستو اوبو وویني او د خپلو دروازو پرسر د بدکاره ښځو لوحې ووهي هغوی چې د هرې دروازې مخې ته پر یوځي او ، پر هر خره زین وهي زموږ د پېغلو د هندارو ، غوره مېلمانه دي. څومره مې زړه غواړي چې ، خپلې سترګې او غوږونه وتړم کله چې اورم یو پلار د ږیرې پر چاړه باندې د یوې ماشومې نجلۍ ، نس څیروي څو، یوه بدغرمه نطفه وباسي ترې او رسوايي یې د خپل غرور ، په هدیره کې خښ کړي.
څنګه مې له سیوري ونه شرمېږم ؟ څنګه ، د ضدلۍ پر مخ فلسفه ولولم ؟ څنګه غره ته وګورم ؟ چې زه ترې تاریخ او جغرافیه زده کوم کله چې وینم زموږ ، د عقل او پوهې مدعیان چې ځانونه ، جامع الکمالات او قاضی القضات ګني او خدای ورته پر دغو فضایلو برسیره د لیکلو همت هم ورکړی د خپلو کتابونو وزن د مړو پر سرونو او د شمال او جنوب ، پر تیږو تلي.
زه د تاریخ پر پاڼو چې د رسولانو د مشق تختې دي د ځمکې د بدمرغۍ او د روح د ورستېدو انځور وینم.
زما ځواني ، چې د باغ لوڅېدوته پاتې کیږي د انتظار او مینې پر شېبو تړل شوې او کوټه مې ، چې دیوالونه یې ، شېبه ، په شېبه را نږدې کیږي ماته ، د وروستۍ پوښتنې ځواب وایي. زه ، پر مرګ باور نه لرم خو آیا ، ژوند په خپله ، هغه هټۍ نه ده چې موږ ، هره ورځ ترې د ځان د پانسۍ کولو رسۍ رانیسو ؟! دا کوڅه څه نومیږي ؟ چې پر تړلې دروازې ختمیږي او یواځې پرې د تېرېدو په محال زموږ ، په ذهن کې د ژوند احساس تکراروي ، او زموږ د موجودیت مفهوم د تیږو پر ذهن لیکي.
افسوس چې تیږې ، ژبه نه لري او همیشه غلې دي او یواځې دې ته جوړیږي چې د چا سر او یا زما د کوټې دریڅه پرې ، په نښه شي .
(«کله چې لمر د خدای ایتونه لولي»)
|