«د خیام شعرونه د پښتو  په ټال کې»

   دا د هغه کتاب نوم دی چې څه موده د مخه د تاریخ خپرندوې ټولنی لخوا چاپ سوی دی او د خیام رباعیات دي چې ښاغلي عبدالباري «جهاني» په پښتو ژباړلي دي.

   حکیم عمر خیام د ختیځ لوی شاعر او فیلسوف او د فارسي ژبې هغه مستانه شاعر دی چې رباعیات یې د نړۍ په ګڼ شمیر ژبو ژباړل شوي دي.

   زه نه غواړم د «خیام » په برخه کې څه ولیکم ځکه دیوې خوا د دی توان نلرم او د بلی خوا باور لرم چې زیاتو دوستانو او لوستونکو به د هغه رباعیات څوڅو ځله لوستلي وي او خوند به نې ترې اخیستې وي.  یوازې غواړم د پښتو د خوږ ژبي شاعر عبدالباري «جهانی» د هغه نوښت په برخه کې چې څه موده د مخه یې ترسره کړی دی څو کرښې ولیکم:

   جهاني زموږ د هغو پیاوړو رونامتو شاعرانو څخه یو وتلې شاعر دی چې په شعر کې ځانګړې سبک لري.  د هغه زیات شعرونه ملی او ولسي بڼه لري او اصلی مضمون یې ښکلا، تفکر، نوښت او یاغیتوب دی.

   جهاني په دی ورستیو وختونو کې د شاعر او هنرمند په توګه په ډیر لوې ابتکار او نوښت لاس پورې کړې او د هغه په پایله کې یې د پښتو ژبې او ادب ته لوی خدمت ترسره کړی دی.  هغه د لوی خیام رباعیات د فارسي څخه پښتو ته ژباړلي دي او لومړی کتاب یې په ۲۰۹ مخونو کې د نارنج د خپروندوی ټولنې لخوا چاپ شوی دی.

   باید وویل شي چې د پښتو ادب په اوسني پړاو کې نورو لیکوالو او ادب پوهانو هم ځیني منظومی ژباړلي دي چې ډیر د قدر وړ دي او باید دا لړۍ جاري وساتل شي.  خو هغه ژباړه چې جهاني په شعري ښکلا او هنري استعداد دلته ترسره کړی ده، بی ساري ده.  ژباړنه هغه وخت پوره بلل کیږي چې د کمیت او کیفیت په لحاظ په بشپړه توګه ترسره شوي وي.   دا خبره په خاص ډول د شعر په ژباړنې کې ډیر رول لري.  دا ځکه چې د شعر په ژباړنه کې تر هر څه لومړی په هغه ښه پوهیدل هنري استعداد او بیا د ښه ذوق درلودل ډیر اساسي عنصر نومیدای شي.  او خدای دا درې واړه د جهاني په برخه کړي دي.  او همدا وجه ده چې هغه د خیام رباعیات د شاعر او هنرمند په توګه په داسې روانه پښتو اړولي دي چې نه یوازې سړی په هغو ښه پوهیداې شي بلکه زیات خوند هم ترې اخیستلې شي. 

   که څوک د خیام رباعیات په فارسي ولولي او بیا د هغه پښتو ژباړه چې ښاغلي جهاني کړی ده په دقت سره وګوري نو فکر به ونه کړي چې دا دې ژباړه وي.  دا ځکه چې د هغه ژباړه د کیفیت له پلوه داسې ترسره سوی ده چې یوازې ترجمه نه بلکه شعری او هنری  استعداد پکې له ورایه څرګند دی او همدا وجه ده چې د اصلی شعر او ژباړې تر منځ توپیر د احساس وړ نه دی.

   راځئ د بیلګې په توګه دغه څلوریځې او بیا د جهاني پښتو ژباړې وګورو:

صبحی خوش چه مست خیز ای ساقی
در شیشه کن آن شراب از شب باقی
جام می بمن آور و غنیمت میدان
این یکدمه نقد را و فردا باقی

پښتو ژباړه:

ساقی پورته سه سهار دی څه تازه نسیم چلیږي
چې د شپې دي درته پاته هغه می ته مې زړه کیږي
راته ډکه مې پیاله که دغه دم غنیمت بوله
دا یوه شیبه ده تقده سبا هر څه چې پیښیږي

او یا دا څلوریځه :

ای بس نباشیم و جهان خواهد بود
نه نام زما و نه نشان خواهد بود
زین پیش نبودیم و نبود هیچ خلل
زین پس چو نباشیم همان خواهد بود

 پښتو ژباړه:

موږ به نه یوپر دی مځکه دا نړۍ دا به جهان وي
نه به موږ  دلته اوسیږو نه به زموږ نوم او نشان وي
پخوا هم پر دنیا نه وو دغه شپې وې دغه ورځې
او چې لاړ سو له دې سرایه دا زمان دا به مکان وي

 

   دلته په ډاګه څرګندیږي چې شاعر په ژباړهن کې څومره له اسانتیا کار اخیستې دی او څلوریځې پرته له دې چې په روانه پښتو اوښتي دي، شاعر هغوته د پښتو رنګ او ښکلا هم ورکړی ده ثابتوي چې ژباړه په ډیر قوت او کمال ترسره شوی ده.  او ژباړونکې نه یوازې په پښتو ادبیاتو کې لوړ لاس لري بلکه د فارسي ادب د ژوروالي خوند او رنګ سره هم خورا زیاته آشنایي لري.  خو د دی سره سره ژباړه کې د فارسي اغیز نه لیدل کیږي.  او دا د ژباړې اصیل توب او تخنیکي اړخ ته پام کول دي.  د ژباړنې هنر همدا دی چې په پښتو کې ورته سوچه پښتو کلمات غوره سي او جهاني دا کار په بی ساري قوت او نوښت سره ترسره کړی دی.  او پدې توګه یې یو ځل بیا د پښتو د شعري ژباړی نیمتشه لمن په خپلو بریالیو ژباړو څه نا څه ورډکه کړی ده.  که څه هم د پښتو ژباړی تاریخ ډیر اوږد دی خو د پښتو ژبه تر هر څه زیات ژباړی ته اړتیا لري او دلته د علامه رشاد بابا خبره رایادوم چې ویلي یې و:
«پښتو لا تر اوسه د ژباړی له نعمته بی برخې ده» خدای (ج) وکړی چې زموږ ادیبان، شاعران، عالمان او پوهان پښتو ته نه یوازې د شعرونو په برخه کې بلکې د نورو علومو څخه ژباړی وکړي  ترڅو د پښتو ژبه د نړۍ د نورو ژبو ترڅنګ د علم او تخنیک په ټولو برخو کې نور زیات غنیتوب پیدا کړي. 

   ما د خیام د ځینو رباعیاتو  انګلیسي او روسي ژباړې هم لیدلي دي.  مګر د مضمون او مفهوم او د خوند اصلی کیفیت ته، دومره نژدېوالې چې مې د پښتو ژباړه کې ولید هلته نه وه.  کیدای شي یو دلیل یې دا وي چې هلته د می، ساقي، جام، پیاله، زاهد، جنت روژخ، ژوندون او نور کلمات په هغه شاعرانه انداز چې په فارسي او پښتو کې کارول شوي دي، هلته نه وي کارول شوي.

   ما د جهاني د شعرونو سره د مینې له مخې د هغه په دې نوښت څو کرښې ولیکلې.  باور لرم چې درانه پوهان، ادیبان او د نظر خاوندان په د جهاني پر دغه ابتکار او نوښت ډیرې څیړنې او لیکنې وکړي.  زه په داسې حال کې چې جهاني صاحب ته د دغه ستر کار مبارکي وایم د پښتو ادب ته د خدمت په لاره کې ورته د زیاتو بریالیتوبونو هیله کوم. 

ډاکتر اضغر خیل «منګل»
هامبورګ - د جولای اګست میاشت ۲۰۰۶ کال.