انجنرعبدالکبیرکاکړ
07 .02 .24
جنګي جنایتکاران
غړمبیږي تالندی غضب اوروي
د قهر جنو وریځو جوړ دۍ کاروان
تندر راولوید تمدن ئې وران کړ
غوغا ئې جوړه کړه په ځمکه اَسمان
*****
ها د چینورڼی اوبه ورکی شوی
کوم چه راتلې له سر درو د پغمان
له «چمچه مسته» وینی وبهیدې
په کابل ږدي د وچکالیو احسان
*****
د مستبدی غرمې جل وسیځل
نیم زیړبخنه مړاوی شوي ځوځان
د زهرو جام ئې تنده ماته کړله
شوه ورنه هیر د کربلا امامان
*****
میرویس میدانه اوښکې مه تویوه!
تا هم لیدلي ها بې ننګ شرمښان
چه به ئې داړی په سَروکړې ښخې
یا هم لس انچه اوسپنیزه میخان
*****
تیونو هسی به ټوپونه وهل
لکه تازه چه چا نیولي کبان
دوی به بوجۍ ورڅخه ډکی کړلی
ترڅو لذت ورځنې واخلي ځانیان
*****
د مړه نڅا ته د وحشیانو مستي
نه ئې وجدان درلود، نه ننګ اوایمان
دبل عزت او د نا موس په تیري
د ځمکی لاندی شوه پیدا ماشومان*
*****
اَسمائي دا ستا له لوړو څخه
چه اوریده به د ږلیو باران
هستي ئې ختمه د پیړیو کړله
هغه تور زړه او ریاکار«قهرمان»
*****
د«لیلی»
دښته په لاله ووسره شوه
ورته خوشحال وه حرفوي «جلادان»
بیا پاڼه پاڼه ئې را ورژول
هغه«قاتل»، هغه بې رحمه «خزان»
*****
«جنګي
قلا»کی د غږونو غوغا
په نا هيلۍ د عدالت کړي ارمان
په وینو رنګ ټوټی ټوټی پلرونه
غواړي له هسکه بینوا یتیمان
*****
نړۍ کڼه ده او ړنده بی سترګو
د«هاګ» په تله بی باور دي«قاضیان»
چا هم له چا پوښتنه و نکړله
چه کړي معلومه دا جنګي مجرمان
*****
جنایتکاره اوس د سولې په نوم
د انتقام له ویرې غواړي امان
یوبه قانون بل به فرمان جوړوي
نه ديﻻ اوس هم په خپل کارپښیمان
*****
کاکړه خدای خپل حق په خپله بښي
د شهیدانو حق ثابت په قُراَن
اَخر به ورځ د حساب ورسیږي
په دې باور لري صادق افغانان
_______________
* د ځمکې ﻻندې څخه منظور هغه تنظیمي پوستی وی چه په ٌته کاویوٌ کې ئې
معصومی او بی ګناه جنوکۍ بندیانی کړی وې اوپه ډله ئېزه توګه ئې د ټولو
اسماني کتابونو،بشري حقوقو،ملي او بین المللي قوانینو خلاف دزنا عمل
سرته رساوه چه یو شمیر ئې حامله شوې او.....
|