خردجال

دمیخور تسپې په لاس دي، جام په سرو سترګو ژړیږي
ګیرورې بلاګانې، محرابونو کې ګډیږي 

«کنچنۍ» دکلی وعظ کړي دحجاب په اغوستلو
چې په پت باندې نامي وې دزنا غیږ کې لوبیږي

چې پرون یې ددوه خرو اوربشې نشوای بیلولای
نن دسر په اشاره یې برخلیکونه ټاکل کیږي

خوی بدل شو دلیوانو دپسونو پیره دار شول
شپون له تیکي توره ایستې خپلو میږو ته ګواښیږي

دزمري غوږ کې مې ولیده حلقه دغلامۍ وه
عجیبه ده چې ګیدړ له ځایه جګ شي دی ټیټیږي

«ابراهیم» ده ملا تړلې دبتانو حفاظت کړي
بت شکنه بت پرست شول بیا «منات» ته سجدې کیږي

«ابلیس» وخوته ممبر ته دتقوا چپن په غاړه
زاهدان په میخانو کې دجامو سره نڅیږي

فرعونیان ځي دخدای کورته شیطانان په کاڼو ولي
د«موسی» نوراني لاس نه دظلمت وړانګې خپریږي

پخوانی اثر  یې نشته اوس یو زیری دمرګي ده
دژوندون له ټاله ولیږي چې«مسیح» باندې دمیږي

سپین بیرغ د«یزید» لاس کې ځي دزړونو عبادت ته
د«حسین» خنجر په لاس دی په پریکړو سرو خیژي

اهنګر په لاس جوړیږي امیلونه دپی مخو
لور چې غاړې پرې غوڅیږي دزرګر په لاس جوړیږي

ځه د«عرش مالک» ته وایه دقیامت نښې پوره دي
ستا په نظم کې څه شوي «خردجال» نه معلومیږي