دوطن تاریخ کې بله پاڼه سره شوه
چې په دار یې دختلو اوازه شوه

څنګه مړ نه شوې له دې غمه کابله!؟
درکې مړه چې دخلاصون بله ډیوه شوه

ما هم پریښوده په چیغو ترینه لاړم
چې لولۍ ډمه په کلی میلمنه شوه

درندانو دامید خونه شوه ړنګه
ساقي لاړه رانسکوره پیمانه شوه

 سل مې خیر وه خو دسلو سردار لاړه
چې په تګ یې زمونږ شاړه میخانه شوه

دمنصور ارواح یې مخ ته سلامي ځي
دجوړه ورونو چې پورته جنازه شوه

دوطن شهیدان ټول سر په تعظیم ږدي
دډاکتر چې دورتللو هنګامه شوه

د«وطن» دپاره دار دې چې قبول کړ
د«کفن »سره دتا وعده پوره شوه

پهلوانه!دوطن دسهار ستوریه
بې له تانه پر مونږ ډیره لویه شپه شوه

د«احمد»او د«امان» او ستا ټاټوبی
وروسته ستا نه ددښمنو مسخره شوه

لوټ کاروان به کوم خوا درومي اوس«کماله»
سالار لاړه بې سالاره قافله شوه