|
لوړ مراد
ته رسیدل دې مبارک شه
دوطن په
شهیدانو کې تاجداره
ای دسولې
دکاروان ستره سالاره!
دټیټ ژوند او
دجګ مرګ حلقو په منځ کې
چې بلیږي دې
ډیوې تل په مزار کې
چې په توره شپه
دې نوش دمیو جام کړ
په نشه نشه کې
لاړې تر اسمانه
ته چې لاړې
پسرلي درسره لاړل
شپه دې وویشته
دسرو وینو په ستورو
ټوله وسوې لکه
شمعه سر تر پایه
چې دې ولیکله
ستر اتل شهید ته
|