|

د شهید
ډاکتر نجیب الله د روح آواز
تاته یاد دي؟
همدا زه وم چی د سرو لمبو د کور نه
درته رامی وړل د مینی سوغاتونه
چی دروړل مې ستا د کلي او کور لور ته
سؤزؤل مې په سکروټو تا گامونه
ما ویل راشه بلاگانې یو ځای مړې کړو
ته رانغلی انتظار وسؤل کلونه
ما منلی وی چی زور مې د بازو یې
د پلار زویه! خوشې تا کؤل نازونه
ما کولی ننواتی تا ویشتلم
تا ته نورو ؤ ښودلي شنه باغونه
تا لمبی په کور کرلې خیال دی نه ؤ
سؤزؤل دی پری گټل دی جنتونه
د وطن زوی ته می لاس کې کتاب ورکړ
تا د لاس سره یې مات کړل قلمونه
ما په زړو کې د امید تخم شندلو
تا راوړل ورته تازه تازه زخمونه
ما ویل راشه چی هر څه سره تقسیم کړو
تا ویل نشته زموږ دین کی تقسیمونه
د ریا تسپی دی لاس کی وی ستومانه
پټ له خلکو دی تش کړی ؤ خمونه
ما اغزي د لار ریبل د مرورو
هسکؤل تا زموږ منځ کې دیوالونه
ما ساتل تا سؤزؤل د قهر اور کې
که وه پوله، که پټی ؤ، که باغونه
نه دی ورور ؤم نه دی زوی د کومه موره
نه دی خپل ؤم، راکؤل دی پیغورونه
راشه! کښینو د انصاف قاضي ته دواړه
چی راسپین مو کړی تیر شوي حسابونه
ته پخپله د هغو لومو کې گیر شوی
چی شکؤلی په تدبیر ؤو ما دامونه
اوس چی ته زموږ د کلي ذمه وار یی
نوی شته دي که هغه دی دي خیالونه؟

|