
نه به زما غوندې بل
ننګیالې راشي نه
به زما غوندې
بل جنګیالې راشي
خټک لا پریږده درست افغان کې
عجب که هسې فرهنګیالې راشي
خوشحال خان خټک
نړۍ په خپل لمنه کې ډیر داسې کسان هم روزلي چې د هغوی لپاره د مرګ کلمه په خوله اخیستل لا بې خونده بریښي. ښایي یو لامل یې همدا وي چې ډیرۍ وختونه مرګ د «خاتمی یا پای» د کلماتو سره په مترادفه توګه کارول شوی. حال دا چې دا ډول کسان او شخصیتونه ځان ته داسې جهانګیر خصلت غوره کوي چې ورکیدل او رژیدل نه لری او ځانګړې ځای یې د تل لپاره د بشریت په تاریخ کې خوندي دې. هغوی د زړونو څخه زړونو ته او همدا رنګه زړه په زړه لار باسي او د وخت په څپو کې ځان ته ځاله جوړوي او ګڼو نسلونو سره د پیړیو مزلونه وهي. زموږ د هیواد تاریخ هم داسې ډیری ویاړجنی خاطرې خپل په سینه کې لري او ګڼ شمیر داسې شازلمیان یې په خپله غیږه کې روزلي چې (بی له شکه) نه یوازی زموږ د خلکو بلکه د بشریت تاریخ پری ځلانده دی.
دلته زموږ د پام ستنه د خوشحال په لور ده. هو! هماغه د خټګو خان، چې هم د توری او هم د قلم خاوند دی. ده تقریباُ څلور سوه کاله د مخه د آزادی ډیوه په خلکو باندی ګرځوله او د انسان د آزاد ژوند د اهمیت، اړتیا او ښکلا په هکله یې خپل په چغو ویدی غوټۍ له خوبه راپاڅولی. خوشحال خپل د عمر په وروستیو ستونزمنو کلونو کې د ګڼو ننګوونو او ناخوالو سره مخامخ شو، خو لکه څنګه چې د ریښتني او با ثباته انسانانو ځانګړنه وي، هیڅکله له خپل هوډ څخه وانه وښت او پخپله به یې وئیل:
چې نیولې مې دا هوډ د نام او ننګ
دې
که له خپله هوډه واوړم کنیزک یم
د افغان په ننګ مې وتړله توره
ننګیالې د زمانې خوشحال خټک یم
خوشحال خان خټک زموږ د هیواد د تاریخ د چرخشی او پیڅلو پړاوونو هغه پیاوړې شاعر او سیاسي شخصیت دی چې د «جنګ»، «ننګ» او «فرهنګ» په ډګر کې یې له ځانه بی ساری مړنتوب ښوؤلی. خپل د غوره ارزښتونو پر تلپاتې ځانګړنې او د اهدافو پر سپیڅلتیا یې کلکه عقیده درلوده، نو ځکه یې ځان د ورسته زمانو اتل باله او وئیل یې:
د خوشحال قدر که نن پر هیچا نشته
پس له مرګه به یې یاد کا ډیر عالم
ایمل پیروز