|
د معارف ترانه
د انسانانو فضيلت علم و عرفان دی وروڼو
علم يو کان دی په کانونو بې بها يې مثال
پکې موجود پراته اصيل درو مرجان دي ورڼو
علم يو باغ دی باثمر تروتازه وی مدام
خالق ساتلی له زوال او له خزان دی وروڼو
پوهه دارو ده د صحت که چا تری نوش کړ يو
جام
خو ند د کباب خوند د شراب ورته حيران دی
وروڼو
تعريف د علم نه خلاصيږي که څوک ستړی کړي
ځان
دا څو مثاله نشر کړي ملنګ جان دي وروڼو
|