اسداله زمرې
باور
د غر بت توره نړۍ ده،پکې یار او نه دلبر شته
نه په دې سکاره جهان کې مې د ګران وطن اثر شته
نه ر ڼا ملکوتي ده ، نه جلوه د ملا ئیکو
نه د حورو د وصال شوق، نه نیشه ئې د کوثر شته
نه د لمر تندي ځلیږی، نه سپوږ مۍ په خرام خیږي
نه د ستورو مرکې شته، نه ماښام شته نه سحر شته
نه د بو ټو د نمو غږ ، نه د ونو د مستۍ شور
نه ګلونو کې څه بوی شته، نه غو ټیوکې ساغر شته
نه څپې سمندرې دې، نه ځړوبو کې غوغا ده
نه ماهی ښوري اوبو کې، نه غواص او نه ګوهر شته
نه داور لمبه توده ده، نه د یخو کنګل ښکاری
نه هوا ده سندریزه، نه فضا کې شور او شر شته
نه له خولو نه آواز خیږي، نه د چا غوږ ته څه رسي
نه د بوی اثر په څه کې، نه د چا روښان بصر شته
نه احساس د انسانانو، نه خوښۍ او نه غم ښکاری
نه څه نښه د زړه سوی شته، نه دغم شریک بشر شته
*****
هغه څه چې نن راغلي د افغان په عدن باندې
نه جوړه ئې دوزخو کې، نه قصه ئې په سقر شته
هر دریاب لمبه - لمبه دی، ځمکه خوځی لکه ټال نن
ته به وائې دې وطن کې نه دروند والی شته نه غر شته
توفانونه دې چې ښوري، بلا ګانې دي چې اوري
نه د نوح څه اثر وینم، نه دعاوو کې اثر شته
آسمانونه رالویدلي، ستوري ټول را ټکیدلي
لمر ورک شوی دې له خلکو، نه څراغ شته نه قمر شته
مرګ اوریږي په دې خلکو، ویر ژړیږي په دې خلکو
دا وطن دماتمونو، ده کې کله بل منظر شته
یا پرې ډکې شولې کندې یا پرې ولویدل کمرونه
بې حسابه، بی حسابه، اوس نه کنده نه کمر شته
په غمونو کې اوبه شوه حوصله نوره د خلکو
چې به سل ځایه غوڅ نه وي نه کوم زړه او نه ځیګر شته
دا زمونږ د اوښکو موج ته نړیوال هک او حیران دي
نه سیندونو کې یې مثل، نه ثانی ئې سمندر شته
څوک به داسې تالان جوړکړي،په خپل کور اوخپل کهول کې
نه مسلم چیرته پیدا شو نه هم دغسی کافر
شته
مړی وکښل شول له ګوره دا قیامت نه ده نو څه ده؟
کوم منکر ویلي دا وه : نه قیامت شته نه محشر شته!
*****
د تاریخ سترګې وړندیږي، د فرهنګ مرۍ غوڅیږی
نه د منعی مټ کې زور شته، نه څه نښه د حذر شته
د یما توغونه سوځي، د نوروز ډهلونه چوي
نه اتڼ د څڼورو، نه ښادي او نه اختر شته
په نغمو د بلبلانو، د بندیز زولنې لګې
نه د ګل څیره غوړیږی، نه بورا، نه ئې وزر شته
د وږمو او پر خی مخ ته ، دي کړ کۍ زمونږ تړلي
د غوټیو غوړیدو ته نه ګذر شته او نه در شته
له نارنج نه انځر جوړ دی، ګل ئې نه ښکاری په سترګو
که رښتیا هم لږ څه ځیر شی، نه نارنج شته نه انځر شته
ستر قوت وو په دنیا کې د افغان میړني خلک
اوس ئې توره پڅه ښکاري، نه ئې زور نه ئې لښکر شته
چې پردو ته ئې ورنیغ کړی، د غیرت په هوډ او ننګه
ددې خوار ولس په کور کې نه اغزې شته نه خنجر شته
دا چې خاندو یو تر بله، دا دغم له زوره خاندو
کنه وګورئ عالمه لا په زړو کې مو نیشتر شته
*****
د سبا په هیله پایو، د رڼا په مینه پایو
په سپیدو د سباوون کې د یو نوي ژوند خبر شته
د یووالي مټۍ ورکړئ، د یوه ملت زمریو
هیر ئې نه کړئ چې نفاق کې د نیستۍ او مرګ ضرر شته
ځئ چې یو بل ته ډیوه شو، ځې چې یو بل ته لارښود شو
مونږ پخپله ستر قوت یو، مونږ کې سر اوهم سرور شته
دلته پاتی ککرۍ دي د پردیو یرغلګرو
دې ولس کې لا تر اوسه زوړ قوت د ستر ظفر شته
چې آمو مو ورته نیل کړ فرعون مو پکې ډوب کړ
د وطن پاکه کعبه کې لا بتونه د آذ ر شته
له ماسکو تر واشنګټنه، له تهران تر پاکستانه
تور لاسونه به غوڅیږي چې میراث مونږ ته جمدر شته
سترګې وباسئ در ځار شم د پردو د غلامانو
چې مو وژنی یو تر بله، خپل کاله کې مو دا شر شته
*****
دا وطن به بیا وطن شي، سره ټول به روح او تن شي
دا به وښیو دنیا ته چې په مونږ کې دا هنر شته
دا بیابان به بیا ودان شي، دا مېرې به ګلستان شي
یو به بیا سره افغان شي، په دی ملک کې دا ګوهر شته
بیا به جوړ نارنج محشر کړي، له ښه بویه ننګرهارکې
ددې ونې اصیل بیخ کې خوندور اصیل ثمر شته
لاله زار به د مزار هم په خندا شي کندهار ته
د هرات په پاکه خاوره د ملي وحدت شرر شته
سره یا قوت دبدخشان به د پنجشیر زمرد ښکل کړي
د دې غرونو دزړو تل کې د ورورۍ اصیل زیور شته
د لغمان د پوهی څرک به د کاوون له څوکو واوړي
د هلمند په کنارو کې لا بی شمیره هنرور شته
تاکستان به د پروان هم د بامیان په اوږو خپور شي
په نښترو د پکتیا کې د ملي غرور اثر شته
د باد غیس د پستې خولې به دکنړ شفق ته خاندي
د ورور ۍ د وینو جوش کې دا ګوهر شته دا هنر شته
شبرغان به چراغان کړي د وطن تیاره ګوټونه
ددې ځمکې دزړه تل کې دا ګوهر او داسې زر شته
د کفن پر ځای به پټ کړې ژوندی تن ددې وګړو
دکندز ښکلې وادي کې بی پایانه دا سپین زر شته
د آقچې او مور غالۍ به د هغو قدم ته فرش شي
چې ئې ټول افغان ولس ته یواحساس او یو نظر شته
ټول به ټول په یوه خوان شي دښمنان به مو پریشان شي
دا به ټوله نړی وینی چې نه کوز مونږ کې نه بر شته
بیا به شین شي له خندا نه دا سپیره کابل دنیا ته
تل دې ګران افغانستان وی څوچې دغه بحر او بر شته
بیا افسر به مې افغان شي دزړه سر به مې افغان شي
لر او بر به مې افغان شي د «زمري» دغه باورشته
۳ -۶- ۲۰۰۱ |