www.payamewatan.com
     
 
اسد اله زمری
دوطن په ياد                              
 
 
که مې نصیب شی یو ځل بیا کله دیدار دطن
غیږ کې به کښیکاږم هر بوټی او خار دوطن
دبل په ملک کې که جنت وي شپه مې نه تیریږی
د نورو قصر نه بهتر دی تور مزار د وطن
تر څو به سوزم د غربت په تناره : المان کی
خدایه او به مې کړی په بوټو د ګلزار د وطن
ښکلی وطن، مغزور ولس مې نن تالا والاشو
ورک شه هغه چې ئې اخیستی دی ازار و طن
زړه راته وائې چې ځه والو زه په غرو، رغونو
ګوندی پیداکړی  سر د روکی چیرته لار د وطن
ای د ملکونو خدایه!ای د دی دنیا مالکه!
کله به یو کړی د افغان ولس  په کار د وطن ؟