www.payamewatan.com
     
 

حسن «مسرور»       

یادونه

په زړه مې تیرې هیرې خاطرې ګرځي راګرځي
د تللي وخت یادونه او اسرې ګرځي راګرځي

ځنځیر د تهمتونو ګرځؤمه اوس په غاړه
له هرې سپکې خولې راته ښیرې ګرځي راګرځي

کباب کړم زمانې ستا د فراق په نعري کښې
په اور کښې د حسرت د زړه قطرې ګرځي راګرځي

بهار د اندیښنو مې په ځوانۍ کښې شو خزان
د هوډ په سرو سکروټو مې ایرې ګرځي راګرخي

ډیوه د محبت چې د رقیب په لاس کښې وینم
تیاره مې د آرزو په حضیرې ګرځي راګرځي

ګیله مې له چا نشي ما په خپله په ځان کړي
نو خود به مې په ستوني سرې چړې ګرځي راګرځي

په هاغه شنه چمن کښې چې وو شور د بلبلانو
اوس ګوره سپیره ډاګ دې سمسیارې ګرځي راګرځي

مسرور به هډو نشي له خپل موخي لاس په سر
که هر څو یې په زړه د غم ارې ګرځي راګرځي