www.payamewatan.com
     
 

اسداله زمرې

دحمزه صاحب د:

چې بې تا چاته ټیټ نه شي ننګیالی زما زوندون کړه

زما زړه دې  مسلمان  وی ،تفکر  مې  د پښتون   کړه » په اقتفا

 

خواست

مرو ر بهار   مې  زر ، زر په وطن    بیرته   را   ستون    کړه

دا خزان ،خزان   چمن مې، راته   بیا هسې ګلګون کړه

له   همزولو   نه شرمیږم، یم   د  سیال له سیالۍ   پاتې

بیا مې   سیال کړه د سیالانو ، بیا مې هغه نر پښتون کړه

د تیارو   په کنډوالو   کې، د بلا   په   منګل   ښکیل یم

هر یو ګام   زما   پاڅون کړه، بریالی  زما  شبخون کړه

ډنډوره   مې   د   کاله     ته   ؛ له   هر    کوره   را بهر  کړه

د زاړه   برم    غوغا مې  له پخو  راته  افزون    کړه

په پښو مې ز ولنې دې ، لاس مې مات ،  خوله مې تړلې

یا مې   بند کړه   د مرګ کام کې، یا  آزاد زما ژوندون کړه

سترګې نه شم  غړولی ،   د بی   ننګه    ورور   له   شرمه

یا ئې سم د ننګ په لار کړه ، یا ئې خاورو کې  مدفون کړه

د افغان  د پګړۍ  ولونه، د لیلام   په  بازار   خرڅ شول

ته ئې   پت   ورته پر ځای کړه، ته ئې  جګه  تر  پرون کړه

د نېکونو   ټول    قبرونه، راته   وران   کړل   نن ټانکونو

دې مغولو ته یو ځل بیا، ستر خوشحال خټک بیرون کړه

په  یوه       ټغر   راټول     کړه ، سره    دا   مرور   ورونه

د غماز   ئې بیاله  درده ،  شېن   ناولی زړه ، لړمون کړه

د وطن   خاوره    خو   مونږ   ته، تر قدم   لاندې  وریښم  وه

نن په هر ګام کې یې  مرګ  ښخ دی، دغه نن مې بیا پرون کړه

څه هم   خپلو ،  څه   پردیو، دا  جنت نه دوزخ    جوړ کړ

د پردیو   د   رنګ   ورک شی ،دغه  خپل په  پیوستون کړه

د نفا ق  او کېنې   زړی، مو   له زړونو را بهر     کړه

مونږ نه هیر دغه عادت کړه، مونږ کې مات دغه تړون کړه

د غربت   در   د مو    خاونده    !  د    ولس    له تنه ورک کړه

هر یو بیا پتمن افغان کړه ،  هر یو بیا   هلته مسکون کړه

د   خوښیو  په   باران   کې   غمځپلي   ښه  خړوب  کړه

نور مې ختمې کړه دا ساندې نور مې بس دا زړه چاودون کړه

د فانتوم او میګ   پر ځای   مې، خپل ګربت ته وزر ورکړه

زما خپل   دغه   دنګ غرونه  ، د   غم   سر لره زنګون کړه

د هلمند   اوبه مې  کام   کې، د خپل     قوم زلال ،زلال کړه

د کنړ   د زوږ  له   شوره، هر  دښمن  زما   زبون کړه

کندهار    کې    انار    باغ  ته، په    مزار    کې     لاله  زار ته

زما  وینه   ئې    اوبه   کړه ،  ته    ئې بیا راته  زرغون کړه

د نارنج    د ګل    په     بوی   مې  له میخوارو نه نیشه کړه

بیا مې   «جام »  راته   را ډک   کړه ،پیمانه زما جیحون کړه

ته مې    ګل     د زړه   له کومې ، خپل بلبل   ته  په خندا  کړه

بیا لیلی   مې ګل غونډۍ کړه ننګرهار مې بیا مجنون کړه

خوشحالۍ که نیکمرغۍ دي، هوسائې که سوکالۍ دي

لټوم   ئې  تل   افغان  ته،  بریالی  مې  دا لټون کړه

دغه  سوال   د عا جزۍ دی ، خو ئې ته په ستر کرم خپل

هر یو حرف   لکه   سکروټه، هره  کرښه   ئې لمسون کړه