غفور لېوال
د پښتو ژبې پېاوړي شاعر رحمت شاه
سايل په دې ورستيو کې د کابل په نامه يو آزاد شعر
خپور کړی دی، چې ددغه افغان شاعر د مېنې او احساس
يوه خوږه ترجمانی ده. زما د زلميتوب د خوښې دغه
شاعر ته، دا څو کرښې د نوموړي د همدغه شعر، لپاره
ډالۍ دي.
سايله ستا هغه د خېال کابل
تالا کابل لېدلی نه دی، تا کابل ونه ليد
سايله دا د افسانو ښار افسانه وګڼه
په تاريخونو کې يې ورکه شان کېسه وګڼه
دلته د وينو آيينه کې چې لمر سور ښکارېده
زما او ستا دملت ټپ چې لاناسور ښكاريده
هغه وخت موږه ستاغزلې لوستې
ستاپه سندرو به مو خپل د مېنې ليک پيل کړ
ستا په نظمونو به مو يو بل ته لاسونه ورکړل
سايله هغه وخت موږ ستادعاته لار څارله
چې ګوندې داولېکې:
((مادرته ټول عمر د خوبونو ښار ويلي دي
کله مې پېرزوشې په بمبونو کابل جانه))
خوستا دعالا پوره شوې نه وه
چې ستا د مستو ليونو خوبونو
د ښاپېريو ښار بمونو ړنګ کړ
تالا کابل لېدلی نه دی، تا کابل ونه ليد
سايله ستا هغه غزلې او زما سندرې
نورې په ورک تاريخ کې ورکې شولې
نور څوک دا لرو بر وځای نه ګڼي
نورستا اجمل زما لايق نه شته دي
د پاچا خان ارمان اوبو وړی دی
د (( يو پښتون)) د غږ ضمير را څخه
دکله دارو رنګينو وړی دی
سايله ته لا په روټۍ پسې او زه يمه په نان پسې ورک
يوهم په خپل کور کې ډوډۍ نه لرو
د اشنغر پېغلې له ډېره نازه
ماته په کور کې مساپروايي
چې خړڅادر په پېښور کې ګرځم
راته زلمي لا مهاجر وايي
سايله زه او ته د ورک تاريخ تکرار ته سوځو
سايله زه او ته تکرار يو ديعقوب او يوسف
سايله زه او ته تکرار يو د مريمې او عېسی د فراق
بس دغه ښار دې په خوبونو کې ودان وساته
دا دايروڅلی په خېال کې خپل مکان وساته.
مرغومی
۱۳۸۴
لمريز
کابل
