www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

تاریخ نشر:18.04.2009

 

د وطن ګوند د غړو د انسجام د لنډ مهاله تشکیلاتو
د مرکزی شورا دوهم اجلاس جوړ شو

   دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو دخبري سرچینې له خولې دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتودمرکزي شورا دوهم اجلاس د۱۳۸۸ لمریزکال دوري دمیاشتې په اته ویشتمه نیټه دسهار په نهو بجو دکابل په ښارکې پیل او دغرمې تر دولسوبجو یې دوام وکړ۰

     غونډه دقران کریم دڅومبارکو ایاتونوپه لوستلو سره پرانستل شوه٬ وروسته په اجندا کې پر شاملو موضوعګانو بحث ترسره شو۰ په غونډه کښې دمرکزي شورا ددووغونډو ترمنخ دمرکزي شورا دویاند محترم میرافغان باوري له لوري دګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو دترسره شووکړنوپه هکله دغونډې ګډونوالو ته اوږد کاري رپوټ وړاندې او په کارونوکې یې نیمګړتیاوې په ګوته کړې ٬ دشته ستونزو او نیمګړتیاووپه لیرې کولو کې یي مسولینو ته ځانګړې سپارښتنې وکړې اودغړو راتلونکې دندې اومسولیتونه یې مشخص کړل ۰

    وروسته بیا دغونډې پر اساسي کاري رپوټ دنظریاتو تبادله وشوه او  په دې برخه کې ځینې ځانګړی وړاندیزونه دغونډې دبرخه والو له لوری وړاندی شول چې دوړاندیزونو او نظرونو په پام کې نیوو سره کاري رپوټ بشپړ او درایوپه اتفاق تصویب شو۰

    همدا ډول دغونډې په لړ کې په تشکیلاتي مسالوبحث وشوچې په پای کی یې مرکزي شورا غړیتوب ته نوی دیارلس تنه پیشنهاد او دنظرغوښتنې وروسته درایو په اتفاق دپیشنهاد شوو دیارلسو تنوملګرو غړیتوب په مرکزي شورا کې دغونډې دګډونکونکو لخوا ومنل شو۰ دغونډې داجنداسره سم دراتلونکو ریاستي ټولټاکنوپه اړوند دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو ددریځ په ګوته شواو وپتیل شوه چې اجراییه کمیټه دې دغوره انسجام دپاره یو کمیسیون جوړکړي څو دمنل شوی طرحې په چوکاټ کې دکاندیداتورانو له لوري دتماس نیونی پر مهال اړونده چارې سمبال اوپه راتلونکی کې داجراییه کمیټې له لیارې دپام وړ کاندید د تشخیص په موخه دوطن ګوند دغړو دانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو دمرکزي شورا فوق العاده غونډه راوغوښتل شي۰

     غونډې د۱۳۷۱ کال دوري دمیاشتې داته ویشتمې نیټې دکرغیړنې کودتاه په هکله دوطن ګوند دغړودلنډمهاله تشکیلاتو دمرکزي شورا په اعلامیه کې چې له امله یې دهیواد نږدې ټول بنسټیز جوړښتونه له منځه ولاړل او پر هیواد او هیوادوالو یې بله غمیزه وروتپله په کلکه وغندل شوه ٬ په پای کې دغونډې پریکړه لیک دغونډې  ګډونکونکو لخوا درایو په اتفاق تصویب شو٬ غونډه په هیواد کې دسولې٬ امنیت او ثبات درامنځته کیدو په هیله په بري سره پای ته ورسیده۰

 

   بازگشت به صفحۀ اصلی