|
||||
|
د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:15.08.2010 |
||||
|
په کابل کی د وطن
ګوند دغړو دانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو د۱۳۸۹ کال د زمری دمیاشتی په اتلسمی نیټی دوطن ګوند دغړو دانسجام د لنډ مهاله تشکیلاتو اجرائیه کمیټی دی محترم میر افغان باوری تر مشری لاندی غونده وکړه . په دی غونډی کی چی دشپی تر نهو بجو روانه وه په بهر کی دوطن ګوند دغړو دانسجام لنډ مهاله تشکیلاتو د اجرائیه کمیټی غړی ښاغلی انجنیر ناصر سهاک دغونډی ګډونوالو ته په بهر کی دانسجامی چارو او نورو ګوندونو سره د وحدت او یووالی دپروسی په هکله معلومات ورګړل ٬ ورپسی د اجرائیه کمیټی رسمی غونډه پرانیستلی شوه او دآجندا سره سم ئی لمړی د وطن دګوند دغړو د انسجام لنډ مهاله تشکیلاتو مرکزی شورا دغبر ګولی میاشتی داجلاس د پریکړو دتحقق په تړاو اړین اقدامات په ګوته کړل او هغو ته په پاملرنی ٬ د وطن ګوند د کنګری د رابللو د شونتیا په اړه کره ارزونی تر سره کړی. د غونډی د اجندا ددوهمی برخی پر بنسټ ٬ په هیواد کی د پارلمانی ټاکنو په بهیر کی د وطن ګوند ته وفاداره کادرنو د کاندیداتوری موضوع تر دقیقی کتنی لاندی و نیوله او یوی کمیټی ته دنده ورکړی شوه تر څو د نوموړو کاندیدانو سره په تفاهم کی ٬ د هر اړخیزو مرستو د عملی لارو چارو طرحه تیاره او داجرائیه کمیټی راتلونکی غونډی ته ئی وړاندی کړی. غونډه د ملګرتیا او غوره پوهاوی په فضا کی پای ته ورسیده . دوطن ګــونـد دغــړو دانســجام دلنډ مهاله تشکیلاتود سکرتریت دخبری څانګی دفت کابل ــ افغانستان
|
||||
|
email:
payamewatan@yahoo.com |
||||
استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد