www.payamewatan.com
 

 

 

صفحۀ اصلی

 

د خپریدو تیټه / تاریخ نشر:02.06.2010

بسم الله الرحمن الرحیم

 

دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو
دمرکزی شورادڅلورم نوبتی اجلاس مصوبه


نیټه :  دغبرګولی لمړی ورځ
کابل ـــ افغانستان

  دوطن ګونددغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو دڅلورم نوبتی اجلاس ګډون کونکی، اوسنیوشرایطو ته په کتوسره دخپل ګوند دسیاسی هویت پــــــه اړه ددی ټکی یادونه اړینه ګڼی چی دهیوادپه کچه زموږد تشکیلاتی کړیو دپراختیا، دوطن ګوند دعالی ټولنی (کنګری) دتدارک اورابلنی کمیسیون دهڅو، دیو لړسیاسی پیښو رامنځ ته کیدلو اودهغی ډلی نه دوطن ګوند دپاشل کید واودافغانستان جمهوری دولت د نسکوریدودپیښو په اړوند دتصویری سَندونو رابرسیره کیدل دهیواداونړی په کچه دنویو پرمختګونو د رامنځته کیدوپه پایله کښی، دګوند دعالی ټولنی (کنګری) دچټکی رابلنــی خبره په کلـــکه رامينځته کړی ده.

   دادی ددی وخت رارسیدلی چی ددندودټاکـلو او دټاکـل شوو دندوپراړتیادکره کتنی پرځای، دټاکلــو دند و دتـرسره کوولو پرلاروچاروتم شوو. په دی ترڅ کی دوطن ګوند عــالی غوڼډی (کنګری ) ته د تیاری اورابلــلو کمیسیون دروانــوچارو دڅرنګوالی اودهغی پرمخ کی پرتی دندی ټاکونکی اوځانګړی ارزښت هم دپام وړدی،په داسی حال کی چی دوطن ګوند دباندینی فشاراودکورنیو خیانتونو او دسیسو له امله پاشل شــوی اولاتراوسه یی د دی غملړلی پیښی پایلی ځَــوروی اولاهم په بیلابیلو لویو او وړو کړیو، ډلګیو، جوړښتونو اوناپییلوغړوسره ویشلی پاتــی دی، چــی د دوی پریوه مرکزراټولیدل یـــو تشکیلاتی کاردی، دهغــو تــرمینځ دګډی ژبی موندل اودبیلابیلو نظریو اوفکرونو غوټه کول اوپه ګــډ نظرسلاکیدل یو ستونزمن سیاسی کاربلل کیږی، چی ډیرزیار، سړه سینه اوپراخه حوصله غواړی.

  موږپردی باوریوچی دبیلابیلو لاملونوله امله دوطن ګوند ټول شااوخوایولک اواویازروپرونیوغړوبیا راټولیدل یوناشونی کاردی، نوځکه کله چی دراټولیدوپه خاطرپرملګرو غږکوو، زموږ مخاطب دګونــد هغه غړی دی چی لاتراوسه دوطــن ګوند پرمحوری سیاستونو، موخواو اهدافوباورلری اودهغوترسره کول خپله دنده بولی. په دی لړکی په هیواکی دننه او دهیواد څخه بهردمیشتوملګروهڅی اوزیارستایــو خو داهغه لومړنی زړورګامونه دی چی ښایی لاګړندی اوپاخه شی.

  په دی ترڅ کی دافغانستان دسولی دفعالینوملی ګوند اودوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو ترمنځ دسیاسی – تشکیلاتی پوره یوالی ګډه اعلامیه هغه خوراســــتره ارزښتمنده تاریخی پریکــړه ده چی  ددی بهیر دپراختیا بختوره پیلامه ګڼل کیږی اودګوند عالی غونډی  (کنګری) رابللوته مو نږدی کوی.

   موږدلنډمهاله تشکیلاتودغړوهڅی دوطن ګوند دغــــــړوله ترکـــیب څخه جـــوړشووبیلابیلو سیاسی جوړښتونو اوکړیو دناپیلوغړوسره په ګډوکمیسیونونـــــــــــوکی، دګوند دعالــی غوڼډی ددرابللو دپاره ارزښتمن اواړین کارګڼواوخپلوټولوژمــنوته وفاداریود، په دی شرط چــــــــــی داهڅی دګوند دباکیفیت اومشروع عالی غوڼډی ( کنګری ) درابللوپرلوری متــــمرکزی وی. موږ پتییلی ده اوکلک هوډ لرو چی دوطن ګوند عالی غونډی ( کنګری ) ته به ځواودوطن ګوند دغړوپه نامه به ځو. دازموږوروستی نوم، ورستی پته او اوسنی هویت دی. داچی عالی غوڼډه ( کنګره ) به څه پریکړی کــــوی اوپه څه ډول په ټولییزعقل سه سلاکیږی، دادعالی غونډی (کنګری) صلاحیت اودنده ده. نه یواځی داچی موږ عالی غوڼډی ته ددندوټاکلواودپریکړوڅرنګوالی نه ټاکو، دهیڅ چاداډول تمایلات هم دمنلواوزغم وړه نه ګڼو.

  ښکاره خبره ده چی دتپلو، تحمیل اووړاندیزترمینځ توپیرروښانه دی، مونږعالی غونډی (کنګری ) ته دهیڅ ډول وړاندیزسره کومه ستونزه نه لرو، که دا وړاندیززموږله نطره دمنلووړوی اوکه نه وی، اودخپلووړانــدیزونودوړاندی کــولوپه هکله هم هـــیڅ ډول قـــــیداوشرط ته اړتیانه لیدله کیږی، داد ټولو ګوندیانو حق دی چی ټولیزعقل ته خپله خبره وکړی او دادټولو دنده ده چی دټولیزعقل پریکړوته غاړه کیږدی.

  دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو مرکزی شوراپورتنیو ویینوته په پاملرنی سره تصویبوی :

    ۱ـــ دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو دویاند له لوری لوستله شوی وینا تائید ده، د همدی مصوبی مل دی نومووړی وینا په لیکلی بڼه چاپ اودانسجامی کړیو په واک کی دی ورکړه شی. ددی په څنګ داجلاس ګډون کونکی دویاندی دبل دوردپاره دمیرافغان باوری ټاکنه تصویبوی.

   ۲ـــ ټولوولایتی شوراګانوته دنده سپارله کیږی څو دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو دمؤظفی کمیټی له لور دوطن ګوند په کنګری کی د څیړنی په موخه دګوند د مرامنامی اواساسنامی د طرحوپه اړه پراخه نظرغوښتنه ترسره کړی اودیوی میاشتی په اوږدوکی دی خپل نظریات په لکیلی ډول دکنګری دتدارک اوتدویرکمیسیون ته راواستول شی.

    ۳ــ دلنډ مهاله تشکیلاتوسکرتریت دنده لری څودکنګری ددستورالعمل دطرحی کاپی ژرترژره په بهرکښی دوطن ګوند دغړودانسجام دلنډ مهاله تشکیلاتو اجرائیه کمیټی ته واستوله شی، څو دهغی په اړه په بهرکی دکنګری دتدارک اوتدویردکمیسیون دمیشته غړونظرېی هم دیوی میاشتی په موده کښی راواستوی.

   ۴ـــ دکنګری دتدارک اوتدویردکمیسیون له رئیس څخه غوښتنه کیږی څو دکنګری داساسی اسنادو دڅیړنی اودهغی ددستورالعمل دتصویب په موخه دغبرګولی په دویمی لسیزی کی دکمیسیون اجلاس راوغوښتل شی، ددی په څنګ کی دی سکرتریت له لوری دثبت اوشمارڅیړنه بشپړه شی.

   ۵ـــ دلنډ مهاله تشکیلاتودڅلورم اجلاس ګډونکونکی دلنډ مهاله تشکیلاتو داجرائیه کمیټی اودسولی دفعالینو دملی ګوند درهبری هیئاتونوترمینځ روانی خبری اتری تائیدوی، نوموړی تفاهمات دی دوام ومومی. له نوروګوندونو،سیاسی ډلواوشخصیتونوسره دی هم دورته اقاماتو دترسره کولو په لیارکی اضافی کړنی په پام کی ونیولی شی.

   ۶ ـــ ددی مصوبی دکنترول دنده دلنډ مهاله تشکیلاتو سکرتریت ته ورپه غاړه کیږی.

 

 
 

   کورپاڼه | صفحه اصلی  

email: payamewatan@yahoo.com
 

 

استفاده و نشر مجدد مطالب «پیام وطن» تنها در صورت ذکر منبع اصلی نشر آن مجاز میباشد