وهاب سرتیر
د پت شمله !
په بی رحمۍ راغلې
تیارې، زموږ رڼایې لوټ کړه
زموږ د هیلو
سباوون، زموږ دنیا یې لوټ کړه
سپیرو
بادونو په تالا یوړه، ښکلا د چمن
مرغان په کوکو -
کوکو ژاړي چې ښکلا یې لوټ کړه
چې پانګونه
یې وه مور کړی د زړه په وینو
هغه زموږ ټولو
نجیب هغه بها یې لوټ کړه
دریغه: که بیا د
وطن مور راوړي نجیب نړۍ ته
د آزادۍ ډیوه د
ټولې پښتونخوا یې لوټ کړه
متل دی وایي چې:
سل مړه ښه دي نه سر د سلو
د ملت سر یې زموږه
وواهه بقایې لوټ کړه
پښتنو تل
ده په تیشه خپله ریشه
وهلې
د بیګانه ؤ
په لمسون او په جفا یې لوټ کړه
پدې غریب ولس چې رب کومه پیرزو کړی وه
هغه پیرزو د الهي
هغه دنیا یې لوټ کړه
بیا کړي ندي
چا په ژبه د نجیب خبرې
د دی ملت هغه خوږه ژبه ګویا یې لوټ کړه
سلام په څاڅکي - څاڅکي وینه د وطن د شهید
که نن توی کړی چا دا وینه که سبا یې لوټ کړه
نجیب ددی وطن د پت
او د عزت شمله وه
سرتیر چې ژاړمه شمله زما او ستا یې لوټ کړه |