دا دور به تیر شي زموږ خبرې به شي پاتې پاکې، پاڅوونکې او غاورې به شي پاتې
نه به شي هیڅکله د تاریخ په خوله کې وچې مستې، ریښتیندویه، زړورې به شي پاتې
ستوري به ځلیږي، وخت به ځغلي، موږ به تللي یو زموږ د تالا عشق لوړې ژورې به شي پاتې
نور سپاره به راشي زموږ پر لیکه میدانونو ته څه که موږه نه یو، زموږ غورې به شي پاتې
هر څه به راووځي د تیاره سمندر څنډې ته زوړ صدف به مات شي مرغلې به شي پاتې