|
||||
تاریخ نشر:10.12.2007 |
||||
انجنر عبدالکبير کاکړ شهید
د اُفق په سرو سکروټو کښی ئې کور شو
په غروب باندی ئې څیری خپل ګریوان که *****
اسمان شو کوڼ، شمله کږه شوه هلته
غرونه هماغسی په خوب ویده وه *****
تر پوﻻد کلک نه ماتیدونکې ستورې
نن ئې په غاړه کښی حلقه پرته ده *****
نن د کوکانو په میله کښی شغالان نڅیږي
دا د بازانو باز را ولوید د کارغانو مخ کښی
|